د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۶

غزه کې د پوليو واکسين پای ته رسېدل؛ له ۵۶۰زره ډېر ماشومان واکسين شوي


غزه کې د پوليو واکسين تطبيق
غزه کې د پوليو واکسين تطبيق

د روغتیا د نړیوال سازمان WHO مشر وايي، د غزې په تړانګه کې د ماشومانو د ګوزڼ د ناروغۍ یا پولیو پرضد د واکسین کمپاین په بریا سره پای ته ورسېد.

تیدروس ادهانوم ګیبریسیو پرون (د وږي په ۲۳مه) پر خپله ایکس‌پاڼه په یوه بیان کې ولیکل، د دې کمپاین پرمهال له ۵۶۰ زرو ډېرو هغو ماشومانو ته چې عمرونه یې له لسو کلونو کم وو، د دې واکسین لومړی دوز ورکړل شو.

ښاغلي ګیبریسیون ویلي، په غزه کې د روان خواشینوونکي حقیقت ترڅنګ دا یوه لویه بریا ده.

د غزې ماشومان به د پولیو ویروس پر وړاندې د ډاډمن خوندیتوب لپاره څلور اوونۍ وروسته د دې واکسین دوهم دوز ته هم اړتیا ولري.

ډبيلو‌ايچ‌او او ملګرو مؤسسو یې د واکسین د تطبیق لپاره له اسراییل او فلسطیني وسله‌والو سره مذاکرات وکړل، څو کورنۍ وکولای شي خپل ماشومان د واکسین مرکزونو ته ورولي او د واکسین ګرځنده ډلې ځانونه کورونو ته ورسوي.

د دې کمپاین پرمهال چې دوه اوونۍ یې دوام وکړ، د کومې لویې ناامنۍ خبر نه‌دی ورکړل شوی.

خلکو په لېوالتيا خپل ماشومان د پوليو ضد واکسين وکړل
خلکو په لېوالتيا خپل ماشومان د پوليو ضد واکسين وکړل

ډبيلو‌ايچ‌او په تېره جولای میاشت کې د غزې په قلمرو کې د پولیو پرضد د واکسین کمپاین وروسته له هغه پیل کړ چې، په تېرو ۲۵ کلونو کې د لومړي ځل لپاره د غزې په تړانګه کې د پولیو درې پېښې وموندل شوې.

د دې ناروغۍ د مخنیوی لپاره باید په سلو کې نوي ماشومانو ته واکسین ورکړل شي.
د روغتيا نړيوال سازمان

د روغتیايي چارو متخصصان وېريږي، غزه کې داسې مهال چې زرګونه بې‌ځایه شوې کورنۍ په ډېرو ناوړه شرایطو کې ژوند کولو ته اړ شوي دي، ښايي د پولیو سرایت حتمي وي.

د روغتیا د نړیوال سازمان له‌خوا د ورکړل شویو معلوماتو له‌مخې د دې ناروغۍ د مخنیوی لپاره باید په سلو کې نوي ماشومانو ته واکسین ورکړل شي.

د غزې ډېری اوسېدونکي چې د اسراییلو د پوځي عملیاتو او بمباریو په نتیجه کې یې کورونه ونړېدل، څوځلې له خپلو مېنو وتلو ته اړ شوي دي.

د سیمه‌يیزو چارواکو له قوله د ملګروملتونو له‌خوا د ورکړل شویو ارقامو له‌مخې د غزې پر تړانګه د اسراییلو د پوځي عملیاتو په نتیجه کې تردې دمه له ۴۱ زرو ډېر فلسطینیان وژل شوي دي.

غزه کې اسراييلي ځواکونه
غزه کې اسراييلي ځواکونه

له بلې خوا د لوېدیځې غاړې له اشغال شوې طوباس ناحیې څخه د اسراییلي ځواکونو تر وتلو وروسته پرون ماښام هلته د څلورو وژل شویو فلسطینیانو مړي خاورو ته وسپارل شول.

دا کسان د اسراییلو په بمبارۍ کې وژل شوي وو.

د غزې د نژدې یو کلنې جګړې له پیل سره په یوه وخت کې په لوېدیځه غاړه کې هم تاوتریخوالي زور اخیستی دی.

د اسراییل پوځ پرون په یوه بیان کې وویل، پوځي ځواکونو یې په طوباس، تامون او فارا ناحیو کې ۴۸ ساعته عملیات وکړل او پنځه وسله‌وال یې په بمبارۍ کې او یوبل په جګړه کې ووژل.

XS
SM
MD
LG