د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۵ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۶

افغانستان کې د خوړو کړکېچ؛ یونېسف: په خوراځواکۍ اخته نږدې درې نیم لکه ماشومان په روغتونونو کې بستر شوي


ارشیف: په هلمند کې په خوارځواکۍ اخته ماشومان تر درملنې لاندې ديو
ارشیف: په هلمند کې په خوارځواکۍ اخته ماشومان تر درملنې لاندې ديو

په افغانستان کې په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو د لوړ شمېر او د وضعیت په اړه اندېښنو سره هممهاله، ماشومانو نه د ملګرو ملتونو سازمان د ملاتړ وجهي صندوق یا یونېسیف وايي چې په روان کال کې په خوارځواکۍ اخته نږدې درې نیم لکه افغان ماشومان د درملنې لپاره په روغتونونو کې بستر شوي دي.

يونېسف پرون د سپتمبر په ٢٢مه پر خپله ايکس‌پاڼه ليکلي چې د دې ماشومانو د علاج لپاره ځانګړي مقوي خواړه خورا مهم دي او تینګار کوي چې یوازې د ملګرو ملتونو اړوند ادارې په افغانستان کې دا ډول خواړه چمتو کوي.

په افغانستان کې يو شمېر کورنۍ چې ماشومان يې په خوارځواکۍ اخته دي، وايي چې د اقتصادي ستونزو له امله نه شي کولای څو سم او قوي خواړه برابر کړي.

په کندز ولایت کې د دو ماشومانو مور چې نه غواړي نوم یې راپور کې واخیستل شي، وايي، د زېږون فاصله یې تر منځ کمه وه، دواړه په خوارځواکۍ اخته دي او نه‌شي کولى د خراب اقتصادي وضيعت له امله يې په دوامداره توګه په روغتون کې بستر کړي.

په کندز کې یوه مېرمن وايي: دوه ماشومان مې په خوارځواکۍ اخته دي، يو يې يو کلن دى بل درې، ځکه چې شير په شير و، مخکې مې دنده درلوده کولى مې شول چې شیدې ورته واخلم سم يې تغذيه کړم، خو چې بى‌کاره شوم ونه‌شو چې سم يې تغذيه کړم.

هغې ازادي راډيو ته وويل: "دوه ماشومان مې په خوارځواکۍ اخته دي، يو يې يو کلن دى بل درې، ځکه چې شير په شير و، مخکې مې دنده درلوده کولى مې شول چې شیدې ورته واخلم سم يې تغذيه کړم، خو چې بى‌کاره شوم ونه‌شو چې سم يې تغذيه کړم، بسکېټ مې ورکول، اخر په خوارځواکۍ اخته شول، روغتون ته مې چې یووړل، يوه دوه د تغذيې مواد ورکوي بيا هېڅ نه وي متوجه، دوه ورځې مې مشر ماشوم چې درې کلن دى بستر کړ، خو نور ونه‌شو بېرته مې کورته راوړ."

امېد په کابل کې د يو پنځه کلن ماشوم پلار دى چې زوى يې په خوارځواکۍ اخته دى.

هغه وویل: "زوى مې مخکې چې کله يو کلن و، چاغک و، اوس ډېر ډنګر شوى او ورځ په ورځ ډنګرېږي، روغتون ته مې بولى و، لاس کې بند ورته واچوه، لاس‌بند يې نورمال نه و، ويل يې چې خوارځواکى دى، شنه شنه پاکټو کې يې ويټامين ورکړل او بستر دى."

د پکتيا ولايت په سيمه‌یيز روغتون کې هم ډاکتران وايي چې دې روغتون کې د بستر شويو ماشومانو شمېر ډېر شوى دی.

د پکتيا په سيمه‌ييز روغتون کې د ماشومانو متخصص ډاکتر رحمان‌الله ځدراڼ وايي: "ماشومان زيات دي، په اوسط ډول د پکتيا په سيمه‌یيز روغتون کې د ورځې تر څلوېښت، پنځه څلوېښت ماشومان مونږ بستر لرو، دا شمېر بيا په ژمي کې کمېږي، ځکه ځينې کوچيان کډه کوي، بل ځاى ته ځي، نو شمېر يې پنځه وېشتو ته رسېږي. په اوسط ډول که ووایو مياشت کې تر زر دولس سوو ماشومانو ته رسېږي چې يوازې زمونږ روغتون ته مراجعه کوي."

نوموړى وايي د هغو ماشومانو شمېر چې بسترېږي نه، خو د دوى روغتون ته راځي د ورځې تر اويا اتيا کسانو لوړ دى.

نوموړى زياتوي، په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو د زياتېدو لامل اقتصادي ستونزې او نورو داخلي ناروغۍ په اړه د عامه پوهاوي کموالى دى چې د خوارځواکۍ لامل کېږي.

له دې مخکې د روغتیا نړیوال سازمان یا "ډبلیوایچ‌‌‌او" ویلي وو چې په افغانستان کې د خوړو د نه خونديتوب د زياتېدونکي ناورين په پايله کې له پنځو کلونو کم عمره نږدې درې میلیونه افغان ماشومان د خوارځواکۍ له ګواښ سره مخامخ دي چې د دې سازمان په وینا، له دې ډلې شاوخوا اته‌نیم لکه د خوارځواکۍ له ډېر جدي حالت يا شديدې خوارځواکۍ سره لاس او ګرېوان دي.

ارشیف: د افغانستان سویل کې په خوارځواکۍ اخته ماشوم
ارشیف: د افغانستان سویل کې په خوارځواکۍ اخته ماشوم

دا په داسې حال کې ده چې د خوړو نړیوال پروګرام یا "ډبلیوایف‌پي" د اګست مياشتې ٢٦مه په یوه راپور کې ويلي وو چې د بودیجې د ډېر کمښت له امله به په افغانستان کې تر يو ميليون ډېرې ښځې او ماشومان به د تغذيې په برخه کې له مرستو برخمن نه‌شي.

ياد پروګرام خبردارى ورکړى و چې د بودیجې د کمښت تر ټولو لوى زيان به په افغانستان کې ښځو او ماشومانو ته ورسېږي.

د غې ادارې مخکې ویلي وو، دوی اداره کولای شي په افغانستان کې له هرو درېیو خوارځواکو ماشومانو څخه یوازې یو ماشوم ته مرستې ورسوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG