د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۹

د کانکور ازموینې ته د ځوانانو کمه لېوالتیا او د کندهار د اوسېدونکو اندېښنې


ارشیف: په افغانستان کې د کانکور ازموینو له بهیره یو انځور
ارشیف: په افغانستان کې د کانکور ازموینو له بهیره یو انځور

د کندهار اوسېدونکي وايي، په‌دغه ولایت کې د عصري زده‌کړو کچه ورځ تر بلې ټيټيږي، چې دا چاره د دوی لپاره د سختې اندېښنې وړ ده.

دوی زیاتوي چې سږکال په کندهار کې د کانکور ګډونوال د تېرو کلونو په پرتله ډېر کم شوي وو، چې دا حالت د هغوی لپاره د اندېښنې وړ دی.

سږکال د کندهار د میلیونو اوسېدونکو څخه یوازې ۱۸۸۰ کسانو کانکور کې ګډون کړی و.

دا شمېر په تېرو کلونو کې ډېر زیات و، خو سږکال په بې‌ساري ډول کم شوی دی.
خلک وایي دا حالت د تعلیم په کچه کې د ښکته تګ نښه ده او ځوانان عصري زده‌کړو ته زړه نه ښه کوي.

د خلکو په خبره، د لوستو ځوانانو بې‌کاري، په ټوله کې د طالبانو د حکومت له‌خوا عصري زده‌کړو ته کمه پاملرنه، لوړو زده‌کړو ته د ځوانانو نه هڅول او یو شمېر نور هغه لاملونه دي چې له امله یې کانکور کې ګډونوال کم شوي او خلک عصري زده‌کړو ته زړه نه ښه کوي.

د کم ګډون لاملونه او وړاندیزونه

شمس کامران او نصیراحمد، چې د کندهار اوسېدونکي دي وايي چې، د عصري زده‌کړو د زیاتېدو لپاره باید حکومت په پراخه کچه هڅې وکړي او کورنۍ دې هم ځوانان لوړو زده‌کړو ته وهڅوي.

دوی زیاتوي، په لیرې پرتو سیمو کې باید نوي ښوونځي جوړ شي، لوستو ځوانانو ته کار پیدا شي او د عصري زده‌کړو د پرمختګ لپاره بېلابېل پروګرامونه جوړ شي.

د کانکور ازموینې یو مخکېنی انځور
د کانکور ازموینې یو مخکېنی انځور

شمس کامران وایي: "حکومت دې په لیرې پرتو سیمو کې نوي ښوونځیو جوړ کړي او د عصري زده‌کړو د پرمختګ لپاره دي بېلابېل پروګرامونه جوړ کړي دا پروګرامونه باید په هر اړخیز ډول پلان شي ترڅو د زده‌کړو کیفیت لوړ کړي."

نصیر احمد زیاتوي : "کورنۍ دې خپل اولادونه د لوړو زده‌کړو لپاره وهڅوي او هغوی ته دې د زده‌کړو ارزښت په ګوته کړي. "

اقتصادي او ټولنیزې اغېزې

ځوان فیضي او فضل‌احمد، چې د کندهار اوسېدونکي دي، وايي چې په تېرو درو کلونو کې نه یوازې دا چې عصري زده‌کړو لرونکو ځوانانو ته د کار زمینه نه‌ده برابره شوې، بلکې زیات شمېر خلک په بېلابېلو نومونو د ادارو څخه ليرې کړی شوي دي.

د دوی په خبره د طالبانو حکومت دې د لوستو ځوانانو لپاره د کار زمینې برابرې کړي ترڅو هغوی زده‌کړو ته زړه ښه کړي.

ځوان فیضي زیاتوي: "د کانکور په ازموینه کې د ځوانانو کم ګډون په حقیقت کې د خواشينۍ خبره ده، حکومت کولای شي د تعلیمي فعالیتونو لپاره د ملاتړ او هڅونې پروګرامونه جوړ او د کار فرصتونه زیات کړي."

شنونکې په کندهار کې د عصري زده‌کړو د کچې ټيټوالی د یو جدي بحران نښه بولي او وايي چې، دغه ډول وضعیت به د افغانستان راتلونکی له یوه ټولنیز بحران سره مخ کړي.

دوی د دې ستونزې د حل لپاره وړاندیز کوي چې د طالبانو حکومت، کورنۍ، او ټولنه په ګډه هڅې وکړي.

د دوی په خبره دا هڅې به نه یوازې د زده‌کړو کچه لوړه کړي، بلکې د ځوانانو راتلونکی به هم روښانه کړي.

  • 16x9 Image

    محمد صادق رښتينى

    صادق رښتینی (په انګرېزۍ کې: Sadiq Rishtinai) د ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال دی، چې د افغانستان له جنوبي ولایتونو راپورونه ورکوي. 

    نوموړی له ۲۰۱۰م کال راهیسې له ازادۍ راډیو سره کار کوي. 

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG