د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۸

په کندهار کې د پولیو دوه مثبتې پېښې ثبت شوي


ارشیف: په کندهار کې یو واکسیناتور ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین تطبیقوي.
ارشیف: په کندهار کې یو واکسیناتور ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین تطبیقوي.

په کندهار کې د ګوزڼ یا پولیو دوه نورې مثبتې پېښې ثبت شوي دي.

د افغانستان په سویل کې د پولیو پر ضد د مبارزې دفتر وايي، په کندهار ولایت کې د پولیو یا ګوزڼ دوه تازه مثبتې پېښې ثبت شوي دي.

یاده اداره کې یوې سرچینې د خپل نوم او غږ نه خپرولو په شرط ازادي راډيو ته وویل، د پولیو دغه دوه تازه پېښې د کندهار ولایت په ارغستان او شاه‌ولي کوټ ولسوالیو کې ثبت شوي دي.

سرچینې زیاته کړه چې له دې سره په کندهار کې د پولیو مثبتې پېښې څلورو ته ورسېدې چې درې یې تایید شوي او یوه پېښه لا تایید شوې نه ده، خو په ماشوم کې د ګوزڼ نښې لیدل شوي دي.

د امریکا غږ هم د پولیو پر ضد د مبارزې دفتر د یوه روغتیايي سرچینې په حواله دا دوه پېښې تایید کړي او ویلي دي، دا دوه ماشومان د پنځو او څلور نیمو کلونو دي او له پاکستانه د بېرته راستنو شویو کورنیو په ډله کې وو.

ارشیف: په کندهار کې یوه واکسیناتوره د ماشومانو د پولیو ضد واکسین د تطبیق پر مهال
ارشیف: په کندهار کې یوه واکسیناتوره د ماشومانو د پولیو ضد واکسین د تطبیق پر مهال

د امریکا غږ په خپل راپور کې چې د جمعې په ورځ یې خپور کړی، د سرچینې په حواله ویلي، له یادو ماشومانو څخه د ګوزڼ ناروغۍ طبي نمونې څو اوونۍ وړاندې د څېړنې لپاره اخیستل شوې وې، چې پایلې یې پرون روښانه شوې.‌

د ازادي راډیو خبریالې هڅه وکړه چې په ګوزڼ د اخته ماشومانو له کورنیو سره وغږېږي، خو د راپور تر خپرېدو بریالۍ نه شوه.

د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان هم په کندهار کې د پولیو د تازه پېښو په اړه ازادي راډیو ته څه ونه ویل، خو د پولیو د له منځه وړلو ملي بېړني عملیاتي مرکز په ایکسپاڼه کې لیکل شوي چې د دې مرکز رییس ډاکتر عبدالقدوس بریالي کندهار ته د خپل سفر پر مهال په پولیو د اخته ماشوم له کورنۍ سره هم لیدلي دي.

په ورته وخت کې دغه مرکز د پولیو واکسین د تازه کمپاین د پیلېدو خبر هم ورکړی او لیکلي یې دي چې دا کمپاین به د دوشنبې په ورځ د جون په اتمه د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې پیل شي او د کورنیو د ملاتړ غوښتنه یې کړې ده.

د پولیو ضد کمپاین لومړی پړاو د روان کال په ثور میاشت کې او دوهم پړاو یې بیا په جوزا میاشت کې ترسره شو.

په کندهار کې د ګوزڼ مثبتې پېښې په داسې حال کې ثبتیږي چې تر دې مخکې د روغتیا نړیوال سازمان اندېښنه څرګنده کړې وه چې له پاکستانه د افغان کډوالو بېرته ستنېدل د پولیو پر وړاندې د مبارې بهیر له ګواښ سره مخ کوي.

ارشیف: د افغانستان سویل کې ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین تطبیق شوی دی.
ارشیف: د افغانستان سویل کې ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین تطبیق شوی دی.

افغانستان او پاکستان هغه دوه هېوادونه دي چې تر اوسه د پولیو په له منځه وړلو کې نه دي بریالي شوي.

د روغتیا نړیوال سازمان د راپور له مخې په افغانستان کې د ۲۰۲۴م کال له پیل څخه د جون تر ۳۰مې د پولیو شپږ مثبتې پېښې ثبت شوې وې او په پاکستان کې یې بیا شمېر اته پېښې ښودل شوی.

د روغتیا نړیوال سازمان مخکې ویلي وو چې له پاکستانه د شاوخوا ۶۰۰زره افغان کډوالو ایستل به په افغانستان کې د پولیو پر ضد د مبارزې لاسته راوړنې له ګواښ سره مخ کړي.

يادې ادارې ویلي وو، د کډوالو په ډله کې شاوخوا هغه ۲۰۰ زره ماشومان هم شته چې د پوليو ضد واکسين څاڅکي يې نه دي اخيستي.

پولیو یوه ویروسي او لاعلاجه ناروغي ده چې اوسمهال یې د مخنیوي یوازینۍ لار د پولیو ضد واکسین تطبیق دی.

  • 16x9 Image

    ثنا کاکړ

    ثنا  کاکړ(په انګرېزۍ کې: Sana Kakar) د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو خبریاله چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.  

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG