د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۵ تله ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۹

سږ کال په افغانستان او پاکستان کې د پولیو مثبتې پېښې زیاتې شوي


ارشیف: په هلمند کې د پولیو ضد واکسین له کمپاینه یو انځور
ارشیف: په هلمند کې د پولیو ضد واکسین له کمپاینه یو انځور

راپورونه ښيي چې سږ کال په افغانستان او پاکستان کې د پولیو مثبتې پېښې زیاتې شوي دي.

سږ کال تر دې دمه په افغانستان کې د پولیو ۲۲ پېښې شوي او دا په داسي حال کې ده چې په پاکستان کې سږ کال تراوسه پورې د پولیو ۲۸ پېښې ثبت شوي دي.

په پاکستان کې دا د تېر کال په نسبت څلور چنده زیات دی.

د پوليو د مخنيوي نړيوال نوښت په خپل تازه راپور کې ويلي چې روانه اونۍ د افغانستان په کندهار او هلمند ولايتونو کې درې نور ماشومان په پوليو يا ګوزڼ ويروس اخته شوي دي.

دغه نوښت تېره اوونۍ په راپور کې وویل چې په افغانستان کې سږ کال کې تراوسه د پوليو د مثبتو پېښو شمېر ۲۲ ته رسېدلی دی.

په افغانستان کې تېر کال شپږ ماشومان ګوزڼ وهلي وو چې ټول یې د ننګرهار ولایت وو.

په پاکستان کې اکثره پېښې افغانستان ته په نژدې بلوچستان کې شوي دي.

ارشیف: په پاکستان کې د پولیو واکسین له کمپاینه یو انځور
ارشیف: په پاکستان کې د پولیو واکسین له کمپاینه یو انځور

د پاکستان د پولیو د مخنیوي

اداره وايي چې په روان ۲۰۲۴م کال کې د پولیو تر ټولو زیاتې، یعنې ۱۵ پېښې په بلوچستان کې ثبت شوې دي.

پر دې سربېره د ګوزڼ اووه پېښې په سند ايالت، دوې په خیبر پښتونخوا او يوه، يوه پېښه په پنجاب ايالت او پلازمېنې اسلام اباد کې ثبت شوې دي.

دا په داسي حال کې ده چې په پاکستان کې تېر کال د پولیو د ۶ پېښو راپور ورکړل شوی و.

په پاکستان کې له پولیو سره د مبارزې د ادارې د مسوولانو په وینا، ناامني، او د ځینو کورنیو له لوري د خپلو ماشومانو د نه واکسین کولو له کبله د پولیو پېښې ډېرې شوي دي.

روغتیاپالان وايي، که په یو کس کې د پولیو ویرس موجود وي نو په فضله موادو کې یې له بدن څخه خارجېږي او د ناپاکه اوبو په ویالو یا تر ځمکې لاندې د اوبو زېرمو ته سرایت کوي.

د ملګروملتو د یونېسف د پولیو د پروګرام پخوانی ویندوی او د عامه اړیکو ريیس ډاکتر سیدکمال په افغانستان او پاکستان کې د پولیو ویروس د ډېریدو د علت په اړه څو دلایل په ګوته کړل.

ډاکتر سیدکمال وايي: په افغانستان او پاکستان کې د پولیو د پېښو ډېرېدا ډېر علتونه لري؛ یو خو د پولیو پر ضد د واکسیناسیون د کمپاینونو کیفیت ښه نه وي، بل هلته د خلکو پوهاوی کم دی

هغه زیاته کړه: "په افغانستان او پاکستان کې د پولیو د پېښو ډېرېدا ډېر علتونه لري؛ یو خو د پولیو پر ضد د واکسیناسیون د کمپاینونو کیفیت ښه نه وي، بل هلته د خلکو پوهاوی کم دی، په ځانګړي ډول په هغو ساحو کې چې د پولیو پېښې په‌کې ډېرې ثبت کېږي، خلک خپل ماشومان د واکسیناسیون په هر دور کې نه واکسین کوي."

د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې په افغانستان کې په تېر سپټمبر میاشت کې چې د ماشومانو د ګوزڼ ویروس پر ضد کوم کمپاین په پام کې وو، د هغه کمپاین د پلي کېدو د بڼې پر سر د طالبانو د حکومت د مخالفت له امله لا تر اوسه نه دی پیل شوی او د کمپاین د پیلېدو لپاره کومه نوې نیټه هم نه ده ټاکل شوې.

د پوليو د مخنيوي نړيوال نوښت زياته کړې ده چې روانه اوونۍ يې د کندهار او هلمند په چاپېريال کې د پوليو ويروس درې محيطې نمونې موندلې دي.

دغه نړيوال نوښت تېره مياشت ويلي وو چې په اګست مياشت کې يې د کابل، کندهار او هلمند په چاپېريال کې د پوليو ويروس پنځه محيطې نمونې موندلې وې.

روغتیاپالان وايي چې پوليو يوه ويروسي ناروغي ده چې درملنه نه ‌لري او يوازې واکسين کولاى شي چې ماشومان له دې ناروغۍ وژغوري.

هغوی ټینګار کوي چې تر پنځو کلونو کشر ټول ماشومان باید هر ځل د پولیو د کمپاين پر مهال واکسین شي.

دا مهال په نړۍ کۍ افغانستان او پاکستان هغه دوه هېوادونه دي چې لا هم پولیو په‌کې محوه شوی نه ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG