د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۸ تله ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۶

اسراییلو د حزب‌الله مرکز په نښه  کړی؛ د دې ډلې مشر حسن نصرالله له بریده روغ وتلی


په لبنان کې د حزب الله په مرکز له برید وروسته سیمې ته امبولانسونه رسېدلي دي.
په لبنان کې د حزب الله په مرکز له برید وروسته سیمې ته امبولانسونه رسېدلي دي.

د اسراییلو پوځ وايي چې د لبنان په پلازمېنه بیروت کې یې د حزب‌الله مرکز هدف ګرځولی دی.

د اسراییلو د پوځ ویاند دانیل هګاري د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې د دوی دفاعي ځواکونو د حزب‌الله مرکزي دفتر چې د بیروت تر هستوګنو ودانیو لاندې و، په دقیقو بریدونو سره هدف ګرځولی دی.

په تېر یوه کال کې دا پر بیروت تر ټولو سخته حمله یادېږي.

په حزب‌الله پورې تړلې المناره شبکې خبر ورکړی چې په دغو بریدونو کې څلور ودانۍ ویجاړې شوي دي.

دې شبکې ویلي چې په یو وخت تر پنځلسو زیات توغندي لګېدلي دي.

د چاودنو غږونه په ټول بیروت کې اورېدل شوي او د بریدونو له ځایه تر ډېر ناوخته لوګي پورته کېدل.

ګڼو کسانو ته د مرګ‌ژوبلې د رسېدو خبر هم ورکړل شوی دی.

اسراییلي شبکو ویلي چې د دغو بریدونو هدف د ایران له ملاتړ برخمن د حزب‌الله ډلې مشر حسن نصرالله و.

رویټرز ته ځينو سرچینو بیا ویلي چې حسن نصرالله له دې بریدونو روغ وتلی دی.

د ایران له ملاتړ برخمن د حزب‌الله ډلې مشر حسن نصرالله
د ایران له ملاتړ برخمن د حزب‌الله ډلې مشر حسن نصرالله

د فرانسې خبري اژانس هم ویلي چې د حزب‌الله ډلې د عمومي منشي حال ښه دی.

د لبنان صدراعظم نجیب میقاتي د دغه برید په غبرګون ویلي چې اسراییل د اوربند د ټینګښت لپاره نړیوالو هڅو ته هېڅ اهمیت نه ورکوي.

په بیروت دا بریدونه د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبله کې د اسراییلو د صدراعظم بنیامین نتنیاهو تر وینا شېبې وروسته وشول.

نتنیاهو هلته وویل چې د حزب‌الله ډلې پر ضد د اسراییلو بریدونه به دوام وکړي.

هغه وویل: "تر څو چې حزب‌الله د جنګ لار غوره کوي، اسراییل بل انتخاب نه لري، او اسراییل هر حق لري چې دا ګواښ له منځه یوسي او خپل خلک کورونو ته خوندي راستانه کړي، دا دقیقاً هغه څه دي چې موږ یې کوو."

نتنیاهو ادعا وکړه له کله چې د تېر کال د اکټوبر په اوومه حماس پر اسراییلو برید وکړ حزب‌الله په مکرر ډول په اسراییلو بریدونه کوي.

اسوشېټېډپرېس خبري اژانس د اسراییلو د صدراعظم هغه انځور خپور کړی چې په ټیلیفون کې غږېږي او د اسراییل د حکومت د بیان په اساس په بیروت باندې یې د بریدونو امر ورکړی دی.

د راپورونو له مخې، نتنیاهو امریکا ته خپل سفر لنډوي او ژر بېرته اسراییلو ته ستنېږي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG