د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۰

په افغانستان کې د چک جمهوریت د PRT په اړه جوړ شوی فلم نندارې ته وړاندې شو


په وروستیوکې په افغانستان د ناټو تر قومانده لاندې د چک جمهوریت د ولایتي بیارغونې د ډلې (PRT) د فعالیت په اړه یو مستند فلم د پراګ ښار په بیلا بیلو سینما ګانو کې نندارې ته وړاندې شو.

د چک جمهوریت د (PRT) ډلو د ۲۰۰۸م کال له پيله د تېرکال تر فبرورۍ پورې په ټول افغانستان کې فعالیت کاوه؛ خو مرکز یې په لوګر کې و.

فلم جوړونکي رادیم پاچیک د خپل هېواد د (PRT) ډلو د فعالیتو په اړه دا مستند فلم په تقریباً یوه کال کې جوړ کړی دی.

د (را روان) یا ان کمنګ (Incoming) په نوم دا مستند فلم شپيته دقیقې دی او د یوې نړۍ (One World) په نوم د مستندو فلمونو په اروپايي فیسټیوال کې ښه ځلیدلی دی.

د رادیم پاچیک په دې مستند فلم کې د لوګر د خلکو ستونزې راخیستل شوي؛ د ښوونځیو او روغتونو اړتیا ته اشاره شوې او د امنیت د نشتوالي په خاطر د خلکو د اندیښنو په اړه د کارپوهانو نظرونه پوښتل شوي دي.

په دې فلم کې د امنیت ترڅنګ هغو کلتوري ستونزو ته هم اشاره شوې چې د چک جمهوریت عسکر په افغانستان کې ورسره مخامخ وو او د هغوی د هڅو لپاره یې خنډ جوړ کړی وو.

راديم پاچیک د دې مستند فلم د جوړلو لپاره لږترلږه درې وارې افغانستان ته تللی او د لوګر مختلفو ولسوالیو ته یې سفرونه کړي دي.

پاچیک د پنج شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې؛ د فلم هدف د چک جمهوریت خلکو ته د دې پيغام رسول وو چې؛ په افغانستان کې د دوی پوځي ماموریت افغانانو ته بشري مرستې کولې:

"زیاتو چکانو په افغانستان کې زموږ له پوځي ماموریت سره موافقه نه درلوده. هغوی فکر کاوه چې زموږ عسکر هلته جنګ ته تللي دي. ما غوښتل خپل خلک په دې خبر کړم چې د دوی د ولایتي بیارغونې ډلو خلک نه وژل بلکه ښوونځي یې جوړول، پلونه یې رغول او د روغتونو لپاره یې ودانۍ جوړولې."

په افغانستان کې د ناټو تر مشرۍ لاندې د چک جمهوریت د ولایتي بیارغونې ډلې (پي. آر. ټي) په لوګر کې پينځه کاله کار وکړ او په څه باندې دوه سوه عام المنفعه پروژو کې یې مرسته وکړه.

فلم جوړونکی رادیم پاچیک وايي؛ د افغانستان او چک جمهوریت خلک د پخواني شوروي لخوا د اشغال ترخې خاطرې لري.

دواړه ولسونه له دې امله د یوه بل په وړاندې د همدردۍ ځانګړی احساس کوي.

پاچیک وايي، ښايي همدا دلیل وو چې دچک عسکرو په افغانستان کې د ناټو تر قومانده لاندې د خپل پوځي ماموریت پر مهال د نورو اروپايي ولسونو په پرتله کم انساني تلفات درلودل.

رادیم پاچیک ټينګار وکړ چې د چک جمهوریت خلک باید په دې وپوهیږي چې په افغانستان کې د دوي ملکي خدمتونو ته ډيره اړتیا ده.
XS
SM
MD
LG