د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۴ تله ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۵۴

افغانستان

د امریکا د استازو جرګې یو شمېر غړو افغانستان ته د مالي مرستو د بندولو هڅې پیل کړي

د امریکا د کانګرس ودانۍ
د امریکا د کانګرس ودانۍ

د جمهوریپالو د استازو یوه ډله غواړي چې یوه نوې لایحه وړاندې کړي چې پر اساس یې افغانستان ته د امریکا ټولې مالي مرستې په دې خاطر درېږي چې هغوی اندېښنه لري چې دا پیسې د طالبانو لاس ته ورځي

د جمهوریپال ګوند استازي جوش بریچین، چې دا لایحه یې وړاندیز کړې، فاکس نیوز ته وویل، د بایډن او د هغه د مرستیالې ادارې له لوري له افغانستانه د ګډوډ وتلو له کبله افغانستان د طالبانو لاس ته ولوېد او اوس داسې برېښي چې د دوی د مالیه ورکوونکو ډالر د طالبانو په ګټه کارول کېږي.

ده ټینګار وکړ چې دې قانون ته اړتیا ده څو ډاډ ترلاسه شي چې د امریکایي مالیه ورکوونکو ډالر نور د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان کې په غیر مسوولانه ډول نه کارول کېږي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

کرکټ بورډ: ابراهیم ځدراڼ او مجیب‌الرحمن تر درملنې لاندې دي

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې مخکښ لوبغاړی ابراهیم ځدراڼ
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې مخکښ لوبغاړی ابراهیم ځدراڼ

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې دوه مخکښ لوبغاړي ابراهیم ځدراڼ او مجیب‌الرحمن د ټپونو له امله تر درملنې لاندې دي.

افغان کرکټ بورډ لیکلي، ابراهیم ځدراڼ د لندن په یوه روغتون کې د خپلې پښې د ښنګري عملیات ترسره کړي چې د اړونده ډاکترانو له لوري ورته د لسو اوونیو د ارام سپارښتنه شوې ده.

دغه راز د کرکټ بورډ رسنیزې څانګې رسنیو ته ویلي، مجیب‌الرحمن چې له تېرو څو میاشتو راهیسې د ښي لاس د ګوتو ترمنځ ټپونه لري د لا ښې درملنې په موخه نن هندوستان ته لېږل شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د راتلونکې چمپینز ټرافۍ لپاره چې د ۲۰۲۵م کال په دوهمې میاشت کې به ترسره شي په تیاریو بوخته ده.

فوټسال؛ افغانستان له پاراګوای سره سیالي لري

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله سبا چهارشنبه په نړیوال جام کې له پاراګوای سره لوبه لري.

د دوی لوبه د نړیوال جام د ۱۶غوره لوبډلو په پړاو کې ترسره کېږي.

د فوټسال نړیوال جام په ازبکستان کې روان دی.

افغانستان د نړیوال جام په مقدماتي دور کې له خپل ګروپه د درېیم ټیم په حیث د ۱۶ غوره ټیمونو پړاو ته لار موندلې.

افغان لوبډلې په ګروپي دور کې انګولا ته ماته ورکړې وه، خو له اوکراین او ارجنتاین یې ماته خوړلې وه.

که افغانستان د پاراګوای په ماتولو بریالی شي کوارټرفاینل یا د اتو غوره ټیمونو ته لار پیدا کوي.

دا لومړی وار دی چې د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله په نړیوال جام کې لوبېږي.

کابل-جلال اباد پر لویه لاره ترافیکي پېښې؛ یو تن مړ او تر ۵۰ ډېر نور ټپیان شوي

ارشیف
ارشیف

د کابل-جلال اباد پر لویه لار د لغمان ولایت په اړونده ساحه کې په ترافیکي پېښو کې یو تن مړ شوی او تر ۵۰ ډېر نور ټپیان شوي دي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس پرون دوشنبې خبر ورکړ چې دا پېښې د یکشنبې په ورځ د موټرچلوونکو د بې احتیاطۍ له کبله شوي دي.

د طالبانو د ترافیکو لوی ریاست پر اساس، د سږ کال په لومړیو شپږ میاشتو کې ۱۲ سوه افغانان په ترافیکي پېښو کې مړه شوي او تر ۴زره ډېر نور ټپیان شوي دي.

په افغانستان کې اکثره ترافیکي پېښې د لارو د خرابوالي، د ترافیکي اشارو د کموالي او له ترافیکي قوانینو سره د موټرچلوونکې د نه بلدتیا له کبله کېږي.

د افغانستان د تېر نظام دوه افسران د امریکا په یوه سیند کې ډوب او مړه شوي

د امریکا د ایریزونا د سیند یوه څنډه
د امریکا د ایریزونا د سیند یوه څنډه

د افغانستان د پخوانۍ ملي اردو دوه افسران د متحدو ایالتونو د ایریزونا د شیپ کراسنګ د سیمې په سالټ ریفر نومي سیند کې ډوب او مړه شول.

۲۵ کلن عبدالمصور خالقي او ۲۷ کلن سلیمان نثاري ، چې د ۲۰۲۱م د اګست په ۱۵ د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته امریکا ته کډوال شوي وو، د تېرې چهارشنبې په ورځ په سیند کې ډوب شول.

په ایریزونا کې د کډوالو د مرکز موسس جولیانا لارسن د فونیکس فاکس ۱۰ رسنۍ ته وویل چې نثاري او خالقي، چې د تره زامن وو، له طالبانو راوتښتېدل، خو دلته له دې تراژیدۍ سره مخامخ شول.

تاجکستان: افغانستان او ازبکستان ته مو د څه باندې ۸۲ میلیون ډالرو په ارزښت برښنا صادره کړې

ارشیف: په تاجکستان کې د برښنا مزي
ارشیف: په تاجکستان کې د برښنا مزي

تاجکستان وايي، د سږ کال له جنورۍ تر اګست میاشتې پورې یې افغانستان او ازبکستان ته یې د څه باندې ۸۲ میلیون ډالرو په ارزښت برښنا صادره کړې ده.

د تاجکي رسنیو د راپور له مخې، تاجکستان، دا اندازه د تېر کال د ورته مودې پرتله درې اعشاریه درې یا نږدې درې میلیون ډالره کمه ده.

د دې مودې په لړ کې، د تاجکستان د برښنا تولید شاوخوا ۱۵.۴ میلیارد کیلو واټ ساعتونو ته رسېدلی، چې له دې څخه شاوخوا یو میلیارد کیلوواټ ساعته، یعنې شپږنیم سلنه صادره شوې ده.

د برښنا ۸۰ سلنه صادرات افغانستان او پاتې ۲۰ سلنه یې ازبکستان ته شوي دي.

تاجکستان د ۲۰۲۴م کال لپاره له دغو دواړو هېوادونو سره د برښنا د صادراتو په اړه یو تړون لاسلیک کړ.

تاجکستان خپل لوېدیځ ګاونډي ازبکستان ته یوازې په دوبي برښنا صادروي، خو افغانستان ته ډېره برښنا په مني او ژمي کې صادروي.

افغانستان تر اویا سلنه ډېره مصرفي برښنا له ګاونډیو هېوادونو په تېره بیا ازبکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ایران څخه واردوي.

په افغانستان کې پر نارینه‌وو هم محدودیتونه او بندیزونه جدي شوي

د طالبانو د امرباالمعروف او نهی عن‌المنکر وزارت
د طالبانو د امرباالمعروف او نهی عن‌المنکر وزارت

د طالبانو د حکومت له‌خوا د امرباالمعروف او نهی عن‌المنکر د قانون تر توشیح کېدو وروسته پر ښځو سربېره پر سړیو هم محدودیتونه او بندیزونه جدي شوي دي.

واشنګټن پوست پرون یکشنبه په یوه راپور کې ویلي چې پلازمېنه کابل کې دولتي کارکوونکي د ږيرې پرېښودو ته اړ ایستل شوي او اکثره سلمانۍ د ږيرې له کمولو ډډه کوي.

دوی ویلي، ټیکسي چلوونکي له محرم پرته د ښځو د انتقال پر مهال پوښتل کېږي او یو شمېر کسان چې د جماعت لمانځه ته نه ځي، دروازې یې ورټکول کېږي.

دا محدودیتونه پخوا هم و، خو واشنګټن پوست لیکلي چې تېرو څو اوونیو کې پراخ او جدي شوي دي.

طالبانو د تېرې اګست میاشتې په وروستیو کې د امر بالمعروف د قانون په توشیح کېدو سره محتسبانو ته دا اختیار ورکړ چې د سپارښتنو د نه عملي کېدو په صورت کې سرغړونکی توقیف کولی شي.

دغه قانون که څه هم په کور دننه او بهر له یو شمېر غبرګونونو سره مخامخ شو، خو طالبانو یې ننګه وکړه او وې ویل، هغه کسان چې دا غبرګونونه ښيي، له اسلامه نه دي خبر.

