د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۸ تله ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۱

امنیت شورا د لبنان او اسراییل ترمنځ د جګړې پر زیاتوالي بېړنۍ غونډه جوړوي


د اسراییلو د بریدونو له کبله د لبنان یوه ویجاړه شوې سیمه
د اسراییلو د بریدونو له کبله د لبنان یوه ویجاړه شوې سیمه

د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن د لبنان او اسراییل ترمنځ د جګړې پر زیاتوالي بېړنۍ غونډه جوړوي.

په منځني ختیځ کې د اسراییلي پوځ او فلسطیني او لبناني وسله‌والو ډلو ترمنځ د جګړې پراختیا ته اندېښنې په زیاتېدو دي.

د سلوینیا ولسمشر چې هېواد یې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دوره یي مشري پر غاړه لري ویلي چې دغه شورا نن چهارشنبه ناوخته د لبنان او اسراییلو ترمنځ پر زیاتېدونکي کړکېچ بېړنۍ غونډه جوړوي.

د اسراییلو پوځ پرون او وړمه ورځ د لبنان پر حزب‌الله ډلې پراخ بریدونه وکړل چې د اسوشېټېډپرېس خبري اژانس په وینا، له ۵۶۰ زیات کسان په کې ووژل شول.

تر دغو بریدونو وروسته د لبنان جنوب کې زرګونه کسان له خپلو مېنو بې‌ځایه شوي او خوندي ځایونو ته د پنا اخیستنې په حال کې دي.

اسراییل ویلي چې پر بیروت پرونیو بریدونو کې یې د حزب‌الله یو لوړپوړی قومندان ابراهیم قبیسي هم وژلی دی.

حزب‌الله هم د خپل دغه قومندان وژل کېدل تایید کړي دي.

اسراییل ویلي، قبیسي پر دوی شاوخوا دوه زره توغندیزو بریدونو او د درېیو اسراییلیانو په اختطاف او وژنه کې لاس درلود.

بل لورته د ایران مذهبي مشر ایت‌الله علي خامنه‌یي چې هېواد یې د حزب‌الله ملاتړ کوي نن چهارشنبه یوې غونډې ته ویلي، حزب‌الله لا هم پياوړې ډله ده.

د ایران مذهبي مشر ایت‌الله علي خامنه‌یي
د ایران مذهبي مشر ایت‌الله علي خامنه‌یي

هغه وویل: "هو، دوی فشار راوړي، د حزب‌الله یو شمېر مهم او با ارزښته عناصر یې شهیدان کړي. له شک پرته دا حزب‌الله ته یو زیان دی، خو داسې زیان نه دی چې حزب‌الله له پښو وغورځوي. د حزب الله سازماني او انساني پياوړتیا له دغو خبرو ډېره پورته ده."

اسراییل نن سهار هم پر لبنان بریدونه کړي چې لږ تر لږه لس تنه په کې وژل شوي دي.

بل لورته د اسراییل او لبنان د تېرې نژدې یو کلنې جګړې راهیسې د لومړي ځل لپاره د حزب‌الله توغندی نن د اسراییل ستراتیژیک ښار تل‌ابیب ته رسېدلی دی.

د اسراییل پوځ ویلي، د هوایي دفاع سیستم یې دغه توغندی شنډ کړی، خو په وینا یې دا د حزب‌الله له‌خوا چې امریکایي ترهګره ډله بولي، د جګړو د شدت ښکارندویي کوي.

له کله چې تېر کال اکټوبر کې د غزې جګړه پيل شوه، حزب‌الله د فلسطینیانو د ملاتړ په هدف پر اسراییل بریدونه پيل کړل او تېرو څو ورځو کې یې د اسراییل لور ته لسګونه توغندي توغولي دي.

له تېرو شاوخوا دوه اوونیو راهیسې دغه جګړه توده شوې.

لومړی د پیجرونو په وسیله پر حزب‌الله مرموز خونړي بریدونه وشول او له تېرو دو ورځو راهیسې د لبنان پر پلازمېنه او نورو سیمو د اسراییل هوایي بریدونه پيل شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG