ملګري ملتونه په کندهار کې د ۲۰ ښوونځیو ودانۍ جوړوي

په کندهار کې د ملګرو ملتونو په مالي مرسته د ښوونځیو جوړلو د پیل له مراسمو یو انځور

د یونېسف یا د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې په مالي ملاتړ دغه شل ښوونځي د کندهار په ۱۱ ولسوالیو کې د ۱۷۸ میلیونه افغانیو په لګښت جوړېږي چې په شپږو میاشتو کې به یې د جوړېدو چارې بشپړې شي.

د طالبانو د حکومت د کندهار د پوهنې ریاست مرستیال اکرام شاه عاصم وایې، د یونېسف یا د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې په مالي ملاتړ د دې ولایت په ۱۱ ولسوالیو کې د ۲۰ ښوونځیو لپاره ودانۍ جوړېږي چې په هر ښوونځي باندې ۸.۹ میلیونه افغانۍ لګښت راځي.

د نوموړي په وینا، په یادو ښوونځیو کې به ۲زره زده‌کوونکو ته د زده‌کړو زمینه برابره شي او په راتلونکو شپږو میاشتو کې به چارې بشپړې شي.

اکرام شاه عاصم زیاتوي: "دا تقریباً شل ښوونځي په کندهار کې جوړېږي، په ۱۱ ولسوالیو کې د دوه زره زده‌کوونکو د خوندیتوب ظرفیت لري او په شپږو میاشتو کې به کار ته چمتو شي."

یونېسف په مالي ملاتړ د دې ښوونځیو د ودانیو جوړولو لړۍ په سپین بولدک ولسوالۍ کې له ناوې سیمې څخه پیل شوه.

په دې سیمه کې تر اوسه د ښوونځي لپاره هېڅ تعلیمي ودانۍ نه وه او ماشومانو یې په آزاده فضا کې تر شنه اسمان لاندې یا هم په مسجدونو کې زده‌کړې کولې.

عطا محمد او حاجي عبدالغفور، چې د سپین بولدک ولسوالۍ د همدې سیمې اوسېدونکي دي، وایي چې د ښوونځیو د ودانیو په جوړېدو ډېر خوښ دي او د نورو پرمختیايي پروژو غوښتنه هم کوي.

په کندهار کې د شلو ښوونځیو لپاره د وداینو جوړولو چارې له سپین بولدک پیل شوي دي.

عطا محمد وايي: "موږ ډېر خوشحاله یو، ماشومان مو د سبقونو لپاره د ناستې ځای نه لري، زموږ علاقه ډېره ځپل شوې."

حاجي عبدالغفور وویل: "موږ د دې مکتبونو په جوړېدو خوشحاله یو، کوچنیان مو داسې ځای نه لري چې درس ووایي، ټوله ورځ جنګونه سره کوي."

په تېرو کلونو کې د جګړو، ناامنیو او غیرمتوازن انکشاف له امله د کندهار په ډېرو لېرې پرتو سیمو کې ښوونځیو ته ودانۍ نه دي جوړې شوي.

خلک هیله لري چې مرستندویه بنسټونه یې د ماشومانو د زده‌کړو لپاره مناسب تعلیمي چاپېریال برابر کړي.