د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۳

پر افغان يوټیوبر اجمل حقیقي د طالبانو په زندان کې څه تېر شوي؟


اجمل حقیقي
اجمل حقیقي

اجمل حقیقي چې یو له افغان موډل او یوټیوبرانو دی، له خپلو څو تنو ملګرو سره د طالبانو له بنده ازاد شو.

ښاغلي حقیقي تېره شپه پر خپل یوټیوب چینل په یوې خپرې شوې ویډیو کې وویل، د طالبانو له زندانه ډېرې خاطرې لري او اوس مهال له ګڼو عصبي فشارونو او کړاونو سره مخ شوی.

هغه ادعا وکړه ښايي دا ستونزې یې د زندان د ناوړه اغېزو له امله وي.

"زه یو څه د عصبي ستونزو سره مخ شوم نه پوهېږم چې دا ستونزې او فشار په زندان که د ډېر تشویش له امله دي که څنګه

نوموړي وويل: "زه یو څه د عصبي ستونزو سره مخ شوم نه پوهېږم چې دا ستونزې او فشار په زندان که د ډېر تشویش له امله دي که څنګه خو له کورنۍ د لرې والي درد او د دې ترڅنګ ذهني ناروغۍ چې راته پېښې شوې، کېدای شي د هغې له امله به وه؛ خو په زړه کې ډېرې خبرې لرم چې غواړم تاسو ته یې وکړم."

د ویډیو په پیل کې لیدل کېږي چې ښاغلی حقیقي ژاړي، خو بیا وايي، دا اوښکې یې له زندانه د ازادۍ له امله دي او په دې خوښ دی چې یو ځل بیا په خپل ویډیويي شبکه کې راڅرګند شو.

هغه زياته کړه، چې د طالبانو د حکومت په محاکمه کې بې ګناه ثابت شو او له خپلو ملګرو سره یو ځای له ۱۹۵ ورځنۍ بند وروسته ازاد شو.

نوموړي وویل چې عميد ارمان او عبيدالله مجيدي له ده سره يو ځاى د طالبانو له زندانه خوشې شول، خو غلام سخي چې د ده په وينا ذهني ستونزه یې درلوده، له نيول کېدو څو ورځې وروسته ازاد شوی وو.

د طالبانو د حکومت په محاکمه کې بې ګناه ثابت شو او له خپلو ملګرو سره یو ځای له ۱۹۵ ورځنۍ بند وروسته ازاد شو.

اجمل حقیقي او ملګري يې اسلامي مقدساتو ته د سپکاوي په تور د کابل په پلچرخي زندان کې د طالبانو د استخباراتو په مرکزي دفتر کې بنديان وو.

دی په خپله خپره شوې ویډیو کې ډېر په احتیاط غږېدلی او یوازې د زندان له درد او خفګان یادونه یې کړې، خو وايي چې نه غواړي د زندان له ترخو خاطرو او شکنجو په اړه خبرې وکړي.

هڅه مو وکړه چې له اجمل حقیقي سره هم خبرې وکړو، خو بریالي نه شو.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو په زندانونو کې د خبريالانو د وهلو ټکولو عکسونه او ويډيوګانې خپرې شوې دي او يو شمېر نورو کسانو چې د طالبانو د حکومت له خوا نيول شوي او بنديان دي له افغانستان څخه تر وتلو وروسته د طالبانو په زندانونو کې د شکنجه کولو خبره کړې ده.

خو د طالبانو حکومت تل دا او دې ته ورته نور تورونه رد کړي دي.

اجمل حقیقي او ملګري یې د روان کال د جون په میاشت کې د طالبانو د حکومت له خوا وروسته له هغه ونیول شول چې د هغه په یوټیوب کې یوه ويډيو خپره شوې وه، چې د طالبانو په وینا، اسلامي مقدساتو ته په کې سپکاوی شوی دی.

افغان یوټیوبر اجمل حقیقي د طالبانو د حکومت له بند څخه تر ازادېدو وروسته ویلي دي چې په افغانستان کې به پاتې شي او خپلو فعالیتونو ته به په لږ توپیر دوام ورکړي.

XS
SM
MD
LG