د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۷ تله ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۴

افغانستان کې پر یوټیوبرانو د محدودیتونو او فشارونو زیاتوالی؛ ځینې یې د بندي کېدو او ګواښونو یادونه کوي


له ارشیفه د یوه یوټیوب چینل تصویر
له ارشیفه د یوه یوټیوب چینل تصویر

د طالبانو حکومت په دې وروستیو کې په افغانستان کې پر یوټیوبرانو، په ځانګړې ډول پر ښځینه یوټیوبرانو محدودیتونه زیات کړي دي.

که څه هم په تېرو درېیو کلونو کې په افغانستان کې پر رسنیو او خبریالانو د طالبانو له زیاتېدونکي محدودیتونو سره سره د یوټیوب چینلونو په چټکۍ سره وده کړې، خو په دې وروستیو کې یو شمېر افغان یوټیوبران ادعا کوي چې د طالبانو له‌خوا ګواښل شوي او آن بندیان شوي دي.

د دوی په ټکو د امنیتي ګواښونو او د طالبانو د محدودیتونو له امله ان د خپل هېواد پرېښودو ته اړ شوي دي.

یوه مېرمن چې ماه نور نعیمي نومېږي، په افغانستان کې د "کابل فینس" او "افغان انسایډر" په ګډون د یوټیوب د بېلابېلو چینلونو لپاره د خپرونو وړاندې کوونکې وه.

مېرمن نعیمي، چې په دې وروستیو کې یې خپل یوټیوب چینل جوړ کړی، ادعا کوي چې هغه او همکاران یې د طالبانو له‌خوا نیول شوي او ګواښل شوي او دا اړه شوې چې یوه ګاونډي هېواد ته کډواله شي.

مېرمن نعیمي وايي: لومړی امر بالمعروف له موږ څخه څېړنه وکړه او وروسته استخباراتو هلکان یې د دوه دوه نیمو اوونیو لپاره نیولي وو او نجونې دوه ورځې زنداني وې.

نوموړې ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل: "کله چې موږ د خپرونې د ثبت په حال کې وو، راغلل او موږ یې له ځانه سر یووړو او زنداني یې کړو، لامل یې هم دا و چې ولې له تاسو سره هلکان کار کوي، باید محرم وي، لومړی امر بالمعروف له موږ څخه څېړنه وکړه او وروسته استخباراتو هلکان یې د دوه دوه نیمو اوونیو لپاره نیولي وو او نجونې دوه ورځې زنداني وې."

ماه نور، چې نه غواړي د امنيتي ستونزو له امله د خپل يوټيوب چينل نوم او د همکارانو هويت په ډاګه کړي، زياته یې کړه چې د طالبانو له‌خوا د کابل ښار له اتمې حوزې نيول شوي دي.

په کابل کې یوه بله ښځینه یوتیوبره چې نه غواړي د امنیتي ستونزو له امله نوم یې په راپور کې واخیستل شي، ادعا کوي چې طالبانو په یوټیوب کې د هغې فعالیتونه بند کړي او خپرونې یې ورته درولي دي.

د دې په خبره، د طالبانو حکومت، د امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر د نوي قانون له اعلان وروسته پر دې او نورو يوټيوبرانو په ځانګړې توګه پر ښځينه يوټيوبرانو محدوديتونه زيات شوي دي.

هغه زیاتوي: "زه پخوا خبریاله وم، اوس یوه یوټیوبره یم، فعلاً هېڅ ډول فعالیت نه شم کولای، طالبانو زموږ فعالیتونه درولي او اوس د دوی د قانون له مخې آن زموږ غږ هم عورت بلل شوی دی."

د طالبانو حکومت د تېر اګست په ۲۱مه د امربالمعروف او نهی عن‌المنکر نوی قانون اعلان کړ چې څلور فصلونه او ۳۵ مادې لري، د دغه قانون په ۱۳مه ماده کې په بشپړه توګه د ښځو د بدن او مخ پټول لازمي او غږ یې عورت بلل شوی دی.

ازادي راډیو له یو شمېر نورو افغان یوټیوبرانو سره هم خبرې کړي چې د نوم نه ښودلو او غږ نه خپرولو په شرط یې په تېره یوه میاشت کې په افغانستان کې د یوټیوبرانو د بندیزونو، ګواښونو او نیول کېدو زیاتوالی تایید کړی دی.

د یوټیوب شبکې انځور
د یوټیوب شبکې انځور

د ازادي راډیو خبریالې هڅه وکړه څو د دغو ادعاوو او اندېښنو په اړه د طالبانو حکومت نظر هم واخلي، خو د دوی د استخباراتو، امر بالمعروف او د اطلاعاتو او کلتور وزارت مسوولانو په دې اړه پوښتنو ته ځواب ونه وایه.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې هم د طالبانو حکومت له‌خوا د افغان یوټیوبرانو د نیولو او شکنجه کولو راپورونه ورکړل شوي او ځینو یې طالبان د دوی په سانسورولو تورن کړي دي.

پر افغان یوټیوبرانو دې محدودیتونو د رسنیو ملاتړي بنسټونه هم اندېښمن کړي دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د اړیکو او عدالت غوښتنې کمېټې مسوولې سمیې ولي زاده ازادي راډيو ته وویل: "له بده مرغه یو شمېر کسانو چې د یوټیوب چینلونه جوړ کړي، د طالبانو رژیم ته د تبلیغ لپاره د یوه ټریبون په شان دي او یو شمېر هغه کسان چې واقعیتونه بیانوي په ځانګړي توګه ښځې، د طالبانو له‌خوا پرې فشار راوړل کېږي او ګواښل کېږي چې دا د اندېښنې وړ دی."

د یادونې ده چې طالبانو د تېر هجري لمریز کال د تلې مياشتې په لومړیو کې د افغان یوټیوبرانو لپاره نوې کړنلاره جوړه کړه چې له مخې یې دوی ته د فعالیتونو د دوام اجازه ورکړل شوې وه.

د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتو معين مهاجر فراهي هغه وخت ویلي وو چې دوی د یوټیوب او رسنیو فعالیتونه څاري او له دې وروسته به هغه کسانو ته د یوتیوب د فعالیت جواز ورکړل شي چې د ژورنالېزم په برخه کې تحصیلي اسناد او تجربه ولري چې په ټکو یې باید د "ملي ګټو، اسلامي ارزښتونو او افغاني کلتور" په پام کې نیولو سره فعالیت وکړي.

د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتو معين مهاجر فراهي
د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتو معين مهاجر فراهي

دا په داسې حال کې ده چې واشنګټن پوسټ تر دې مخکې په یوه راپور کې لیکلي وو چې د طالبانو حکومت په افغانستان کې د انفلوینسرانو "د یوټیوب اغېز لرونکو" او وېډیو بلاګرانو یوه ټولنه جوړوي او په دې لټه کې دی چې د افغانستان یو مثبت انځور او په زړه پورې لید وړاندې کړي څو د میلیونونو انلاین لیدونکو پام ځانته واړوي.

  • 16x9 Image

    ثنا کاکړ

    ثنا  کاکړ(په انګرېزۍ کې: Sana Kakar) د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو خبریاله چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.  

XS
SM
MD
LG