یو‌‌ان‌ايچ‌سي‌ار: د امربالمعروف قانون د افغان ښځو رواني فشارونه ډېر کړي

طالبانو د دغه قانون د جدي تطبيق خبر ورکړی

د کډوالو لپاره د ملګروملتونو عالي کمېشنري وايي، د طالبانو د امربالمعروف او نهي عن‌‌المنکر قانون په هېواد کې پر ښځو رواني فشارونه لاپسې زیات کړي دي.

یو‌‌ان‌ايچ‌سي‌ار وايي، د طالبانو د امربالمعروف او نهي عن‌المنکر تازه قانون چې، له‌مخې یې د خلکو پر شخصي چلند، حرکت او لباس محدودیتونه لګول شوي، هغه فشارونه یې زیات کړي چې په افغانستان کې ښځې ورسره مخامخې دي.

یاد سازمان په خپل تازه راپور کې چې د پنج‌شنبې په ورځ (د اکتوبر په ۱۰مه نېټه) د رواني روغتیا نړیوالې ورځ په مناسبت خپور شو ویلي، د دې قانون له اعلان وروسته ډېری مېرمنې د نا هیلۍ، خپګان او غوسې احساس کوي.

د طالبانو حکومت د تېرې اګسټ میاشتې په ۲۱مه د امربالمعروف او نهي عن‌المنکر نوی قانون اعلان کړ چې، ۴ فصلونه او ۳۵مادې لري او په ۱۳مه ماده کې یې د ښځو د ټول بدن پټول "لازمي" بلل شوي او د قانون په ټکو "د فتنې له وېرې" د ښځو مخ پټول هم اړین دي.

په‌ قانون کې دغه‌شان د ښځو غږ هم عورت بلل شوی دی او له‌مخې یې ښځې حق نه‌لري چې سندرې ووايي او ان په لوړ غږ نعتونه ووایي یا قرأت وکړي.

د طالبانو حکومت د تېرې اګسټ میاشتې په ۲۱مه د امر بالمعروف او نهي عن‌المنکر نوی قانون اعلان کړ.

د یو‌‌ان‌ايچ‌سي‌ار په راپور کې دغه‌شان راغلي، رواني اضطراب له نیمایي څخه ډېر افغانان اغېزمن کړي او په هرو پنځو کسانو کې یو یې د رواني روغتیا له جدي ستونزو سره مخ دی.

په ياد راپور کې د روان کال له پیل راهیسې د رواني ناروغانو په شمېر کې ۴۰ تر ۵۰سلنه زیاتوالی ښودل شوی، چې د ښځو او نجونو په وړاندې د محدودیتونو او د کورني تاوتریخوالي زیاتېدل او د عامو خلکو خراب اقتصادي وضعیت د دې زیاتوالي اصلي لاملونه بلل شوي دي.

"د دوی دا قانون داسې دی چې ځینې ښځې او نجونې د دې قانون له امله ناهیلې شوي او د دوی پر روح او روان یې بد اغېز کړی
يوه ښځينه خبرياله

دا داسې مهال ده چې تازه ملګروملتونو افغانستان لپاره د بشري حقونو شورا د ځانګړي راپور ورکونکي ریچارډ بېنیټ څخه غوښتي، چې د بشري حقونو د شورا راتلونکې غونډې لپاره په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت او په ځانګړې توګه د طالبانو د امربالمعروف او نهي عن‌المنکر د نوي قانون په اړه راپور چمتو کړي.

هم‌مهاله د افغان نجونو، ښځو او بشري حقونو په برخه کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري هم د جمعې په ورځ (د اکتوبر په ۱۱مه) په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، د طالبانو د خطرناکو او سختو پالیسیو له امله، افغانان په ځانګړي توګه ښځې او نجونې د رواني روغتیا ویجاړونکي بحران سره مخ دي.

په ورته وخت کې یوشمېر افغان نجونې او مېرمنې هم وايي، د طالبانو حکومت د امربالمعروف او نهي عن‌المنکر تازه قانون رواني ستونزې ورپیدا کړي دي.

یوه ښځینه خبریاله چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته وزګاره شوې او نه‌غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډيو ته یې وویل: "د دوی دا قانون داسې دی چې ځینې ښځې او نجونې د دې قانون له امله ناهیلې شوي او د دوی پر روح او روان یې بد اغېز کړی، ان ځینې ځان‌وژنې ته اړې شوي، ما باندې یې هم ډېر اغېز کړی، کله چې یوازې و اوسم له ځان سره خبرې کوم."

په دې اړه نور: ملګري ملتونه: د افغان مېرمنو پر وړاندې د طالبانو ځپونکې تګلارې د جوړ شوي پلان برخه ده

د کابل ښار اوسېدونکې زلفا محمدي چې پر زده‌کړو د طالبانو حکومت له بندیز وروسته یې یوازینی شوق او مصروفیت د انځور اخیستل و، ازادي راډيو ته یې وویل چې د طالبانو له نویو بندیزونو وروسته نه‌شي کولای چې په‌دې برخه کې کار ته دوام ورکړي.

هغه وايي: "دا د دې لامل کېږي چې په افغانستان کې زموږ روحي او رواني وضعیت لا زیان وګوري او موږ د سختۍ او شرایطو تر اغېز لاندې راشو، دا په خپله ډېره یوه لویه ستونزه او افغان مېرمنو ته د لا زیان رنځ ورکول دي."

مخکې هم یوشمېر نړیوالو سازمانونو د ښځو پر وړاندې د طالبانو حکومت د بندیزونو له امله په دوی کې د رواني ناروغیو د زیاتوالي په اړه اندېښنه ښودلې وه.

د جنسيتي برابرۍ او د ښځو د پياوړتیا لپاره د ملګروملتونو دفتر یا (UN Women) د روان کال په زمري میاشت کې ویلي و چې، په افغانستان کې د ښځو د رواني سلامتيا کړکېچ مخ په پراخېدو دی.