د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۲

په کابل کې د تیاتر شپږم فیسټیوال جوړیږي


د راتلونكي شنبې په ورځ به په كابل كې د افغانستان د ملي تياتر ورځنی شپږم فيسټيوال جوړ شي، چې په دغه فيسټیوال كې به له مركز او ولايتونو څخه د تياتر مختلفي پارچي ننداري ته وړاندي شي.

په كابل كې د افغانستان د تياتر په لسګونو لوبغاړي سره راټول شوي څو د خپل هنر مينه والو ته د تيارتر د شپږم فيسټيوال پرمهال خپلې هنري نندارې وړاندې كړي.

دغه فیسټيوال د كابل د تياتر په نوښت جوړيږي خو مالي مرسته وروسره د فرانسې، جرمني، بريتانيا او د متحده ايالاتو د كلتوري ادارو له خوا شوې ده.

په كابل كې د جرمني د ګويتې انسټيټيوټ د كلتوري څانكي مشر ابراهيم هوتك د دغه فيسټیوال په اړه د پنجشنبې په ورځ په يوې خبري غونډه كې وويل:

"ګڼ شمېر تیاتري ډلو غوښتل چې په دې فیسټیوال کې ګډون وکړي، موږ د شپږم فیسټیوال په پام کې نیولو سره او د کیفیت د ښه والي په خاطر یو څه نا څه تصفیه وکړله.

د پذیرش کميټې له ګڼ شمېر راغلو ډلو څخه مو یوازې شپاړلس ډلې غوره وګڼلې، چې په رقابتي برخه کې ګډون وکړي. له دیارلس ولایتونو څخه راغلو ډلو څخه شپاړلس ډلې خپلې هنري ټوټې نندارې ته وړاندې کړي "

د تېرو پنځو كلونو په موده كې په كابل كې پنځه تياتري فيسټيوالونه جوړ شوي دي، چې د افغانستان د مركز كابل او د يو شمېر نورو ولايتونو څخه زياتولو بغاړو په كې برخه اخيستي وه.
د افغانستان د تیاتر شپږم ملي فیستیوال د راتلونکې شنبې په ورځ کابل کې جوړېږي.


د دغه شپږم تياتري فيسټیوال مسوولين وايي، چې سږ كال به په كې له تاجكستان څخه هم د تياتر يو شمير لوبغاړي د ميلمنو په توګه ګډون وكړي.

ابراهيم هوتك دا هم وويل، چې د دې فيسټیوال په پای كې به د تياتر تر ټولو غوره لوبغاړي وټاکل شي.

"موږ شپږ جایزې لرو، چې هغه به تر ټولو غوره د سینما نارینه او ښځینه هنرمندانو، غوره تیاتر، غوره لیکوال او غوره لوبغاړو ته ورکول شي."

چارواكي وايي چې د دغه ډول تياتري فيسټيوالونو د جوړولو لپاره زياتې ستونزي نه لري خو يواځې د ښځينه هنرمندانو يا ښځينه لوبغاړو له كمښت سره مخ دي.

په افغانستان كې تياتر د شاه امان الله خان له وخته پيل شوی دی او يو وخت په سيمه كې يې خپل ځانګړي ځای درلود خو وروستيو څو لسيزو جګړو د تياتر برخه هم ډېره سخته ځپلې ده.

چارواكي وايي، چې د دغو تياتري فيسټیوالونو له جوړولو څخه يې هدف همدا دی، چې لومړی خپل هويت ثابت او بيا په سيمه او نړۍ كې يو په بل پسې وځليږي.
XS
SM
MD
LG