د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۳ تله ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۲

د خبریالانو د ملاتړ بنسټونه: طالبانو په ژوندۍ بڼه په سیاسي خپرونو او بحثونو بندیز لګولی


ارشيف
ارشيف

د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ سازمان وایي، د طالبانو حکومت په هېواد دننه رسنیو کې په ژوندۍ بڼه په سیاسي خپرونو او بحثونو بندیز لګولی دی.

په افغانستان کې پر رسنیو او خبریالانو د طالبانو حکومت له لوري د سانسور او محدودیتونو د ادعاوو په دوام، د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ سازمان وایي، طالبانو آن په ژوندۍ بڼه په رسنیو کې پر سیاسي خپرونو او بحثونو بندیز لګولی دی.

د دغه سازمان مشر حامد عبیدي د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو سره خبرو کې دا ادعا هم کړې چې د طالبانو حکومت ان د رسنیو سیاسي بحثونو ته "دخپل باور وړ" شنونکي او مېلمانه ور معرفي کړي چې دغه سازمان یې د افغانستان د بیان ازادۍ سخت سانسور او جدي بندیز بولي.

عبیدي زیاتوي: "د رسنیو مدیرانو سره چې کومه جلسه جوړه شوې وه، له دوی په کې غوښتل شوي، هغه مېلمانه (شنونکي) چې د حاکمې ادارې خلاف خبرې کوي، دوی دې بحثونو ته نه راغوښتل کېږي، دغه شان هغه سیاسي خپرونې یا ګردي مېزونه چې په ژوندۍ بڼه خپرېږي، تر ډېره حده دې هڅه وکړي چې ثبتي شي او قطعاً هغه کسان چې د دوی نظام خلاف خبرې کوي، ونه بلل شي."

د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ سازمان مشر حامد عبیدي
د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ سازمان مشر حامد عبیدي

د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ سازمان پرون یکشنبه د سپټمبر ۲۲مه په دې اړه یوه خبرپاڼه هم خپره کړې چې په کې یې له ټولو هغو بنسټونو چې د بیان ازادۍ، رسنیو او بشري حقونو ملاتړ کوي، غوښتل شوي چې د طالبانو د حکومت خبرپاڼه په ټکو "د دې ځپوونکو پرېکړو پر وړاندې کلک او قاطع دریځ" غوره کړي.

په افغانستان کې دننه په کابل او ځینو ولایتونو کې د رسنیو ځینو مسوولانو او د سياسي خپرونو چمتو کوونکو د موضوع د حساسیت له امله په راپور کې د نوم، د رسنۍ د نوم او مشخص ځای نه معلومولو او غږونو بدلولو په شرط ازادي راډیو سره خبرو کې دا موضوع تایید کړې چې د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو کلتور وزارت د ځینو رسنیو مسوولان وړمه ورځ ورغوښتي وو او د دغو مسایلو په اړه یې ورسره خبرې کړي دي.

دوی دا هم تاییدوي چې اوس په بحثونو کې ورسره اکثریت مېلمانه او مرکچیان یې د طالبانو د حکومت په خوښه دي.

د یوې رسنۍ مسوول وايي: څه موده مخکې د اطلاعاتو او کلتور وزارت رسنیو ته یو نوملړ ورکړی چې دغه دغه کسان دې سیاسي بحثونو ګردیو مېزونو ته راوغواړي او د هغوی پرته نور راغوښتلی نه‌شي.

له دې ډلې د یوې رسنۍ مسوول ازادي راډیو ته وویل: "څه موده مخکې د اطلاعاتو او کلتور وزارت رسنیو ته یو نوملړ ورکړی چې دغه دغه کسان دې سیاسي بحثونو ګردیو مېزونو ته راوغواړي او د هغوی پرته نور راغوښتلی نه‌شي، آن خپلو چارواکو ته یې په کې رسنۍ مشخصې کړي، هغه رسنۍ چې له هېواده بهر دي، دوی دې بحثونو کې ورسره ګډون نه کوي څو دوی په دې ډول هم رسنۍ او هم خپل چارواکي تر کنټرول لاندې ونیسي نو دغه محدودیت وضع کړي."

د دوی له ډلې یو دا هم وویل چې اوس یې د همدې محدودیتونو له امله آن د سیاسي بحثونو اوخپرونو فعالیتونه بند کړي.

هغه وویل: "موږ چې سیاسي خپرونې نه لرو، دلیل یې دا دی چې حاکمه ډله یا حکومت زموږ په سیاسي خپرونو کې لاسوهنه کوي او نه مو پرېږدي چې په ازاده توګه سیاسي خپرونې ولرو او سیاسي شنونکي دلته راوبلو."

دوی وایي، آن ډېری وخت د خپرونو موضوعات یې د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او کلتور، امربالمعروف او نهث عن‌المنکر وزارتونو او استخباراتو ریاست په خوښه ټاکل کېږي او په خبره یې دوی د طالبانو د حکومت د دغو ادارو له اجازې پرته نه شي کولای پروګرامونه جوړ او خپاره کړي.

ازادي راډیو د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ سازمان او د رسنیو د مسوولانو او کارکوونکو د دغو ادعاوو په اړه د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وپوښت، خو د راپور تر خپرېدو یې پوښتنې ځواب نه کړې.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد

د یادونې ده چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته په تېرو درېیو کلونو کې وخت په وخت پر رسنیو او خبریالانو د بېلابېلو محدودیتونو او دبیان ازادۍ د سانسور شکایتونه او ان د خبریالانو د نیولو او شکنجو راپور ورکړل شوي دي.

خو د طالبانو حکومت تل ادعا کړې چې د اسلامي شریعت او ملي ګټو په چوکاټ کې د بیان ازادۍ ته ژمن دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG