د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۵

د ښځینه فلمونو نړېوال فیسټیوال په هرات کې پرانسیتل شو


په هرات کې د ښځو د فلمونو نړیوال فیسټیوال د پرانیستې په لومړۍ ورځ د نندارچیانو له تود هرکلي سره مخ شو.

د رویا فلم بنسټ اېښودونکې او د دې فیسټیوال مشرې رویا سادات ازادي راډیو ته وویل؛ تر پنځه سوو زیات کسان د فلم د نندارې لپاره راغلي وو چې په کې له بریتانیا؛ ایران، تاجکستان او هندوستان څخه ورغلي میلمنو هم برخه لرله.

رویا سادات وايي، له پنځه سوو فلمونو څخه شپږ څلوېښت فلمونه د نندارې لپاره غوره شوي چې ټول یې یا ښځو جوړ کړي او یا د ښځو د حقونو په اړه دي.

”د ښځو د حقونو اړوند مسالې په ځانګړې توګه د جنسیتي برابرۍ موضوعات او د ښځو د حقونو په اړه شته اندېښنې د فلمونو موضوعات دي. خو ټول فلمونه داسې نه دي چې په کې اصلاً د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی ښودل شوی وي. فلمونه په بیلابیلو کټګوریو کې راغلي؛ کومیډي فلمونه، کورني او داسې چې له مختلفو لارو یې د ښځو اړوند مسالې څیړلې دي.“

د ارمان شهر د بنسټ مشره ګیسو جهانګیري هم د دې فیسټیوال له جوړونکو څخه ده. نوموړې له فرانسې څخه په تیلفوني خبرو کې ازادي راډیو ته وویل؛ د دې فیسټیوال یو هدف دا دی چې مدني ټولنه د بشري حقونو فعالان او فرهنګیان د نوي حکومت سره د خبرو اترو یو نوی پړاو پیل کړي:

”دا فیسټیوال موږ ته د دې فرصت راکوي چې د ښځو ستونزې د یو فرهنګي نوښت له لارې د چارواکو تر غوږ ورسوو او یادونه وکړو چې د افغانستان ځوانانو؛ ښځو اوسړیو د پرمختګ لپاره ملا تړلې ده."

په هرات کې د ښځو د فلمونو فیسټیوال په داسې حال کې جوړیږي چې افغان ولسمشر د حکومت په بیلابیلو برخو کې د ښځو د ګډون پر زیاتیدو ټینګار کړی دی.

ولسمشر اشرف غني وړمه ورځ وویل؛ ښځې کولی شی په بیلابیلو سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو برخو کې مهم رول ولوبوي او حکومت یې ژمن دی چې د هغوی د فعالیت لپاره مناسبه زمینه برابره کړي.

ښاغلي غني دا څرګندونې په کابل کې د ښځو د وړتیاوو د زیاتولو په هدف د یو پنځه کلن پروګرام په پرانیسته کې وکړې.

افغان ولسمشر د امریکا د نړیوالې پراختیايي ادارې په دوسوه شپاړس میلیونه ډالرو مالي لګښت د افغان ښځو لپاره دا پروژه ګټوره وبلله او ژمنه یې وکړه چې حکومت به یې په عملي کولو کې همکاري وکړي.

په هرات کې د ښځو د فلمونو د نړیوال فیسټیوال یو هدف هم د ښځو د وړتیاوو زیاتول دي په ځانګړې توګه د سینما په برخه کې.

دا فیسټیوال به د دوشنبې تر ورځې پورې دوام وکړي. رویا سادات وايي، د فیسټیوال لپاره له غوره شویو شپږ څلوېښت فلمونو څخه اتلس فلمونه یې افغانانو جوړ کړي او نور د سیمې او نړۍ فلمونه دي چې په فیسټیوال کې ښودل کیږي.

سادات وايي، له ارزونې وروسته به د فیسټیوال درې غوره فلمونو ته جایزې ورکړل شي.

XS
SM
MD
LG