د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۸ تله ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۵

د اسراییل له‌خوا د حزب‌الله د مشر وژلو غبرګونونه راپارولي


حسن نصرالله چې د لبنان د حزب‌الله ډلې مشري کوله د اسراییلو په برید کې ووژل شو.
حسن نصرالله چې د لبنان د حزب‌الله ډلې مشري کوله د اسراییلو په برید کې ووژل شو.

د اسراییل له‌خوا د لبنان د حزب‌الله ډلې د مشر حسن نصرالله وژلو غبرګونونه راپارولي دي.

حسن نصرالله چې د لبنان د حزب‌الله ډلې مشري کوله ووژل شو، هغه څه چې پراخ عکس العملونه یې پارولي دي.

حزب‌الله چې یوه وسله‌واله ډله او سیاسي ګوند دی، د لبنان د جنوب پر زیاتو برخو کنټرول لري او د امریکا د متحدو ایالاتو له‌خوا د یوه تروریستي سازمان په توګه پېژندل کېږي.

اروپايي اتحادیې د لبنان د حزب‌الله پوځي څانګه نه، بلکې سیاسي ګوند په تور لېست کې شامل کړی دی.

د حزب‌الله سیاسي ګوند د لبنان په پارلمان کې څو څوکۍ لري.

حزب‌الله چې د ایران متحده ډله ده، د شنبې په ورځ سپتمبر ۲۸ په یوه بیان کې تایید کړه چې حسن نصرالله د اسراییل په یوه هوايي برید کې وژل شوی او ژمنه یې کړې چې د دغې ډلې د مشر له وژل کېدو سره سره به د اسراییل پر ضد خپلې مبارزې ته دوام ورکوي.

د اسراییل پوځ هم پرون شنبه ویلي چې حسن نصرالله د جمعې په ورځ د لبنان په پلازمېنه بیروت کې په یو لړ هوايي بریدونو کې وژل شوی دی.

د حسن نصرالله وژل کېدو د نړۍ په زیاتو برخو کې غبرګونونه راپارولي دي.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا پخواني استازي او په عراق او افغانستان کې د امریکا پخواني سفیر زلمي خلیلزاد د حسن نصراله وژنه او د حزب‌الله کمزوري کېدل د ایران لپاره یوه لویه ضربه بللې ده.

هغه پرون پر خپله ایکس‌پاڼه یا پخواني ټویټر لیکلي چې د ایران د ستر مذهبي مشر ایت‌الله علي خامنه‌يي په ګډون ایراني مشران بېرېږي چې دوی به هم په نښه او ووژل شي.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا پخوانی استازی او په عراق او افغانستان کې د امریکا پخوانی سفیر زلمی خلیلزاد
په ملګرو ملتونو کې د امریکا پخوانی استازی او په عراق او افغانستان کې د امریکا پخوانی سفیر زلمی خلیلزاد

خلیلزاد دا پوښتنه مطرح کوي چې اسراییل له ځانه د انفرادي مشرانو د موندلو او وژلو وړتیا ښودلې، خو اوس ایران به څه وکړي او د ایرانیانو چلند به بدل شي؟

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د اسراییل په هوايي برید کې د حزب‌الله د مشر حسن نصرالله له وژل کېدو سره-سره به هم د هغه لاره روانه وي.

د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني پرون شنبه په ټولنیزه شبکه ایکس یا پخواني ټویټر کې د دې پېښې په اړه د خواشینۍ ښوولو سره لیکلي: "د مقاومت د مشر حسن نصرالله عالي لاره به دوام ومومي او د هغه سپېڅلی هدف، یعنې د بیت المقدس ازادي به په واقعیت بدله شي."

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني

په همدې حال کې د ایران تسنیم خبري اژانس ویلي، د ایران هوايي شرکت ایران اییر بیروت ته ټولې الوتنې تر بلې خبرتیا پورې ځنډولې دي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د شنبې په ورځ په لبنان کې د اسراییل وروستي بریدونه د اسراییل د "نسل وژنې، اشغال او تېري" د پالیسۍ د برخې په توګه غندلي، د ملګرو ملتونو له امنیت شورا او نورو بنسټونو یې غوښتنه کړې چې د اسراییل مخه ونیسي.

فلسطینۍ ډلې حماس چې د امریکا متحده‌ایالاتو او اروپايي ټولنې له‌خوا د تروریستي سازمان په توګه پېژندل کېږي، هم د حزب‌الله د مشر حسن نصرالله پر مړینه خواشیني څرګنده کړې او اسراییل یې د هغه څه مسوول وباله چې دغې ډلې "یو ناوړه جنایت او خطرناکې پایلې" یې بللي او ویلي یې دي د سیمې پر ثبات به اغېز کوي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، په یمن کې د ایران له ملاتړه د برخمنو حوثي یاغیانو غورځنګ هم د شنبې په ورځ په یوه بیان کې د حسن نصرالله پر وژل کېدو خواشیني څرګنده کړه او ویې ویل چې د هغه وژنه به په لبنان کې جهادي روحیه لا پیاوړې کړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG