د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۹

میدان وردګ کې د بې‌وزله زده‌کوونکو لاسنیوی؛ دوی ته د کانکور ازموینې لپاره د چمتووالی وړیا مرکز جوړ شوی


په میدان وردګ کې د کانکور ازموینې لپاره د چمتووالی مرکز یو انځور
په میدان وردګ کې د کانکور ازموینې لپاره د چمتووالی مرکز یو انځور

په میدان وردګ ولایت کې د سلګونو هغو زده‌کوونکو لپاره چې مالي توان نه لري، تازه د کانکور ازموینې لپاره د چمتووالي وړیا مرکز جوړ شوی دی.

که څه هم پر افغان نجونو د زده‌کړو په برخه کې لګول شوي محدویتونه پر خپل ځای دي، خو له دولسمو ټولګیو فارغ شوي یو شمېر زده‌کوونکي په میدان وردګ ولایت کې کانکور ازموینې ته د چمتووالي د وړیا مرکز له جوړېدو خوښ دي.

د زده‌کړو د برخې فعال ډاکتر لیث وردګ چې تازه یې د میدان وردګو ولایت په سیدآباد ولسوالۍ کې د لسو لېسو سلګونو زده‌کوونکو لپاره کانکور ازموینې ته د چمتووالي دا وړیا مرکز جوړ کړی، وايي چې غواړي له دې لارې د بې‌وزله زده‌کوونکو لاسنیوی وکړي.

د زده‌کړو د برخې فعال ډاکتر لیث وردګ
د زده‌کړو د برخې فعال ډاکتر لیث وردګ

هغه وویل: "اراده اکاډمي زده‌کوونکو ته د لوړو زده‌کړو د ترلاسه کولو په موخه د کانکور ازموینې د چمتووالي لپاره په وړیا ډول د زده‌کړې مرکزونه پرانیستي څو دوی لپاره د زده‌کړو غوره زمینه برابره شي، زموږ موخه دا ده چې ټول زده‌کوونکي پرته له کوم مالي فشاره د کانکور سختې ازموینې ځانونه اماده کړي."

د میدان وردګ ولایت د دولسمو ټولګیو ځینې زده کوونکي له دغه اقدامه خوښ دي.

د دوی له ډلې احمد جواد او حزب‌الله په دې اړه ازادي راډیو سره خپل نظرونه شریک کړي دي.

احمد جواد وویل: "د کانکور د امادګۍ لپاره چې کوم کورس پرانېستل شوی ډېر خوشحاله یم، دلته ټول سیانسي او نور مضامین موږ ته په وړیا ډول د مجربو استادانو له‌خوا تدریس کېږي."

حزب‌الله وویل: "د دغه ښوونیز مرکز په مرسته به موږ وکړای شو چې په اسانی سره پاتې درسونو ته ادامه ورکړو له نورو بنسټونو هم غواړم چې ورته ښوونیز مرکزونه جوړ کړي."

خو په دغه ولایت کې یو شمېر نجونې ناهیلي دې چې له دې فرصت استفاده نه‌شي کولای.

د میدان وردګ یوه اوسېدونکې وايي: کاشکې موږ نجونو هم کولای شوای چې په ورته ښوونیزو کې مو ګډون کړای وای او د کانکور امادګي مو ویلای وای.

د میدان وردګو ولایت یوه اوسېدونکې او له زده‌کړو بې برخې شوې زده‌کوونکې چې نه غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډیو ته یې وویل: "کاشکې موږ نجونو هم کولای شوای چې په ورته ښوونیزو کې مو ګډون کړای وای او د کانکور امادګي مو ویلای وای، خو له بده مرغه دا زمینه موږ نه ده مساعده او هیله مو دا ده چې په دې برخه کې حکومت له موږ سره مرسته وکړي."

طالبانو په افغانستان له بیا واکمنېدو وروسته په افغان نجونو او ښځو د ګڼو نورو محدودیتونو تر څنګ دوی له منځنیو او لوړو زده‌کړو هم راګرځولي، که څه هم د دوی دا اقدامات په کور دننه او بهر له پراخو غبرګونونو سره مخ شوی، خو خپلې دا پرېکړې یې بېرته نه دي اخیستي.

دا په داسې حال کې ده چې سږ په افغانستان کې په ګرمسیرو ولایتونو کې د تعلیمي کال له پیلېدو سره هممهاله د ملګرو ملتونو، ښوونیز، علمي او فرهنګي سازمان یا یونسکو ویلي وو چې طالبانو یو اعشاریه څلور میلیونه نجونې له ښوونځیو راګرځولي دي.

د ملګرو ملتونو دې ادارې دا هم ویلي وو، افغانستان په نړۍ کې یوازېنی هېواد دی چې نجونې او مېرمنې په‌کې تر شپږم ټولګي پورته زده‌کړو ته نه پرېښودل کېږي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG