د پېښور-تورخم لويې لارې د بندېدو دوام؛ افغان سوداګرو او بزګرانو ته میلیونونه ډالره زیان اوښتی

د تورخم دروازې یوه څنډه

نږدې یوه نیمه میاشت کېږي چې د پېښور-تورخم لويه لاره د سوداګریزو توکو د لېږد رالېږد پر مخ تړل شوې چې له امله یې افغان سوداګرو او بزګرانو ته میلیونونه ډالره زیان اوښتی دی.

یو شمېر افغان سوداګر وايي، د دغه لارې د تړل کېدو له امله دوی ته میلیونونه ډالره زیان اوښتی دی.

داسې مهال چې په افغانستان کې د تازه مېوو د پخېدو موسم افغان سوداګر غوښتنه کوي چې باید دا لویه لار د سوداګریزو توکو پر مخ پرانیستل شي.

افغان سوداګر رفیع‌الله وايي: که څه هم موږ هڅه کړې چې مسیر بدل کړو، غلام بندر خواته، خو تازه هغه لاره هم تړل شوې ده. د شهرنو په لاره مو هم هڅه کړې، خو نتیجه یې نه ده ورکړې.

د تازه مېوو افغان سوداګر رفیع‌الله ازادي راډيو ته وویل: "له يوې مياشتې ډېره موده کېږي چې تورخم لاره بنده ده، اوس چې په افغانستان کې د تازه مېوې موسم دی، د لارې بندېدو افغان سوداګرو ته ډېر زیانونه اړولي دي. که څه هم موږ هڅه کړې چې مسیر بدل کړو، غلام بندر خواته، خو تازه هغه لاره هم تړل شوې ده. د شهرنو په لاره مو هم هڅه کړې، خو نتیجه یې نه ده ورکړې. "

نوموړى ادعا کوي چې د تورخم د لارې د تړل کېدو له امله ورته نږدې لس ميليونه افغانۍ زيان اوښتى.

یو بل افغان سوداګر اسرارالحق نيازي ازادي راډيو ته وويل: "غوښتنه مو همدغه ده چې دواړه هېوادونه او حکومتونه که افغانستان دى، که پاکستان بايد د عوامو لپاره سهولتونه برابر کړي، په زړه کې لږ رحم واچوي او په ګډه دغه ستونزې حل کړي."

په همدې حال کې د افغانستان د سوداګرۍ خونه وايي چې د لارې د خلاصېدو په برخه کې هڅو تراوسه مثبته پایله نه ده ورکړې.

د دې خونې د مدیره پلاوي غړي خان جان الکوزي ازادي راډيو ته وویل: "زموږ د تازه مېوو او صادارتو وخت دی، خو د لارې د بندېدو له امله سوداګرو ته میلیونونه ډالره زیان ورسېده، هڅې روانې دي چې د تورخم لاره خلاصه شي، خو پایله یې نه ده ورکړې، د انګور اډې د لارې د خلاصېدو هڅې هم روانې دي، خو تراوسه نه ده خلاصه شوې، يوازې د بولدک له لارې صادارات کېږي، نور واردات او ټرانزیټ په ټپه ولاړ دي."

د افغانستان د سوداګرۍ خونې د مدیره پلاوي غړی خان جان الکوزی

د خیبرپښتونخوا د بیګیاړي په سیمه کې د پېښور-تورخم دا لاره څه باندې يوه مياشت وړاندې د ولسي احتجاج کوونکو له لوري تړل شوې ده.

په اسلام‌آباد کې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان سفارت د اګست په ٢٧مه د يوې اعلاميې په خپرولو سره د پاکستان له حکومته د دغې لارې د خلاصېدو په برخه کې د جدي پاملرنې غوښتنه کړې وه.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې ویلي، سږ کال د افغانستان او پاکستان ترمنځ په سوداګرۍ کې ۶۰ سلنه کموالی راغلی دی.

مخلص وايي: دواړه لورو ته ډېرې زياتې لارۍ ولاړې دي، که کومه لارې تېره هم شي د لارې د خرابوالي او د نورو موټرو د ولاړوالي لپاره مال پر وخت مارکېټ ته نه رسېږي.

په ننګرهار کې د پاک-افغان سوداګرۍ خونې سلاکار ډاکتر مخلص ازادي راډيو ته وویل: "زمونږ د لاريو پر تګ او راتګ کې ډېر کمښت راغلى دى، هغه لارۍ چې په نورمال حالت کې راتلې شپېته اويا سلنه کم شوي دي، دواړه لورو ته ډېرې زياتې لارۍ ولاړې دي، که کومه لارې تېره هم شي د لارې د خرابوالي او د نورو موټرو د ولاړوالي لپاره مال پر وخت مارکېټ ته نه رسېږي."

افغانستان يو له هغو هېوادونو څخه دی چې د صادراتو او وارداتو تر منځ یې مناسب انډول او تعادل شتون نه لري.

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د معلوماتو له مخې، له نورو هېوادونو سره هر کال د افغانستان سوداګرۍ شاوخوا لس میلیارده ډالره ته رسېږي چې شاوخوا دوه میلیارده ډالره یې يوازې صادرات دي.

له دغو صادراتو څخه شاوخوا یو میلیارد ډالر پاکستان ته صادرېږي، خو د ګډو پولو تړل کېدل او کله ناکله د ګمرکي تعرفو لوړېدل له پاکستان سره د سوداګرۍ د کمېدو لامل کېږي.