د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۴ تله ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۴

ملګري ملتونه: د افغان مېرمنو پر وړاندې د طالبانو ځپونکې تګلارې د جوړ شوي پلان برخه ده


په افغانستان کې د طالبانو تر حاکمیت لاندې د ښځو وضعیت
په افغانستان کې د طالبانو تر حاکمیت لاندې د ښځو وضعیت

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د طالبانو ځپونکې تګلارې په دقیق ډول د جوړ شوي پلان یوه برخه بولي.

د افغان ښځو او نجونو د وضعیت په اړه د اندېښنو په دوام د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې "UN women" د ښځو پر وړاندې د طالبانو تګلارې غندلي او دا یې له سیاسي او ټولنیز ژوند څخه د دوی د لرې کولو لپاره په دقیق ډول د جوړ شوي پلان برخه بللې ده.

دغې ادارې پرون پنج‌شنبه د اکتوبر ۳مه په خپلې ايکس‌پاڼه د افغان ښځو د وضعیت په اړه په خپور کړي راپور کې اندېښنه ښودلې چې طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته داسې فرمانونه پلي کړي چې "د ښځو د حقونو د بې ساري کړکېچ" لامل شوي دي.

"په اوس کې ښځو ته د اضافي وګړو په توګه کتل کېږي او اصلاً داسې ارزښت نه ورکول کېږي چې دوی هم د دې ټولنې برخه دي،
د بلخ يوه اوسېدونکې

د راپور په ټکو د لګول شویو محدیتونو له امله افغان مېرمنې له زیاتېدونکې انزوا او ناهیلۍ سره مخامخ شوي او په ورته وخت کې د جدي رواني ستونزو له کبله د ځان‌وژنې د پېښو کچه هم مخ پر ډېرېدو ده.

د ملګروملتونو د ښځو څانګې په راپور کې له نړیوالې ټولنې په ټینګارغوښتنه شوې چې په افغانستان کې د وضعیت د ښه کېدو لپاره د ښځو د حقونو له بنسټونو ملاتړ وکړي.

یوشمېر افغان مېرمنې او د دوی د حفونو فعالانې هم وايي، د مخ پر زیاتېدونکو محدویتونو له کبله یې ژوند له کړاوه ډک دی او د ښې راتلونکې لپاره هیلې نه‌لري.

د بلخ ولایت یوه اوسېدونکې چې نه‌غواړي نوم یې په راپور کې یاد شي ازادي راډیو ته یې وویل: "په اوس کې ښځو ته د اضافي وګړو په توګه کتل کېږي او اصلاً داسې ارزښت نه ورکول کېږي چې دوی هم د دې ټولنې برخه دي، د هغوی غږ نه اورېدل کېږي او ورځ تربلې ښځې د تیارو لورو ته بیول کېږي."

طالبانو د ښځو پر راټولېدنه او اعتراضونو هم سخت بنديز لګولی او ډېری معترضې مېرمنې يې نيولي هم دي.
طالبانو د ښځو پر راټولېدنه او اعتراضونو هم سخت بنديز لګولی او ډېری معترضې مېرمنې يې نيولي هم دي.

د ښځو د حقونو فعاله مسعوده کوهستانۍ هم وايي، وضعیت له هغې هم خراب دی چې په راپور کې یې یادونه شوې ده.

نوموړې وايي: "دا ډول راپورونه له تریخ حقیقت څخه خالي نه‌دي، روان وضعیت نه یوازې په ما او زما په څېر پر نورو مېرمنو بلکې په اکثرو خلکو یې له رواني او ذهني پلوه ډېر بد اغېز کړی دی، دوی (طالبانو) موږ ته څه پرېښودل؟ له زده‌کړو نیولې او ان د ژوند له هر ډول لومړني حقونو، ټول یې له موږ اخيستي، هر څه مو له لاسه ورکړي او هيڅ هیله نه‌لرو."

طالبانو پر افغانستان تر بیاځلي واکمنۍ وروسته د نجونو او ښځو په زده‌کړو او کار د بندیز په ګډون ګڼ محدودیتونه لګولي دي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د ملګرو ملتونو د ښځو د څانګې د تازه راپور او د ښځو د ناوړه وضعیت په اړه د ازاي راډیو پوښتنې ځواب نه‌کړې، خو وړاندې طالب وياندویانو او چارواکو په وار وار ادعاوې کړي چې د ښځو په ګډون د ټولو افغانانو حقونه د دوی په ټکو د اسلامي شریعت په چوکاټ کې خوندي دي، هغه ادعا چې افغان مېرمنو او نړیوالو ته د منلو نه‌ده.

د یادونې ده چې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش هم د تېرې سپټمبر میاشتې په ۲۴مه د ملګروملتونو په ۷۹يمې کلنۍ سرمشریزه کې ویلي وو چې په افغانستان کې قوانین د ښځو او نجونو د سیستماتیکې ځپنې لپاره کارول کېږي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG