د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۸ تله ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۰

د حزب‌الله او اسراییل وروستي خونړي بریدونه؛ بایډن: په سیمه کې جګړه د هچا په ګټه نه‌ده


په لبنان کې د حزب‌الله پر مرکزونو د بریدونو یو انځور
په لبنان کې د حزب‌الله پر مرکزونو د بریدونو یو انځور

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن پرون سې شنبې د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې ته په وینا کې د لبنان او اسراییل ترمنځ وروستیو خونړیو بریدونو ته په اشاره په سیمه کې د بشپړې جګړې پر وړاندې خبرداری ورکړ او زیاته یې کړه چې دغسې یوه جګړه د هیچا په ګټه نه‌ده.

د لبنان په جنوب کې د اسراییل په وروستیو هوایي بریدونو کې په سلګونو کسان وژل شوي دي.

اسراییل ویلي چې په دغو بریدونو کې د حزب‌الله هدفونه په نښه کوي او غواړي چې دغه ډله له پښو وغورځوي.

بایډن وویل، که څه هم په سیمه کې وضعیت کړکېچن دی، خو د ډیپلوماتیکې حل‌لارې امکان شته.

نوموړي د حزب‌الله کلک ملاتړي، ایران ته په اشاره وویل چې ملګري ملتونه باید کار وکړي څو دا مسئله یقیني کړي چې ایران هیڅکله هم د اټومي وسلې څښتن نه‌شي.

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې ته د وینا پر مهال
د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې ته د وینا پر مهال

د بایډن له دې څرګندونو مخکې د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان هم خبرداری ورکړ چې پر اسراییل د حزب‌الله د بریدونو پر وړاندې د لبنان پر جنوب د اسراییل غچ اخیستونکي هوایي پراخ بریدونه کولای شي سیمه‌ییزې جګړې ته لار هواره کړي.

هغه د دوشنبې په ورځ له امریکایي سي‌این‌این تلوېزیون سره په مرکه کې وویل چې ایران د حز‌ب‌الله ملاتړ کوي او هغه ځکه چې دا ډله چې متحده ایالات یې د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژني، نه‌شي کولای په یواځې توګه د دغو بریدونو پر وړاندې ودرېږي.

پزشکیان چې په ایران کې د جولای د میاشتې د انتخاباتو په نتیجه کې یې د دې هېواد د ولسمشر په توګه دنده پیل کړې، زیاته کړه، هغه څه چې اوس په لبنان کې پېښېږي، د دې خطر زیاتوي چې سیمه په یوه پراخه جګړه کې ښکېله شي.

په همدې حال کې د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو په لبنان کې د حزب‌الله پر وړاندې د جګړې د تېزېدو له امله نیویارک ته خپل سفر بیا ځنډولی دی.

د جرمني خبري آژانس د راپور له مخې، ټاکل شوې وه چې نوموړی د چهارشنبې په ورځ نیویارک ته لاړ شي او د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې ته خپله وینا واوري.

د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو
د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو

د راپور له مخې، نوموړی به د پنجشنبې په ورځ هلته لاړ شي او د جمعې په ورځ به د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې ته وینا وکړي.

د لبنان د روغتیا وزارت د وروستیو شمېرو له مخې، د اسراییل په بریدونو کې د وژل شویو کسانو شمېر له ۵۵۰ اوښتی دی.

د دې وزارت په وینا، په وژل شویو کې ماشومان او روغتیا پالان هم شامل دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG