د ملګرو ملتونو سازمان په عمومي اسمبله کې د افغانستان د رایې ورکولو د حق غوښتنه بیا رد کړه

د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلې د غونډې یو انځور

ملګرو ملتونو د دوهم ځل لپاره د دې سازمان په عمومي اسمبله کې د افغانستان د رای ورکولو د حق غوښتنه رد کړه.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمې استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق د یو بل کال لپاره د ملګرو ملتونو سازمان په عمومي اسامبله کې د دوهم ځل لپاره د رایې کارولو د حق په اړه د افغانستان د غوښتنې د ردولو پرېکړه مایوسوونکې بللې ده.

دا پرېکړه پرون د ملګرو ملتونو د کډې کمېټې په ۸۴مه ناسته کې تر رای‌ګیرۍ وروسته وشوه.

فایق پرون چهارشنبه د اکټوبر نهمه د ملګرو ملتونو د پنځمې کمېټې په دوهمه عمومي غونډه کې د وینا پر مهال افغانستان ته د معافیت ورکولو موضوع ته په اشارې ویلي، روان کړکېچ او د طالبانو د موثرې حکومتولۍ د نشتوالي له کبله رامنځته شوي سخت سیاسي، ټولنیز او اقتصادي وضعیت د ملګرو ملتونو پر وړاندې د دې هېواد د مالي مکلفیتونو د پوره کولو توان له لاسه ورکړی دی.

نوموړي وویل: "موږ د (ایل دوه او سي پنځه ای) پرېکړه‌لیک په طرحې د عمل او د مشارکت کمېټې د راپور او د ۱۹مې مادې له مخې د معافیت اړوند د افغانستان د غوښتنې په اړه هوکړې ته د نه رسېدو په هدف خپل سخت اعتراض او ژور خفګان څرګندوو، د قانع کوونکو دلیلونو سره سره چې موږ د هغو سختو واقعیتونو پر بنسټ وړاندې کړي چې افغانستان ورسره اوسمهال مخ دی، له بده مرغه زموږ غوښتنې له پامه غورځول شوي دي."

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمې استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق

نوموړي په دې برخه کې د کمېټې په پرېکړه نیوکه وکړه او وې ویل چې دا پرېکړه د سیاسي ملحوظاتو تر اغېز لاندې ده، خو نصیر احمد فایق غوښتنه وکړه چې په دې پرېکړه دې له سره غور وشي.

ملګرو ملتونو د روان ۲۰۲۴م کال د مې میاشتې په ۱۲مه اعلان وکړ چې د دې سازمان په عمومي اسمبله کې یې د رایې کارولو حق په موقت ډول ځنډولی دی.

دغه سازمان په یوه اعلامیه کې ویلي وو چې د ملګرو ملتونو د منشور د ۱۹مې مادې له مخې یې هر غړی هېواد چې له دوو کلونو یا له هغې زیاتې مودې راهیسې یې خپل حق العضویت نه وي ورکړی، په عمومي مجمع کې د رایې ورکولو حق له لاسه ورکوي.

د یاد سازمان د معلوماتو پر بنسټ، افغانستان د تېر ۲۰۲۲م او ۲۰۲۳م کلونو د حق العضویت د نه ورکولو له درکه د یاد سازمان پوروړی دی.

د ملګرو ملتونو سازمان د غړیتوب کلنۍ اندازه دو لکه ډالره دی.

د ملګرو ملتونو عمومي اسمبله کې د رایې اخیستنې له بهیره یو انځور

طالبانو که څه هم په وار وار په ملګروملتونو کې د څوکۍ غوښتنه کړې، خو دا چې د طالبانو حکومت تر اوسه د نړۍ د هیڅ هېواد له لوري په رسمیت نه‌دی پېژندل شوی، لا هم په ملګروملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ چوکۍ د تېر جمهوري نظام له استازي سرپرست نصیر احمد فایق سره ده.

نوموړي د دې سازمان د پنځمې کمېټې په دوهمه غونډه کې په افغانستان کې اوسنیو روانو ستونزو ته په اشارې وویل، په افغانستان د طالبانو له واکمنۍ سره په‌دې هېواد کې بشري ناورین لا پسې ژور شوی او د طالبانو واکمنۍ ۹۷ سلنه افغانان له بې‌وزلۍ سره مخ کړي دي.
نوموړي دغه‌شان وویل، له زرو ډېرې ورځې کېږي چې طالبانو افغان نجونې او ښځې له زده‌کړو او کاره منع کړي افغان مېرمنې د جنسیتي تبعیض سره مخ دي.

فایق په افغانستان کې د عدالت پر بنسټ د یو مسوول او ټولشموله حکومت په جوړېدو ټینګار وکړ او وې ویل داسې چې له مخې یې د بشري حقونو کرامت ته درناوی او په ټولو برخو کې د ښځو ګډون او له ترهګرۍ سره مبارزه یې په سر کې وي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د فایق د دغه څرګندونو په اړه د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه کړې، خو وړاندې تر دې یې په افغانستان کې د طالبانو حکومت ټولشموله بللې او د ښځو د کار او زده‌کړو موضوع یې د دې هېواد کورنۍ موضوع بللې ده.