​د میدان وردګ خبریالان: طالبانو د ژوندیو موجوداتو پر عکاسۍ او فلم اخیستلو بندیز لګولی

ارشیف: په افغانستان کې له یوې خبري غونډې انځور

په کندهار او تخار ولایتونو کې پر عکاسۍ او فلم اخیستلو له بندیز وروسته اوس په میدان وردګو ولایت کې ځینې خبریالان وایي چې د طالبانو د حکومت لخوا د دغه ولایت سیمه‌ییزو رسنیو ته ویل شوي چې د "ژوندیو موجوداتو" له عکس او فلم اخیستلو دې ډډه وکړي.

د دې ولایت یو شمېر خبریالانو نن دوشنبه د اکټوبر ۱۴مه ازادي راډیو ته وویل چې د طالبانو حکومت تازه په دې ولایت کې پر رسنیو او خبریالانو د عکس او فلم اخیستو بندیز لګولی دی.

یو خبریال چې د موضوع د حساسیت له امله یې نه غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي، ازادي راډیو ته وویل چې د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست څو ورځې وړاندې خبریالانو سره په ناسته کې دې موضوع ته په کتو، له دوی د امربالمعروف قانون د تطبیق په برخه کې د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

هغه وايي: "شپږ ورځې وړاندې د میدان وردګو ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس له خبریالانو سره یوه ناسته درلوده او له دوی یې وغوښتل چې د امربالمعروف په نوي توشیح شوي قانون د تطبیق او خلکو ته یې د رسولو په برخه کې همکاري وکړي."

سره له دې چې شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې په تخار ولایت کې ځینو خبریالانو ازادي راډیو سره خبرو کې ویلي وو چې د طالبانو حکومت ورته د خبري ناستو د عکسونو او فلم اخیستلو اجازه نه ورکوي، خو دوی وایي چې اوس تازه د یکشنبې په ورځ په تخار ولایت کې د طالبانو د حکومت د امربالمعروف او نهی عن‌المنکر قانون د پلي کېدو کمېټې له خبریالانو د لیدو پر مهال په رسمي ډول دوی ته لارښوونه کړې چې له دې وروسته د عکس او ویډیو اخیستو اجازه نه لري.

په دې اړه نور: تخار کې پر ویډیو او انځور اخیستلو د طالبانو بندیزونه؛ خبریالان او د دوی ملاتړي بنسټونه یې اندېښمن کړي

ویل کېږي چې په دې ناسته کې د طالبانو د حکومت د استخباراتو د ریاست استازي، د اطلاعاتو او کلتور، د امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر وزارتونو او په تخار کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ چارواکو ګډون کړی و.

په تخار ولایت کې یو خبریال چې د موضوع د حساسیت له امله یې نه غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي، ازادي راډیو ته یې وویل چې پر رسنیو د تېرو محدودیتونو سربېره، اوس د طالبانو لخوا د عکس او فلم اخیستلو بندیز هم د دوی کار ستونزمن کړی دی.

هغه وویل: "کولای شم ووایم چې ټول شیان تصویر او ویډيو پورې تړلي دي، ځینې وخت چې موږ عکسونه اخلو کولای شو د عکس له مخې ووایو چې دا پېښه شوې، سند هم د عکس او ویډیو له مخې اخیستل کېږي چې اوس پر دې بندیز لګېدلی، نو نور څه پاتې نه دي، یوازې یو غږ پاتې دی چې کېدای شي هغه هم محدود شي."

د افغانستان د حبریالانو مرکز د طالبانو د حکومت لخوا پر رسنیو د محدودیتونو پر دوام د اندېښنې په څرګندولو په دغو ولایت کې د ژوندیو موجوداتو د عکس او فلم اخیستلو بندیز د بیان ازادۍ ځپل بولي او د دغه حکم د لغوه کولو غوښتنه کوي.

د افغانستان کې د خبریالانو د مرکز د اړیکو او عدالت غوښتنې کمېټې مشرې سمیې ولي‌زاده ازادي راډیو ته وویل: "د افغانستان د خبریالانو مرکز د بیان د ازادۍ او په افغانستان دننه د رسنیو د وضعیت له امله اندېښمن دی، دا د دې لامل شوي په افغانستان کې د بیان ازادۍ او اطلاع رسونې په برخه هیلې مړاوې او په ناهیلۍ بدلې شي. د افغانستان د خبریالانو مرکز د بیان پر ازادۍ او رسنیو د دغو ډول محدودیتونو د لغوه کولو غوښتونکی دی تر څو رسنۍ وکولای شي چې بېرته خپلې قانوني ازادۍ ترلاسه کړي."

د افغانستان کې د خبریالانو د مرکز د اړیکو او عدالت غوښتنې کمېټې مشره سمیه ولي‌زاده

په میدان وردګو ولایت کې د طالبانو د حکومت د والي ویاند وحیدالله سروري ازادي راډیو سره دا ادعاوې رد کړې او وې ویل چې تراوسه په دې اړه پرېکړه نه ده شوې.

د طالبانو حکومت تر دې وړاندې په کندهار ولایت کې د امربالمعروف او نهی عن‌المنکر قانون د تطبیق کمېټې په نوم جوړولو سره د ورته اقدام اعلان کړی و.

د یادونې ده چې د طالیانو حکومت په کندهار ولایت کې د ملي تلوېزون فعالیت هم د ژوندیو تصویرونو د خپرولو له امله درولی و چې وروسته یې درسنیو او خبریالانو د ملاتړو بنسټونو غبرګونونه راوپارول.