د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۴

د بشري حقونو د فلمونو دویم نړیوال فسټیوال په کابل کې پرانیستل شو


په افغانستان کې د بشري حقونو د فلمونو دویم نړیوال فسټیوال د شنبې په ورځ پیل شو چې دیوي اونۍ لپاره به په کابل او بامیانو کې دوام وکړي.

د دې فسټیوال جوړوونکي وايي چې؛ په دې فلمي فسټیوال کې به لسګونه افغان او بهرني فلمونه نندارې ته وړاندې شي.

وږمه د یوه هغه فلم نوم دی چې سږ کال په کابل کې د بشري حقونو د فلمونو په دې دویم نړیوال فسټیوال کې ننداري ته کیښودل شو.

دا فلم په افغاني ټولنه کې د یوه هلک او نجلۍ ترمنځ د مینې کیسه بیانوي چې؛ په دې ټولنه کې له بیابیلو ستونزو سره مخ کیږي.

د بشري حقونو د دې نړیوال فسټیوال جوړوونکي وايي چې؛ د دې فلمونو له ښودولو یي هدف دا دی چې؛ خلکو ته د بشر حقونو ارزښت بیان کړي.

د دې فسټيوال یو تن جوړونکی یاسین نګاه ازادۍ راډيو ته وویل چې؛ به دې فسټيوال کې به د اویا فلمونو له ډلې یواځي اتو غوره شویو فلمونو ته جایزي ورکړل شي:

« د دي فیسټیوال هدف دا دی چې باید خلکو ته د تصویرونو او فلمونو له لارې د بشر حقوق ور وپیژنو، به دې فسټیوال کې دنړۍ له ګوټ ګوټ څخه څلور سوه فلمونه راغلي چې تقریباً ۷۰ فلمونه يې د سیالۍ لپاره انتخاب شوي دي، چې له دې ډلې به اتو غوره فلمونو ته مادي او معنوي جایزې وکړو."

د ښاغلي نګاه په وینا به دې فلمي فسټیوال کې به د ګاونډیو او ځینو اروپايي هیوادونو د فلمونو ترڅنګ ۲۴ افغاني فلمونه هم نندارې ته کېښودل شي.

د بشري حقونو په هکله د جوړو شویو فلمونو لومړنۍ نړېوال فسټیوال دوه کاله مخکې په کابل او مزارشریف ښارونو کې جوړ شوی و.

په دې فسټیوال کې د « سایه» په نامه د یوه افغاني فلم پر خپریدو یو لړ جنجالونه هم راپور ته او د خپریدو مخه یي ونیول شوه.

د سایه د فلم جوړونکې (اسد سکندر) رسینو ته ویلي و چې؛ په کابل کې د ایران سفارت د ده د فلم د خپریدو مخه نیولې وه.

په همدي حال کې یو شمیر افغان فلمي لوبغاړي وايي چې؛ د دا ډول فسټیوالو نو جوړول د دې سبب کیږي چې خلک په ځانګړي ډول ښځې د خپلو حقوقو په اړه معلومات پیدا کړي.

دوه ښځینه فلمي لوبغاړې عقیله رضايي او صحرا کریمي به دې اړه ازادۍ ته وویل؛

"۱- زما په نظر د بشر حقونو به دې فیسټیوال کې تر ډيره زمونږ ټولنیزي ستونزې مطرح کوي او دا به د دي سبب شي چې، خلک د بشر حقوقو ته تر پخوا ډير درناوی وکړي او ښه پیغام ورکړي.

۲- دغه چشنواره زما په اند به وکړای شي چې، خلک وهڅوي ترڅو د نورو مسایلو ترڅنګ فرهنګ او هنر ته هم خپله توجه زیاته کړي."


که څه هم په افغانستان کې دا مهال ځیني خصوصي شرکتونه بېلابېل فلمونه جوړوي؛ خو د افغان فلم دولتي اداره وايي، چې د فلم جوړولو لپاره کافي بودجه نه لري او غوښتنه کوي چې افغان دولت او نور مرسته کوونکي اداري دي ورسره مرستي وکړي.

یو شمیر کتوونکي هم به دې نظر دي چې؛ ځیني بهرني فلمونه د افغانستان د خلکو په فرهنګ او عنعناتو ناوړه اغیزه کوي او پکار ده چې، د هېواد فلمي صنعت ته وده ورکړل شي.

راپور: ناجیه ساپۍ
XS
SM
MD
LG