د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۵

د افغان ماشومانو تعلیمي سرکس څه کم درې میلیونو ماشومانو ته نندارې وړاندې کړي


په کابل کې د افغان ماشومانو د ښوونیز او زونیز سرکس فیسټوال د شنبې په ورځ پای ته ورسید.

دې سرکس تیره اوونۍ د کابل ښار په ځینو پارکونو او پغمان ولسوالۍ کې د سرکس او جمناستک مختلفې لوبې نندارچېانوته وړاندې کړې.

د افغانستان د ماشومانو د سرکس موسسه وایي د هېواد د ماشومانو د تفریح او خوښۍ لپاره هڅې کوي چې افغان ماشومان د ښوونځي د درسونو ترڅنګ په یولړ مثبتو سپورتي او تفریحي فعالیتونو هم بوخت وساتي.

په همدی نیت په کابل کې د افغانستان د ماشومانو د تعلیمي او روزنیز سرکس له خوا تېره اوونۍ د کابل ښار په بیلابیلو پارکونو او د پغمان په ولسوالۍ کې د دې سرکس د فیسټوال نندارې پیل او د شنبې تر ورځې یې دوام وکړ.

د دې فیسټیوال وروستۍ ننداره د کابل ښار په بابر بڼ کې ترسره شوه.
د افغان ماشومانو د سرکس د موسسې مسوول امیر ازادي راډیو ته وویل؛ د یوشمېر بهرنیو موسسو په مرسته یې د هېواد په میلیونو ماشومان چې نجونې هم په کې دې دغو جمناستیکي او تفریجي پروګرامونو ته هڅولي او روزلي دي.

"دا سرکس توانیدلی په لسو کلونو کې مختلف پروګرامونه پلی کړي او توانیدلي چې دوه میلیونه او اوه لکه ماشومان ترپوښښ لاندې راولي.

په پنځه ویشتو ولایتونو کې فعالیت لرو او تفریحي، سپورتي پروګرامونه پرمخ بیایو."


د افغانستان د ماشومانو د تعلیمي او روزنیر سرکس موسسې د معلوماتو له مخې یاده موسسه یوه کورنۍ غیر انتفاعي او غیر دولتي موسسه ده چې؛ د هېواد د ماشومانو د تفریج اوسپورتي فعالیتونو لپاره کار کوي.

دا موسسه د "اېم. اېم. سي. س" یاد ماشومانو لپاره د نړېوال سرکس موسسې په مرسته په یوزرو درې سوه یواتیایم لمریز کال کې په کابل کې فعال شوی دی.

د یادې موسسې مسولینو وویل چې؛ دوی په فرهنګي، تفریحي او سپورټي لنډ مهالو کورسونو کې د هېواد ماشومان روزي.

د افغان ماشومانو د سرکس د موسسې یوه زده کوونکې ازادي راډیو ته وویل؛ مینه لري چې، د زده کړو ترڅنګ ځیني تفریحي او سپورتي فعالیتونه هم وکړي. ده ازادی راډیوته وویل:

"زمانوم محمد عمران دی، دا موسسه راغله او خپل پروګرامونه یې موږ ته وویل؛ کال کې کيږي چې، د تقسیم اوقات له مخې ورځم، اکروبات، بایسکل، پنډوسکه او داسې نور پروګرامونه مې زده کړل، مینه ورسره لرم، سپورټ دی."

د فیسټوال په دی ورځ په کابل د ډنمارک سفیر "هینریک برامسن هان" دغه ماشومان له نږدې وکتل او د دوی استعدادونه یې وستایل.

د افغانستان خلک وایي، په دې هېواد کې ناامنیو او جنګونو د ډیرو پرمختګونو مخه نیولې؛ خو ماشومان او تنکي ځوانان یې تفریحي، سپورټي او تعلیمي فعالیتونو سره مینه لري.

کارپوهان وایي، که دا ډول پروګرامونه په هېواد کې پراخ شي؛ ټنکي ځوانان به په مثبتو جسمي او فکري فعالیتونو بوخت او سالمه وده به وکړي.

راپور: خان محمد سیند
XS
SM
MD
LG