د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۱

ملګري ملتونه: طالبانو افغانستان کې د پوليو ضد واکسين کمپاين ځنډولی


ارشيف
ارشيف

ملګروملتونو نن دوشنبه ویلي، طالبانو په افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو ضد واکسین کمپاین ځنډولی دی.

د اسوشېټېډ پریس خبري اژانس د راپور له‌مخې، د روغتیا نړیوال سازمان یوه چارواکي چې له موضوع خبر و ویلي، چې د کور پر کور واکسین پر ځای ماشومانو ته په جوماتونو کې د واکسین د ورکولو سپارښتنه شوې ده.

د کمپاین د ځنډولو خبر داسې وخت خپرېږي، چې د ملګروملتونو ادارو په پام کې لرل چې په سپټمبر میاشت کې په افغانستان کې د پولیو ضد بل کمپاین پیل کړي.

د کور پر کور واکسین د کمپاین د ځنډولو دلیل نه‌دی وړاندې شوی او د طالبانو د حکومت کوم چارواکي د دې پرېکړې په باب تبصره نه‌ده کړې.

په نړۍ کې افغانستان او پاکستان هغه دوه هېوادونه دي چې لا هم د ماشومانو دغه ناروغي په‌کې ختمه شوې نه‌ده.

په وروستیو کې یوه مثبته پېښه په غزې تړانګه کې ثبت شوې، چې بېلابېلو بنسټونو ورباندې اندېښنه ښوولې ده.

په ګاونډي هېواد پاکستان کې د ګوزڼ یا پولیو ضد واکسین کمپاینونو باندې وخت ناوخت حملې کېږي.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي سږکال په افغانستان کې د پولیو د مثبتو پېښو شمېر ۱۸ ته رسېدلی، خو په تېر ۲۰۲۳م کال کې دغه شمېر یوازې ۶ و.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG