د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۸

په جرمني کې د افغانستان لپاره کلتوري او هنري فیسټیوال


ګویته انسټیټیوټ په جلا وطنۍ کې د هغه فیسټیوال نوم دی، چې د جرمني کلتوري مرکز په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د دغه هېواد په پلازمېنه برلین کې جوړ کړ.
ګویته انسټیټیوټ په جلا وطنۍ کې د هغه فیسټیوال نوم دی، چې د جرمني کلتوري مرکز په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د دغه هېواد په پلازمېنه برلین کې جوړ کړ.

ګویته انسټېټیوټ په جلا وطنۍ کې په جرمني کې د افغانستان لپاره کلتوري او هنري فیسټیوال.

ګویته انسټیټیوټ په جلا وطنۍ کې د هغه فیسټیوال نوم دی، چې د جرمني کلتوري مرکز په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د دغه هېواد په پلازمېنه برلین کې جوړ کړ.

د یاد فیستیوال جوړونکي وايي، په یاد فیسټیوال کې په بېلابېلو هېوادونو کې مېشتو افغان هنرمندانو او فرهنګیانو ګډون کړی و.

په جرمني کې د فیسټیوال یو انځور
په جرمني کې د فیسټیوال یو انځور

د دې فیسټیوال یو تن تنظیمونکي مسعود هوتک ازادي راډیو ته وویل: "د ګویته انسټېټیوټ یا د جرمني کلتوري مرکز په کابل کې کار کاوه، خو له سقوط وروسته یې هغه کلتوري فعالیتونه نه درولودل چې پخوا یې په افغانستان کې کول، اوس په جرمني کې په جلا وطنۍ کې د لومړي ځل لپاره د تیاتر، سینما، فلم او کیسې ویلو په برخه کې یې بېرته فعالیتونه پیل کړه."

د هوتک په وینا، ګويته انسټېټیوټ په جرمني کې د افغانانو لپاره یو فرهنګي – هنري مرکز دی چې کولای شي له خپل وطن څخه لرې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.

د دغه فیسټیوال یو ګډونوال محب زغم وايي: "په جلا وطنۍ کې د ګویته انسټېټیوټ له خوا جوړ شوی کلتوري فیسټیوال خورا په زړه پورې او خوندور پروګرام و، ځکه چې په دې کې د افغان هنر او ادب بېلابېلې برخې شاملې وې، له شعر او افسانې څخه تر موسیقۍ پورې، انځورګرۍ، خطاطي، تیاتر او سینما."

بل ګډونوال محبوب الله خان وايي، په دغه فیسټیوال کې د نویو لیکوالانو او هنرمندانو ناسته د تجربه لرونکو هنرمندانو او لیکوالانو سره د دې زمینه برابره کړه چې په خپله کاري برخه کې لا اغېزمن ګامونه پورته کړي.

نوموړی وایي: "خبرې اترې د دې لپاره وشوې چې موږ له دوی سره ووینو او د دوی له تجربو څخه زده کړه وکړو، دوی د هنرمندانو او فرهنګیانو لپاره دا فرصت او شرایط برابر کړل چې یو ځای شي او بیا د خپلو راتلونکو کارونو په اړه خبرې وکړي."

ګویته انسټېټیوټ 'جرمني کلتوري مرکز' په افغانستان کې د جمهوري نظام له سقوط وړاندې د افغانانو د هنري او کلتوري فعالیتونه لپاره یو ښه ځای و.

دغه مرکز د افغانستان په پلازمېنه کابل کې دفتر درلود.

خو په جلا وطنۍ کې د ګویټه انسټېټیوټ مسوولان وايي، په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د روانو سیاسي حالاتو له امله دغه مرکز اوس هلته فعالیت نه لري.

XS
SM
MD
LG