د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۸ تله ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۷

اسراییلو تر ځپنې او بریا د حزب‌الله پر ضد د بریدونو د دوام خبر ورکړ


په لبنان کې کې اسراییلو د بریدونو له کبله د اوښتو زیانونو یو انځور
په لبنان کې کې اسراییلو د بریدونو له کبله د اوښتو زیانونو یو انځور

اسراییل په لبنان کې د یوه اوربند لپاره د امریکا په ګډون د یو شمېر متحدینو وړاندیز رد کړ او ژمنه یې وکړه چې د حزب‌الله پر ضد به بریدونو ته تر هغو دوام ورکړي چې دا ډله یې ځپلې نه وي.

وروسته له هغې چې متحده‌ایالات او نور متحدین یې په لبنان کې د یوه موقت اوربند په ټینګښت کې پاتې راغلل، د اسراییل او سخت دریځې حزب‌الله ډلې ترمنځ نن جمعه هم نښتو دوام وکړ.

د دغو نویو نښتو د احتمالي زیانونو په اړه تراوسه راپورونه نه‌دي ورکړل شوي، خو روانه اوونۍ په لبنان کې د اسراییل په بریدونو کې له ۷۰۰ زیات کسان وژل شوي دي.

اسراییل په لبنان کې د ۲۱ ورځني اوربند لپاره د امریکا د متحده‌ایالاتو په ګډون د خپلو یو شمېر متحدینو وړاندیز رد کړ او د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیر اسراییل کارټز ژمنه وکړه چې د حزب‌الله پر وړاندې به چې د لبنان په جنوبي ډېرو برخو کنټرول لري او هغه د متحده‌ایالاتو له‌خوا د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژندل شوې، تر هغو جګړې ته دوام ورکړي چې ګټلې یې نه وي.

د اسراییل د صدراعظم بینامین نتنیاهو دفتر وویل چې هغه آن تراوسه پورې دغه وړاندیز ته هم ځواب نه‌دی ویلی او پوځ ته یې امر کړی چې په ټول ځواک سره جګړې ته دوام ورکړي.

د اسراییل د صدراعظم بینامین نتنیاهو
د اسراییل د صدراعظم بینامین نتنیاهو

سپینې ماڼۍ د دغه وړاندیز د ردولو په اړه خواشیني څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د اوربند د دغه وړاندیز لپاره ډېره هڅه او په ډېر احتیاط پرې کار شوی و.

حزب‌الله چې سیاسي څانګه یې د لبنان په پارلمان کې څوکۍ لري او اروپایي ټولنې یې یوازې پوځي څانګه د بندیزونو په لېست کې شامله کړې، له خپله اړخه تراوسه د دغه وړاندیز په وړاندې غبرګون نه‌دی ښودلی.

په لبنان کې د ایران له ملاتړه د برخمنې حزب‌الله او اسراییل ترمنځ د شخړو د پای ته رسېدو نښې نه‌دي لیدل کېږي او د اسراییل صدراعظم بینامین نتنیاهو هم د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې ته له وینا مخکې پرون چهارشنبې یوځل بیا ژمنه وکړه چې د حزب‌الله پر وړاندې به جګړه تر هغو دوام وکړي چې لبنان پولې ته نژدې د اسراییل بې ځایه شویو وګړي بېرته خپلو کورونو ته ستانه شوې نه وي.

نژدې یو کال کېږي چې د دې سیمې اوسېدونکو د حزب‌الله د بریدونو له امله خپل کورونه پریښي دي.

نتنیاهو وویل چې دوی به حزب‌الله ته داسې ګوزارونه ورکړي چې هیڅکله یې هم تصور نه و کړی او زیاته یې کړه چې دا کار به په پوره ځواک سره وکړي.

د اسراییلو په بریدونو کې د لبنان سکساکیح سیمه ویجاړه شوې ده.
د اسراییلو په بریدونو کې د لبنان سکساکیح سیمه ویجاړه شوې ده.

د فرانس‌پرېس خبري آژانس د راپور له مخې، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکین پرون پنجشنبې په نیویارک کې د اسراییل د ستراتیژیکو چارو له وزیر سره په کتنه کې څرګنده کړه چې یو اوربند به د پولو دواړو غاړو ولسي خلکو ته د دې امکان برابر کړي چې بېرته خپلو کورونو ته ستانه شي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو مېلر په یوه بیان کې وویل چې د شخړو لا زیاتوالی به د ټاکلي هدف ترلاسه کول لا ستونزمن کړي.

په عین حال کې د اسراییل دفاع وزارت اعلان وکړ چې د روانو پوځي هڅو د ملاتړ لپاره یې له متحده‌ایالاتو څخه د ۸،۷ ملیارډ ډالرو نوې مرستې ژمنه ترلاسه کړې ده.

XS
SM
MD
LG