د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۷ تله ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۱

په افغانستان کې د ښځو سربېره پر نارینه‌وو هم د اعلان شویو قوانینو پلي کول جدي شوي


د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن‌المنکر وزارت
د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن‌المنکر وزارت

د کابل ښار اوسېدونکی ګل رحمان وايي، سلمان ورته ږیره نه ده جوړه کړې.

هغه یې د لامل په اړه وویل: "زه سلماني ته لاړم، غوښتل مې چې ږیره اصلاح کړم، سلمان زما ږیره جوړه نه کړه، ما ترې پوښتنه وکړه چې ولې؟ ویل یې چې امربالمعروف راځي دوکان بندوي، جریمه کوي مې او زنداني به مې هم کړي. دا ستونزې په وروستیو کې د افغانستان په ټولو ولایتونو کې پیدا شوي دي."

د کابل ښار په دوصد فامیلو سیمه کې یو سلمان چې نه غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي، په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "له هغې راهیسې چې اسلامي امارت کوم قوانین وضع کړي، د پخوا په پرتله زموږ کارونه ډېر کم شوي، خلک هم د پخوا په څېر نه راځي او دې مسئلې زموږ پر کاروبار ډېر تاثیر کړی دی."

د طالبانو حکومت د امربالمعروف او نهی عن‌المنکر په نوي قانون چې په کې د ښځې غږ او صورت عورت بلل شوی او پراخ کورنی او بهرني غبرګونونه یې راپارولي، په نارینه‌وو هم ځینې محدودیتونه په کې شامل دي چې د امریکايي ورځپاڼې واشنګټن پوسټ د یو تازه راپور پر بنسټ اوس جدي شوي دي.

واشنګټن پوسټ پرون یکشنبه په یوه راپور کې ویلي چې پلازمېنه کابل کې دولتي کارکوونکي د ږيرې پرېښودلو ته اړ ایستل شوي او اکثره سلمانۍ د ږيرې له کمولو ډډه کوي.

ارشیف: په کابل کې یو سلماني د یوه کس د ږیرې کمولو پر مهال
ارشیف: په کابل کې یو سلماني د یوه کس د ږیرې کمولو پر مهال

ورځپاڼې ویلي، ټیکسي چلوونکي له محرم پرته د ښځو د انتقال پر مهال پوښتل کېږي او یو شمېر کسان چې د جماعت لمانځه ته نه ځي، دروازې یې ورټکول کېږي.

دا محدودیتونه پخوا هم و، خو واشنګټن پوسټ لیکلي چې تېرو څو اوونیو کې پراخ او جدي شوي دي.

ورځپاڼې د طالبانو د یوه پخواني ملاتړي خبرې راخیستي چې وايي، پخوا یې د طالبانو ملاتړ کاوه، خو له تازه محدیتونو وروسته یې له ملاتړه لاس اخیستی او په دې فکر دی چې څنګه له هېواده ووځي.

په ورته وخت کې یوه بل کس هم دغې امریکايي ورځپاڼې ته ویلي چې دی په دې پیښمانه دی چې ولې دومره موده چپ پاتې شوی او لا له وړاندې یې د طالبانو له لوري د وضع شویو محدیتونو مقابل کې غږ نه دی پورته کړی.

د طالبانو حکومت د امربالعمروف او نهی عن‌المنکر په نوي قانون چې ټول څلور فصلونه او ۳۵ مادې لري د تېرې اګست میاشتې په ۲۱مه د طالبانو حکومت د عدليې وزارت په رسمي جریده کې خپور شوی، په شلمې ماده کې یې راغلي چې موټر چلوونکي دې د موسیقۍ له غږولو او د بې حجابه ښځو له لېږدولو ډډه وکړي.

د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر قانون
د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر قانون

دغه شان د دغه قانون په ۲۲ماده کې پر جماعت د لمانځه پر اداکولو او د قانون په ټکو د اسلامي شریعت پر خلاف د وېښتانو په نه جوړولو او همدا راز له غیرمسلمانو سره د صورت او سیرت له ورته‌والي منعه شوې ده.

د طالبانو حکومت د دغه د قانون په توشېح کېدو سره د امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر وزارت محتسبینو ته دا اختیار ورکړ چې د سپارښتنو د نه عملي کېدو په صورت کې سرغړوونکي توقیف کولی شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG