د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۲

د "افغانستان د سینما کلب" په نوم فسټیوال جوړیږي


په افغانستان کې د یوې غیر دولتي ټولنې له خوا راتلونکې اونۍ د بشري حقونو په اړه د جوړو شویو فلمونو نړېوال فیسټوال پیلیږي.

دا فیسټوال د«افغانستان د سینما کلب» په نوم ټولنه جوړوي.

د دې ټولنې مسئولینو د سې شنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل،
په دې فیستوال کې به څه کم اویا هنري، مستند او داستاني فلمونه په کابل او بامیانو ولایتونو نندارې ته وړاندې شي.

د افغان فلم چارواکې وایي، هڅې کوي چې؛ خپله اداره هم د دې جوګه کړي، چې ښه فلمونه خلکو ته وړاندې کړي.

د افغانستان د سینما کلب په نوم د یوې فلم جوړونکې ټولنې چارواکي وایي،
په دې نړېوال فسټیوال کې به پنځه شپیته، مستند، هنري او داستاني فلمونه د میزان د میاشتې له دیارلسمې څخه تر اتلسمې نیټې پورې د کابل او بامیانو په ولایتونو کې نندارې ته وړاندې کړي.

د دې ادارې چارواکو د سې شنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل،
د دې فلمونو له ښودولو یي هدف دا دی چې؛ خلکو ته بشري حقونه بیان کړي څو له تبعیض او زور زیاتی څخه ډډه وکړي او په هېواد کې سولې، ثبات او پخلاینې ته هڅې پراخې کړي.

د یادې ټولنې یوې مسوولې ویانا ثاقب وویل:

«زموږ له هدفونو څخه یو دا دی چې؛ د دې فلمونو په ښودلو سره، سربیره پر دې جنګ، زور زیاتی او تبعیض په کې غندو، غواړو مثبت اړخونه هم خپاره کړو.

باید خلکو ته د تصویرونو له لارې حقوق ور وپیژنو.»


د بشري حقونو په هکله د فلم جوړونکي ټولنې مسئولینو دا هم وویل، د روان کال په نړېوال فسټیوال کې درې سوه اتیا افغاني او بهرني کاندید فلمونه ارزیابي شوی چې؛ پنځه شپیته ترې غوره شوی دی.

د مسئولینو د معلوماتو له مخې د فلمونو ارزیابي د ګاوڼدیو او یو شمېر اروپایي هېوادونو فلمي متخصصینو ترسره کړې ده.

فسټیوال ته د پنځه شپیتو غوره شویو فلمونو په جمله کې« څلرویشت» افغاني فلمونه دي.

د ایران، ازبکستان، تاجکستان، ازربایجان، امریکا او د ځینو اروپايي هېوادونو فلمونه په دې فیسټیوال کې شامل دي، چې په پای کې به یې اته فلمونه د جایزې وړ وګرځي.

د بشري حقونو په هکله د جوړو شویو فلمونو لومړی نړېوال فسټیوال تیر کال په کابل او مزارشریف ښارونو کې جوړ شوی و.

په دې فسټیوال کې د« سایه» په نامه د یوه افغاني فلم پر خپرولو یو لړ جنجالونه راپور ته او د خپریدو مخه یي ونیول شوه.

د سایه د فلم جوړونکې(اسد سکندر) رسینو ته ویلي و چې؛ په کابل کې د ایران سفارت د ده د فلم د خپریدو مخه نیولې وه.

که څه هم په افغانستان کې دا مهال ځیني خصوصي شرکتونه بېلابېل فلمونه جوړوي، خو د افغان فلم دولتي اداره وايي، چې د فلم جوړولو لپاره کافي بودجه نه لري.

د افغان فلم ريیس محمد ابراهیم عارفي په دې اړه وویل:

«موږ اوس مهال د یو فلم د جوړولو توان هم نه لرو، دا په دې مانا نه ده چې؛ موږ یي مسلکي توان نه لرو بلکې د فلم جوړول بودجه او نور امکانات غواړي او له دولت سره اوس مهال دا امکانات نشته.»

خلک وایي، یو وخت په کابل کې ښار کې دولتي او غیر دولتي کابو اته ویشت سینما ګانې فعالې وي، ځینو ولایتونو هم لرلې، څرنګه چې په افغانستان کې د فلم صنعت ډیره وده نه ده کړې د همدې له امله په تلویزیونو او سیمناوو کې یې بهرني فلمونه او سریالونه خپریږي.

ځینې کتوونکي وايي چې؛ ځیني بهرني فلمونه د افغانستان د خلکو په فرهنګ او عنعناتو ناوړه اغیزه کوي او پکار ده چې د هېواد فلمي صنعت ته وده ورکړل شي.

راپور: خان محمد "سیند"
XS
SM
MD
LG