د تېر جمهوري نظام سرتېری "عیسی خان لغمانی" په یوه ګاونډي هېواد کې له بې برخلیکۍ شکایت کوي

ارشیف: د افغانستان د تېر جمهوري نظام سرتېري
ارشیف: د افغانستان د تېر جمهوري نظام سرتېري

د افغانستان د پخوانۍ ړنګې شوې اردو یو غړی عیسی خان لغمانی په یوه ګاونډي هېواد کې له بې برخلیکۍ شکایت کوي.

عیسی خان په ۱۳۹۴ کال کې د افغانستان د ملي شورا پر ودانۍ باندې شپږ بریدګر وژلي وو.

عیسی خان په خپله یوه تازه بیان کې چې په خواله رسنیو کې ډېرمنعکس شوی ویلي: "بدبختانه زما ژوند دلته په خطر کې ده، غیر قانوني ژوند کوم، پاسپورټ نه لرم. که سبا ورځ مې ونیسي دا دولت مې ډيپورټ کوي او هلته مې ستونزې ډېرېږي."

عیسی خان لغمانی د خلکو تر منځ په "ټق چپه کو" اصطلاح مشهور دی هغه خبرې چې ده د بریدګرو له وژلو وروسته کړې وې.

د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د افغانستان د پخوانۍ اردو او امنیتي ځواکونو ګڼ غړي له افغانستان ووتل او په ګاونډيو هېوادونو په تېره پاکستان کې یې هم سر خوندي نه دی.

د ناروې کډوالو شورا په ایران کې افغان کډوالو ماشومانو ته د تعلیم زمینه برابروي

ارشیف: په ایران کې افغان زده‌کوونکي
ارشیف: په ایران کې افغان زده‌کوونکي

د ناروې د کډوالو شورا وايي، په ایران کې افغان کډوالو ماشومانو ته د تعلیم زمینه برابروي.

دې شورا په ایران کې د تلې یا میزان په لومړۍ د نوي تعلیمي کال د پيل په مناسبت دا خبره کړې ده.

په بیان کې راغلي چې ایران کې نږدې یو نیم میلیون افغان ماشومان اوسېږي.

ناروې شورا او څو نور بنسټونه له هغې ډلې "تعلیم تر ټولو لومړی" هغو افغان ماشومانو ته ټولګي پرانیستي چې له ښوونځیو پاتې دي.

په ایران کې کډوال ماشومان تر ډېره په عامه ښوونځیو کې نه نیول کېږي او ډېر کم شمېر یې خصوصي زده‌کړو ته لاسرسی لري.

سویلي افریقا په وروستۍ لوبه کې افغانستان ته ماتې ورکړه، خو لوبلړۍ افغانستان وګټله


د افغانستان او سویلي افریقا له لوبو یو انځور
د افغانستان او سویلي افریقا له لوبو یو انځور

د سویلي افریقا د کرکټ ملي لوبډلې د درې یو ورځنیو سیالیو د لوبلړۍ په وروستۍ سيالۍ کې د ۷ وېکټو په تفاوت افغانستان ته ماتې ورکړه، خو لوبلړۍ ۲ـ۱ افغانستان وګټله.

سیالي چې نن یکشنبه د سپټمبر په ۲۲مه نېټه د کابل پر وخت مازدیګر ۴:۳۰ نیمې بجې پیل شوې وه، افغانستان د پچې په ګټلو سره توپوهنه غوره کړه.

افغان لوبډلې د ټولو لوبغاړو تر سوځېدو وروسته په ۳۴ اورونو کې ۱۶۹ منډې وکړې.

په افغان توپوهونکو کې رحمن الله ګربز ۸۹ او الله محمدغضنفر ۳۱ ناسوځېدلې منډې وکړې.

د سویلي افریقا لپاره په توپ اچونه کې لونګي اینګېډي، پيټر او پیلیکوایو دوه ـ دوه لوبغاړي وسوځول.

سویلي افریقا ورکړل شوی هدف په ۳۳م اور کې د درې لوبغاړو تر سوځېدو وروسته بشپړ کړ.

په نننۍ سیالۍ کې سویلي افریقا ته ایډم مارکرم ۶۹ ناسوځېدلې منډې وکړې او خپله لوبډله یې بریا ته ورسوله.

د ویلو ده چې په دې لوبه کې د راشدخان، فضل حق فاروقي او ریاض حسن پر ځای عبدالمالک، فرید احمد او نوید ځدراڼ ته د لوبې چانس ورکړل شوی و.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG