د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۷ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۰۰

د افغانستان بېلابیلو ولایتونو کې د پولیو ضد واکسین کمپاین؛ طالبان: نږدې اته میلیونه ماشومانو ته واکسین تطبیقېږي


ارشیف: په افغانستان کې یوه واکسیناتوره یو ماشوم ته د پولیو ضد واکسین تطبیقوي.
ارشیف: په افغانستان کې یوه واکسیناتوره یو ماشوم ته د پولیو ضد واکسین تطبیقوي.

له "پوليو څخه د پاک افغانستان" Polio-Free Afghanistan" سازمان د افغانستان په بېلابیلو ولایتونو کې د پولیو واکسین د پېلېدو خبر ورکړی دی.

دې سازمان نن دوشنبه په خپله ایکسپاڼه له کورنیو غوښتي چې د یو خوندي او روښانه افغانستان لپاره خپل ماشومان واکسین کړي.

د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت ویلي چې دا څلور ورځنی کمپاین به د افغانستان په ۲۳ ولایتونو کې تطبیق شي.

د دغه وزارت ویاند شرافت زمان رسنیو ته په استولي غږیز پیغام کې ویلي: "نن د دوشنبې ورځ د ۱۴۰۳ لمریز کال د سرطان ۱۸مه د هېواد په ۲۳ ولایتونو کې د پولیو واکسین پیل شو. دغه کمپاین کې چې نېږدې اته میلیونه له پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ته به په کې واکسین وشي، څلور ورځې به دوام ولري."

ارشیف: د افغانستان سوېل کې د پولیو ضد واکسین له کمپاینه یو انځور
ارشیف: د افغانستان سوېل کې د پولیو ضد واکسین له کمپاینه یو انځور

یو شمېر افغان کورنۍ د دې کمپاين هر کلى کوي، وايي چې له ګوزڼ د ژغورنې په موخه به په ډېرې لېوالتيا خپل ماشومان واکسين کړي.

د ننګرهار ولايت د سپين غر ولسوالۍ يو اوسېدونکي سيد شاهد اتل ازادي راډيو ته وويل چې خپلو ماشومان یې واکسین کړل.

اتل وايي: "پوليو يوه ناعلاجه ناروغي ده، د همدې واکسين په واسطه زمونږ ماشومان له پوليو او له ټول عمر فلج‌والي څخه ژغورل کېږي."

د کونړ ولايت اوسېدونکې حمیدې هم ازادي راډيو ته وويل چې خپله دوه کلنه لمسۍ يې واکسين کړې ده.

هغه وايي: "اوس درې ساعته مخکې راغله، نجلۍ ويده وه، راويښه مو کړه، څاڅکي يې ورته واچول، واکسين ډېر ښه دی د مرض مخه نيسي، اولادونه مې غټ شوي، لمسۍ ته مې واچول."

خو له دې سره یو شمېر واکسيناتوران د کورنیو له سوړ چلند شکایات کوي وايي، ځینې یې په دې اړه بې غوره دي.

د دغو واکسیناتورانو له ډلې الفت‌الله محبزى ازادي راډيو ته وويل: "د رضاکارانو يوه عمده ستونزه دا ده چې کله دوى کور په کور کرځي کورنۍ ور ورته ژر نه‌ خلاصوي او ماشومان زر نه راباسي، د خلکو عامه پوهاوى کم دى د واکسين د ګټو په تړاو همدا يې لامل کېږي چې ماشومان يې په ګوزن اخته کېږي او دا ويروس په‌کې پاتې کېږي."

د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د وجهي صندوق یا یونېسف د پولیو د له منځه وړلو د پروګرام د عامه اړیکو پخوانی مسوول کمال شاه سيد ازادي راډيو سره په خبرو کې ادعا وکړه چې د پولیو واکسین په کمپاينونو کې د منظم سيستم د نشتوالي له امله ټولو ماشومانو ته واکسين نه رسېږي.

کمال شاه سید وايي: په افغانستان کې د پوليو ډېر کمپاينونه ترسره کې کېږي، خو له بده مرغه د کيفیت له لحاظه ډېرې نیمګړتيا وې لري.

هغه وايي: "کله چې دا ګواښ زيات وي او ماشومان پرې اخته کېږي تر ټولو ښه لار يې دا ده چې هلته باکيفيته کمپاينونه پيل شي، په افغانستان کې د پوليو ډېر کمپاينونه ترسره کې کېږي، خو له بده مرغه د کيفیت له لحاظه ډېرې نیمګړتيا وې لري چې په دې صورت کې هغه ماشومان چې واکسين ته ضرورت لري پاتې کېږي او هغوى چې يو ځل واکسين شوي بيا واکسينېږي."

د روغتیا نړیوال سازمان مخکې په‌دې اړه ویلي وو، هغوی چې په افغانستان کې خپلو ماشومانو ته له واکسین کولو ډډه کوي د پولیو د ویروس په خپرېدو کې ونډه لري.

دغه سازمان په افغانستان کې د پوليو د مثبتو او د چاپېريالي نمونو د زياتوالي په اړه اندېښنه ښودلې وه.

د روغتیا نړیوال سازمان دغه شان اندېښنه ښودلې چې له پاکستانه د افغان کورنیو په راستنېدو سره به د پولیو مثبتې پېښې زیاتې شي.

افغانستان او پاکستان هغه دوه هېوادونه دي چې تر اوسه د پولیو په له منځه وړلو نه دي بریالي شوي.

د روغتیا نړیوال سازمان د راپور له مخې په افغانستان کې د ۲۰۲۴م کال له پیل څخه د جون تر ۳۰مې د پولیو شپږ مثبتې پېښې ثبت شوې وې او په پاکستان کې یې بیا شمېر اته پېښې ښودل شوې وې.

د شنبې په ورځ د افغانستان په سویل کې د پولیو پر ضد د مبارزې دفتر یو سرچینې ازادي راډیو او یو شمېر نورو نړیوالو رسنیو ته ویلي وو چې په کندهار ولایت کې د پولیو یا ګوزڼ دوه تازه مثبتې پېښې ثبت شوي، خو د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان رسنیو ته په استولي غږیز پیغام کې ویلي چې سږکال له دوی سره په ټول افغانستان کې د پوليو کومه مثبته پېښه نه ده ثبت شوې.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG