په تبعید کې ځینې افغان سینماګران: له مسلکه لرې یو او په دې برخه کې کاري فرصتونه هم نه‌شته

ارشیف: په کابل د یوې سینما تالار

یو شمېر هغه افغان سینماګران چې پر افغانستان د طالبانو له بیاځلي واکمنۍ وروسته اروپايي هېوادونو ته تللي، وايي چې له خپل هنره لرې پاتې او په دې برخه کې ورته د کار زمینه نه ده مساعده.

د تیاتر او فلمونو افغان لوبغاړی او په افغانستان کې مخکې د "پلار" په نوم پروډکشن مشر فضل احمد انیس څه باندې دوه کاله کېږي چې د جرمني په یو کوچني ښار کې ژوند کوي.

د هغه په خبره، په کوم ښار کې چې اوسېږي، ورته ویل شوي، د لازمو امکاناتو د نه شتون له امله د خپل هنر په برخه کې ورته د کار زمینه نه ده برابره.

انیس وویل، دا ورته ډېر سخته تمامه شوې او اوس له خپل هنر ډېر لرې شوی دی.

د تیاتر او فلمونو افغان لوبغاړی او په افغانستان کې مخکې د "پلار" په نوم پروډکشن مشر فضل احمد انیس

هغه زیاتوي: "چې کله ته له یو هنر سره چې ورسره مینه لرې، تا ورته په ښه اخلاص کار کړی وي او ډېره تجربه په کې لرې، کډوال شې، بیا درته ووايي، له دې واوړه په بل شي فکر وکړه، نو دا د انسان په ژوند کې یو ډېر سخت حالت وي. دوی ماته وویل، ته مجبوره یې دا کومه حرفه چې ته یې لري، یا څه چې ستا زده دي، له دې څخه واوړې او بل کار شروع کړې."

همایون پایز د افغاني فلمونو بل لوبغاړی دی.

نوموړې بیا له نېږدې درېیو کلونو راهیسې په فرانسه کې اوسېږي.

پاییز هم وايي، د خپل هنر برخه کې ورته د کار زمینه نه ده برابره.

هغه وویل: "کله کله یو نیم خوش چانسه پیدا کېږي چې ځینې هېوادونه د افغانستان په اړه فلم جوړوي او د افغان لوبغاړي په هڅه کې وي چې ورکې رول لوبوي چې دا یو تصادفي کار کېدای شي، له هغې پرته تر دې زیات او د سینما په برخه کې په دې هېوادونو کې کار ساده نه دی او ډېر مشکل دی."

په افغانستان د ۲۰۲۱م کال له اګست میاشتې راوروسته د بېلابیلو برخو ډېری فعالان له خپل هېواده ووتل او مختلفو هېوادونو ته کډوال شول، په دوی کې بیا د سینما د برخې ډېری فعالان اروپايي هېوادونو په ځانګړي ډول فرانسې او جرمني کې منل شوي دي.

اکثریت دوی همدا خبره کوي چې له خپلو هنري فعالیتونو لرې پاتې او اړ دي چې د یوې مړۍ ډودۍ د پیدا کولو لپاره نورو کارونو ته مخه کړي چې په دې ډول به کرار کرار له خپل هنر نور هم لرې شي.

اروپایي هېوادونو ته د لسیزو مخکې کډه شوي د افغاني سینما مخکښان او د افغان فلم یو شمېر پخواني مسوولان هم په دغو هېوادونو کې د افغان سینماګرانو ستونزې مني، خو وايي چې ځینې سینمايي فعالیتونه شوي او په ځانګړي ډول د ځوانو سینماګرانو په روزنه تمرکز شوی دی.

د افغاني سینمايي فلمونو جوړونکي او د افغان فلم پخواني رییس صدیق برمک په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "مونږ په فرانسې، المان او ناروې کې د لنډو فلمونو په برخه کې دوه درې ډېرې ښې لاسه راوړنې لرلې دي، له درېیو کلونو راهیسې مو د سناریو لیکنې په برخه کې د مشق فلم په نوم یوه انلاین ورکسشاپ پیل کړی، هڅه مو کړې چې د لاسرسي وړ ووسو، هغو ځوانانو ته چې لاسنیوي ته اړ دي او خدای مه کړه د تیارو په لومه کې ځان ورک نه کړي."

د افغاني سینمايي فلمونو جوړونکی او د افغان فلم پخوانی رییس صدیق برمک

برمک وايي، دوی هڅه کوي څو د مشق فلم انلاین ورکشاپ له لارې ځینو غوره سناریوګانو ته د فلم کېدو زمینه هم برابره کړي.

د یادونې ده چې په افغانستان کې په وروستیو دوو لسیزو کې د سینما هنر یو څه پرمختګ کړی و، که څه هم د کیفیت له اړخه په یو شمېر تولید شویو فلمونو انتقادونه موجود و، خو د سینما د برخې ډېرې فعالانو ته د کار یو زمینه برابره شوې وه.

خو په افغانستان کې مېشتو یو شمېر افغان سینماګرانو مخکې ازادي راډیو سره خبرو کې ویلي وو چې پر افغانستان د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته ټولې سینماوې تړل شوې او هغه پروډکشنونه او سینماګرانو چې په شخصي لګښت یې فلمونه جوړول، اوس د ډېرو کارونه په ټپه درېدلي دي.

د طالبانو حکومت د ۱۴۰۰ کال د لړم میاشتې په ۳۰مه د یوه مکتوب په خپرولو سره آن له تلوېزیونونو وغوښتل، هغه ډرامې او تمثیلي ټوټې دې نه خپروي چې ښځو په کې رول لوبولی وي چې دا اشاره یې سینما ته هم متوجه وه.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد مخکې ازادي راډیو ته ویلي وو چې دوی سره ځینې سوژې شته چې د افغان فلم ریاست له‌خوا به فلمونه شي، خو تر اوسه د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د افغان فلم ریاست کوم تولید نندارې ته نه دی وړاندې شوی.