د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۵ تله ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۵

یو شمېر افغانان د پولیو ضد واکسین د تطبیق کمپاین د درېدو له امله اندېښمن دي


ارشیف: په ننګرهار کې واکسیناتورانې د پولیو ضد واکسین کمپاین پر مهال
ارشیف: په ننګرهار کې واکسیناتورانې د پولیو ضد واکسین کمپاین پر مهال

په افغانستان کې یو شمېر کورنۍ په دغه هېواد کې کور په کور د پولیو ضد واکسینو د تطبیق کمپاین د درېدو له امله اندېښمنې دي.

که څه هم د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت په افغانستان د پولیو یا ماشومانو د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین د درولو په اړه راپورونه رد کړي، خو یو شمېر افغان کورنۍ د دې کمپاین د درېدو په تړاو خپاره شویو راپورونو اندېښمنې کړې دي.

د کابل ښار اوسېدونکې کریمه رحیم‌یار چې له پنځه کلنو کم عمره لمسیان لري، وایي چې د پولیو ضد واکسین کمپاین درول به افغان ماشومانو ته ستر ناورین رامنځته کړي.

کریمه رحیم یار وايي: زما لمسیان چې د لور مې درې او زوی مې پنځه ماشومان دي، که واکسین ورته ونه شي، فکر وکړئ چې څه به کېږي. زما هیله دا ده چې دا کمپاین ونه درول شي.

دې د سه شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل: "ماشومان له یوې خوا سم خواړه نه لري او له بلې خوا بیا چې سم واکسین ورته ونه شي، له سل سلنې نه ۹۹ سلنه یې حتما ګوزڼ وهي. زما لمسیان چې د لور مې درې او زوی مې پنځه ماشومان دي، که واکسین ورته ونه شي، فکر وکړئ چې څه به کېږي. زما هیله دا ده چې دا کمپاین ونه درول شي."

د تخار ولایت اوسېدونکې او د څلورو ماشومانو مور ماري امیري چې په خبره یې ټول ماشومان یې تر پنځو کلونو کم عمره دي، ازادي راډیو ته یې وویل: "دا د ماشومانو لپاره د هېواد راتلونکي دي، ډېره د اندېښنې وړ خبره ده، دا بهیر باید ونه درېږي، دغه ماشومانو تراوسه له دې نړۍ هېڅ نه دي لیدلي، نه دي خوړلي او که یې ګوزڼ ووهي هم به دوی هم به یې کورنیو ته یو رنځ وي."

ملګرو ملتونو د دوشنبې په ورځ ویلي چې طالبانو کور په کور پولیو ضد کمپاین او واکسین تطبیق درولی دی.

ټاکل شوې وه چې دغه سازمان په روانه میلادی میاشت کې د پولیو ضد د واکسین کمپاین پیل کړي.

له دې سره اسوشېټېډپرېس خبري اژانس د روغتیا نړیوال سازمان یا "ډبلیوایچ‌او" کې د یوې سرچینې په حواله راپور ورکړی چې طالبانو د کور په کور پولیو ضد واکسین کمپاین د تطبیق پر ځای لارښوونه کړې چې ماشومانو ته دې دا واکسین په جوماتونو کې وشي.

خو د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان د دو شنبې په ورځ رسنیو ته په استولې خبرپاڼه کې د پولیو ضد واکسین کمپاین د درېدو په اړه د راپورونه رد کړي دي.

په دې خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه کمپاین د درولو په اړه هېڅ رسمي لارښوونه نه ده شوې.

بلخوا په ننګرهار کې ځینو واکسیناتورانو ازادي راډیو سره خبرو کې وویل چې ماشومانو ته د ګوزڼ یا پولیو ضد واکسین په کلینیکونو کې روان دی.

ارشیف: په کندهار کې د پولیو ضد واکسین له کمپاینه یو انځور
ارشیف: په کندهار کې د پولیو ضد واکسین له کمپاینه یو انځور

خو په ننګرهار ولایت کې د پولیو ضد د کمپاین یو رضاکار چې د موضوع د حساسیت له امله یې نه غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي، ازادي راډیو ته یې وویل تر اوسه هم دا کمپاین نه دی پیل شوی.

هغه وايي: "دوه اوونۍ مخکې د ډبلیوایچ‌او له‌خوا رضاکارانو او سوپرویزرانو ته د پولیو کمپاین ټرېنېنګونه ورکړل شول، خو کمپاین لا نه دی پیل شوی ځکه چې د سیمه‌ییزو رضاکارانو په خبره حکومت له دې موسسې ټکس غواړي نو ځکه کمپاین بند شوی دی."

بلخو ځینې ډاکتران په افغانستان کې د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ د مخنیوي لپاره یوازېنۍ لار د واکسین تطبیقول بولي.

په جرمني کې مېشت افغان ډاکتر متین صافي ازادي راډیو ته وویل: "پولیو یوه خطرناکه ناروغي ده چې ماشومان یې له امله ټول عمر فلج او معیوبه پاتې کېږي، د دغې خطرناکې ناروغۍ تر ټولو اسانه مخنیوی په خپل وخت یې د واکیسن تطبیق کول دي. د افغانستان له عامې روغتیا وزارت نه هیله کوم چې د افغانستان ماشومانو ته دې د دې واکسین تطبیق کولو ته اجازه ورکړي."

پولیو لاعلاجه ناروغي ده، خو د واکیسن په تطبیقولو یې مخه نیول کېدای شي.

د روغتیا نړیوال سازمان په خبره، روان کال په ټول افغانستان کې د پولیو ثبت شویو مثبتو پېښو شمېر ۱۸ ته رسېدلی، په داسې حال کې چې تېر کال دا شمېر ۶ پېښې وې.

افغانستان او پاکستان په نړۍ کې یوازېني هېوادونه دي چې لا هم په کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو ناروغۍ مثبتې پېښې په کې ختمې شوې نه دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG