د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۳ وږی ۱۴۰۵ کابل ۰۶:۵۵

یوایس‌آی‌پي: د طالبانو د امر بالمعروف قانون د يو شمېر طالب چارواکو له مخالفت سره مخ دی

د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن‌المنکر وزارت
د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن‌المنکر وزارت

د امریکا د سولې انستیتیوت وايي، د طالبانو د امربالمعروف او نهي عن‌المنکر نوی قانون چې د ښځو پر جامو، تګ راتګ او عامه حضور باندې پراخ محدودیتونه وضع کوي، د افغان دیني عالمانو، مدني او پراخې اسلامي ټولنې او ان پخپله د طالبانو له مخالفت سره مخ دی.

یاد انستیتوت د پنج‌شنبې په ورځ (د اکتوبر په ۳مه نېټه) د "دیني مشران او مدني ټولنه د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن‌المنکر قانون سره مخالفت کوي" په نوم د یوه راپور په خپرولو سره ویلي، د طالبانو ترمنځ د دې قانون د تطبیق په اړه د خپل‌منځي اختلافاتو د زیاتېدو نښې لیدل کېږي.

راپور کې د سپټمبر په لومړیو کې د افغانستان شمال او لوېدیځ کې اتو ولایتونو ته د طالبانو د مشر ملا هبت‌الله اخندزاده غیر معمولي سفر ته په اشارې سره ویل شوي، چې دا د سیمه‌ییزو چارواکو او قومي مشرانو ترمنځ د مخ په زیاتېدونکي اختلافاتو د حل لپاره هڅې ښيي.

د امریکا د سولې انستیتیوت زیاتوي، د راپورونو له‌مخې، د طالبانو حکومت ګڼو واليانو د امر بالمعروف او نهي عن‌المنکر قانون له پلي کولو ډډه کړې او همداشان په ۲۰۲۰ کال کې د دوحې په تړون کې د طالبانو د مرکچي پلاوي مشر او د بهرنیو چارو وزارت مرستیال شیرمحمد عباس ستانکزي هم په عامه توګه د ښځو پر وړاندې د دې بندیزونو په خلاف خبرې کړي دي.

راپور کې دا هم راغلي چې د دې قانون د پلي کولو لپاره د طالبانو هڅې به نه یوازې د خلکو مقاومت لاپسې زیات کړي، بلکې خپل‌منځي شخړې به په ډاګه کړي چې کېدای شي د دوی واک له ګواښ سره مخ کړي.

خو د سیاسي چارو افغان کارپوه احمد سعیدي وايي، که څه هم د طالبانو تر منځ اختلافات لیدل کېږي، خو دومره نه‌دي چې د دوی پر واک اغېز وکړي.

نوموړی وايي: "پرته له شکه هغه فرمانونه چې ملا هبت‌الله لاسلیکوي او اعلانوي، ډېری طالب چارواکي ورسره موافقت نه‌لري، لکه څنګه چې افغانان او نړۍ ورسره موافقت نه‌لري، د هبت‌الله شاوخوا ته یوه محدوده کړۍ ده چې دا قوانین مني، د طالبانو ترمنځ مخالفت شتون لري، خو دومره نه‌دي چې د دوی برخلیک بدل کړي."

د بشري حقونو او مدني ټولنې فعاله رقیه ساعي بیا وايي: "د یوشمېر هغه قوانینو پر وړاندې چې د طالبانو د غیبي رهبر له‌خوا صادریږي، یوشمېر طالبان مخالفت لري خو بیا هم دوی طالباني ایډيالوژي لري او دا په هر صورت کې خطرناکه ده."

د طالبانو حکومت د تېرې اګسټ میاشتې په ۲۱مه د امر بالمعروف او نهي عن‌المنکر نوی قانون اعلان کړ.
د طالبانو حکومت د تېرې اګسټ میاشتې په ۲۱مه د امر بالمعروف او نهي عن‌المنکر نوی قانون اعلان کړ.

د طالبانو حکومت د تېرې اګسټ میاشتې په ۲۱مه د امر بالمعروف او نهي عن‌المنکر نوی قانون اعلان کړ.

دغه قانون چې ۴ فصلونه او ۳۵مادې لري په ۱۳ماده کې یې د ښځو د ټول بدن پټول "لازمي" بلل شوي او د قانون په ټکو "د فتنې له وېرې" د ښځو مخ پټول هم اړین دي.

په‌ قانون کې دغه شان د ښځو غږ هم عورت بلل شوی دی او له‌مخې یې ښځې حق نه‌لري چې سندرې ووايي او ان په لوړ غږ نعتونه ووایي یا قرأت وکړي.

د طالبانو حکومت دا نوی قانون د نړیوالې ټولنې او افغانانو له توندو غبرګونونو سره مخ شوی، خو طالبانو یې پر بشپړ پلي کېدو ټینګار کړی دی.

راپور له دې برخې دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG