د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۷

افغانستان کې ورښتونه؛ یو شمېر خلک: کورونه مو ویجاړ او لارې مو تړل شوي


تصویر له ارشیفه
تصویر له ارشیفه

که څه هم د طالبانو حکومت پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزارت د سړې هوا، وروستیو ورښتونو او سېلابونو له امله د اوښتو ځاني او مالي زیانونو په اړه تازه معلومات نه شریکوي، خو د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو اوسېدونکي وايي، خلکو ته درانه مالي او ځاني زیانونو اوښتي او یو شمېر لارې هم د مسافرو پر مخ تړل شوې دي.

یو شمېر دوی ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل چې د دې دوامدارو ورښتونو له امله له ډېره ستونزو سره مخ شوي دي.

د غزني ولایت اوسیدونکي محمد عالم وویل چې په یاد ولایت کې د درنې واورې له امله خلکو ته ځاني او مالي زیانونو ورپېښ شوي دي.

" په غزني ولایت کې په زیاته اندازه واوره شوې، د رشیدانو ولسوالۍ یو اوسیدونکی چې ولسوالۍ ته روان و یخنۍ مړ کړی، زیات کورونه هم ړنګ شوي دي، زیات مالي او ځاني زیانونه یې اړولي دي."

یو شمېر خلکو ازادي راډيو سره په خبرو کې ویلي چې د درنو ورښتونو له امله د دوی کورونه ویجاړ شوي او بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

د خوست ولایت په مرکز کې د وچې خوړې سیمې اوسیدونکي، اجمل ځاځي ازادي راډيو ته د وراوښتو زیانونو په اړه وویل:

" درې کوټې مې ویجاړې شوي، دوه کوټې په بشپړه توګه ویجاړې شوې دي سامانونه یې هم پکښې ویجاړ شوي دي او بله کوټه هم د ړنګیدو په حال کې ده. غواړم چې موږ سره مرسته وشي."

په ورته وخت کې یو شمېر کسانو ویلي چې د واورې او بارانونو د ورښتونو له امله یو شمېر لارې د مسافرو پر مخ تړل شوې دي.

د کونړ ولایت اوسیدونکي، شېر ولي ازادي راډيو ته وویل چې د ورښتونو له امله د یاد شوي ولایت د مرکز او ولسوالیو تر منځ په لارو کې مسافر له ستونزو سره مخ دي.

نوموړي چې نن له مرکز څخه، ناړۍ ولسوالۍ ته سفر کړی د دې لارو تازه حال راکوي:

" په لاره کې ډېرې غر ښوېیدنې شوې وې چې د مسافرو تګ راتګ یې ستونزمن کړی و. اوس فعلا هم د مرکز شاوخوا ته د مرورې ولسوالۍ ته غزیدلې لار چې درې ته ختلې ده، دا لاره هم د ورښتونو له امله د خلکو د تګ راتګ په مخ تړل شوې وه."

وروستیو ورښتونو د کونړ یو شمېر اوسیدونکو ته هم ځاني او مالي زیانونه اړولي
وروستیو ورښتونو د کونړ یو شمېر اوسیدونکو ته هم ځاني او مالي زیانونه اړولي

دا په داسې حال کې ده چې په یاد ولایت کې د طالبانو د ټولګټو چارو رییس قاري قدرت الله معاذ تېره شپه ازادي راډیو ته وویل د دې ولایت د مرکز او ولسوالیو ترمنځ لارې چې ځینې یې تر پرونۍ ورځې پورې بندې وې اوس خلاصې شوې دي.

په ورته وخت کې د سالنګ لویه لار چې د افغانستان نهه شمالي او شمال ختیځ ولایتونه له کابل، ختیځو او جنوبي ولایتونو سره نښلوي، اوس هم د ترافیکو پر مخ تړلې ده خو د خلاصولو هلې ځلې یې روانې دي.

د طالبانو حکومت د ټولګټو وزارت ویاند، محمد اشرف حق شناس، نن د کب په ۱۳مه په خپله ایکس پاڼه لیکلي:

"د سالنګ لویه لار چې د ورښتونو له امله له څلورو ورځو د ترافیکو پر مخ تړل شوې، هڅې روانې دي چې د توفان د نه پیلیدو په صورت کې، د ورځې په اوږدو کې د مسافر وړونکو موټرو پر مخ پرانیستل شي."

په ورته وخت کې یو شمېر شخصي ترانسپورتي شرکتونه وايي چې د سالنګ لارې د بندېدو له امله ډېری مسافر وړونکي موټرونه بېرته راګرځيدلي، خو یو څه یې له مسافرو سره اوس هم په لاره کې بند پاتې دي.

د یوه شخصي ترانسپورتي شرکت مرستیال، عبدالله هلال ازادي راډيو ته وویل:

" دا اوس ډیر خلک دي چې ځای نلري او اوس په ترمینال کې د سالنګ لارې د خلاصیدو په انتظار دي. زموږ موتړونه بیرته راګرځيدلي یواځې یو موتړ مو په خنجان کې پاتې دی او د لویې لارې د خلاصیدو په تمه دي."

د وروستیو واورو له امله د سالنګ په ګډون یو شمېر لویې لارې تړل شوې دي
د وروستیو واورو له امله د سالنګ په ګډون یو شمېر لویې لارې تړل شوې دي

پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د طالبانو حکومت د دولت وزارت ملا جانان سایق تازه د اوښتو ځاني او مالي زیانونو په اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې، خو پرون یې په یوه بیان کې وویل چې د روانې کب میاشتې د لومړۍ او دولسمې نېټې ترمنځ د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د سړې هوا، واورې او سېلابونو په پېښو کې شل کسان مړه شوي او ۱۴ نور ټپیان دي.

د دې وزارت د معلوماتو له مخې، دغه شان له ۴۵۰ زیات کورونه نړېدلي او له پنځو زرو زیات څاروي له منځه تللي دي.

په بیان کې یادونه شوې چې دا زیانونه په پلازمېنه کابل او په خوست، کندهار، ننګرهار، لغمان، کونړ، فراه، پروان، کاپیسا، زابل، سمنګان، دایکندي، غور او بدخشان ولایتونو کې خلکو ته اوښتي دي.

د هواپېژندنې د کورنیو ادارو د اټکل له مخې، د درنو واورو او بارانونو دا څپه چې د روانې کب په لومړۍ نېټه پیل شوې ده؛ ښايي تر سبا، دوشنبې پورې چې د کب ۱۴ مه نېټه کېږي دوام وکړي.

  • 16x9 Image

    ثنا کاکړ

    ثنا  کاکړ(په انګرېزۍ کې: Sana Kakar) د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو خبریاله چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.  

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG