د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۳

غزه کې پر يوه ښوونځي د اسراييلو بريد؛ ۱۸کسان په‌کې وژل شوي


غزه کې پر ښوونځي د اسراييلو بريد
غزه کې پر ښوونځي د اسراييلو بريد

په غزه کې ژغورونکې ډلې وايي، پر ښوونځي د اسرايیلو په برید کې ۱۸ تنه وژل شوي دي.

د اسوشیتید پرس خبری اژانس د ژغورونکو ډلو په حواله لیکلي، اسراییلو په مرکزي غزه کې د بې‌ځایه شویو فلسطینیانو پر یو ښوونځي برید کړی، چې د ملګروملتونو د کارمندانو په ګډون ۱۸کسان وژل شوي دي.

په‌داسې حال کې چې اسراییلي پوځ ویلي، د حماس د وسله‌والې ډلې چې امریکا او اروپایي ټولنه یې ترهګر بولي، د کنټرول یو مرکز یې په نښه کړی.

"دا پنځم ځل دی چې د اسراییلي ځواکونو له‌خوا په الجوني مکتب برید کېږي."
د غزې د ملکي دفاع وياند

د غزې په تړانګه کې د ۱۱ میاشتنۍ جګړې په ترڅ کې تر دې مخکې هم د النصیرات سیمه کې پر الجوني ښوونځي څو ځلې مخکې هم بریدونه شوې وو.

د چهارشنبې ورځي برید د ملګروملتونو د تاسیساتو هغه برخه ویجاړه کړه، چېرې چې د غزې ولسي وګړو پناه اخیستې وه، وروسته له بریده هلته یوازې د اوسپنو او کانګریټو سوځېدلې ماتې ګوډې پاتې وې.

د غزې د ملکي دفاع ویاند محمود بسال په خپل ټلېګرام کې د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګروملتونو ادارې ته په اشارې سره ویلي دي: "دا پنځم ځل دی چې د اسراییلي ځواکونو له‌خوا په الجوني مکتب برید کېږي."

د نوموړي په وینا د تېرې ورځې برید کې د ښځو، ماشومانو او د ملګروملتونو د کارکونکو په ګډون اتلس کسان وژل شوي او همدومره نور ټپيان دي.

د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګروملتونو ادارې وروسته وویل، د اسراییلو په دوو هوايي بریدونو کې د دوی شپږ کارکونکي په نوصیرات ښوونځي کې وژل شوي، چې دا په یوه پېښه کې د دوی د ټیم ترمنځ تر ټولو لوړه مرګ‌ژوبله ده.

د غزې د ملکي دفاع ویاند محمود بسال په خپل ټلېګرام کې د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګروملتونو ادارې ته په اشارې سره ویلي دي: "دا پنځم ځل دی چې د اسراییلي ځواکونو له‌خوا په الجوني مکتب برید کېږي."
د غزې د ملکي دفاع ویاند محمود بسال په خپل ټلېګرام کې د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګروملتونو ادارې ته په اشارې سره ویلي دي: "دا پنځم ځل دی چې د اسراییلي ځواکونو له‌خوا په الجوني مکتب برید کېږي."

د ملګروملتونو دې ادارې پر خپله ایکس‌پاڼه یا پخواني ټویټر کې لیکلي: "په وژل شویو کې د دې ادارې د سرپناه مدیر او د ټیم نور غړي هم شامل وو، چې بې‌ځایه شویو خلکو ته یې مرستې چمتو کولې."

بل‌خوا بیا د اسرایلو پوځ په یوه بیان کې ویلي، د دې ښوونځي په ودانۍ کې یې د حماس د قوماندې او کنټرول پر یوه مرکز "دقیق برید" کړی دی.

دوی چې وړاندي یې د پایلې په اړه توضیحات نه‌دي ورکړي ويلي، چې ملکي وګړو ته د خطر د کمولو لپاره ګامونه اخیستل شوي وو.

د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو اداري یا "UNRWA" مشر فیلیپ لازارینی د یاد برید وروسته وویل چې د غزې په جګړه کې د دې ادارې لږ تر لږه ۲۲۰ کارکوونکي وژل شوي دي.

همدا راز د ملګروملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرش ویلي، هغه څه چې غزه کې روان دي، د منلو وړ نه‌دي.

د غزې جګړه د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۷مه وروسته له هغه پیل شوه، چې د حماس ډلې وسله‌والو پر اسراییلو برید وکړ، نژدې ۱۲۰۰ کسان یې ووژل او د ۲۵۰ په شاوخوا کې نور یې برمته کړل.

د اسراییلو په ځوابي حملو کې چې تر اوسه هم روانې دي، د غزې د روغتیا وزارت د څرګندونو په اساس تر اوسه تر یو څلوېښت زرو زیات فلسطینیان وژل شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG