د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۳

طالبان: له پاکستانه د بې‌اسنادو افغان کډوالو جبري ایستل دوام لري


له پاکستانه ایستل شوي افغان کډوال
له پاکستانه ایستل شوي افغان کډوال

وروسته له هغې، چې د پاکستان موقت حکومت وويل، د بې اسنادو افغان کډوالو د اوسېدو موده یې غځولې، د طالبانو حکومت له له یاد هېواد څخه د افغان کډوالو د جبري شړلو د دوام خبر وکړ.

د پاکستان د حکومت له‌خوا په هغه هېواد کې د بې اسنادو افغان کډوالو د اوسېدو د مودې غځېدو له اعلان وروسته، ظاهراً له پاکستان څخه د افغانانو د جبري شړلو لړۍ نه ده درېدلې.

د طالبانو د حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت په ايکس‌پاڼه کې د خپرو شويو شمېرو له مخې، د فبرورۍ له پنځمې تر لسمې پورې د پاکستان حکومت ۷۷۶ افغان کډوال د تورخم او سپین بولدک له لارې له ياد هېواده ایستلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان په کراچۍ ښار کې د طالبانو د حکومت قونسل عبدالجبار تخاري د فبرورۍ په څلورمه ازادي راډيو ته وویل چې د پاکستان موقت حکومت د افغان بى اسناد کډوالو د اوسېدو موده د مارچ تر پایه غځولې ده.

پاکستانۍ رسنۍ خیبر نیوز هم د فبرورۍ په ۳مه په دې اړه د سرچینو په حواله راپور ورکړی او ویلي یې دي چې دغه پرېکړه د پاکستان د سرحدونو چارو وزارت د غوښتنې پر بنسټ شوې ده.

خو له پاکستان څخه یو شمېر شړل شوي کډوال او د هغوی خپلوان تاییدوي چې د بى اسنادو افغان کډوالو د ایستلو بهیر نه دی درول شوی.

په پاکستان کې یو افغان کډوال چې د امنیتي ستونزو له امله نه غواړي نوم يې په راپور کې ياد کړل شي، ازادي راډيو ته وویل: "د غرمې دولس بجې څو دقیقې وې چې پولیس زموږ کور ته ننوتل او زما دوه ورونه یې له ځانه سره یوړل او نورو چې ویزې درلودې زموږ ویزې یې ولیدلې او موږ ته یې څه ونه ویل، ورونو مې ډېر دلايل وړاندې کړل چې موږ خپلې ویزې تمدید کړي او د پروسس کې دي او پخپله د پاکستان حکومت ویزې نه ورکوي، پولیسو د دوی خبرو ته غوږ و نه نيوه، زما مور چې یوه ناروغه ښځه ده، حتی پولیسو زما د مور خبرو ته پام و نه کړ."

مسیح حنفي چې په دې وروستیو کې له پاکستانه ایستل شوی، ازادي راډيو ته وویل چې په کراچۍ کې له دوو میاشتو بند تېرولو وروسته یوه اوونۍ وړاندې بېرته افغانستان ته لېږل شوی دی.

هغه وویل: "دلته ډېره غريبي وه لاس مو تنګ و له همدې امله موږ له کندهاره پاکستان ته د قاچاق په ډول لاړو، هلته مې يو کال کار وکړ، وروسته د اخراج لړۍ پيل شوه، هغوی زه ونيولم او دوه مياشتې يې بندي کړم. څو ورځې کېږي افغانستان ته راغلي يوو، نه پیسې شته او نه کار، همدلته پراته يوو."

له پاکستانه ایستل شوي افغان کډوال په سپین بولدک کې.
له پاکستانه ایستل شوي افغان کډوال په سپین بولدک کې.

بل‌خوا په پاکستان کې یو شمېر افغان کډوال ادعا کوي چې د استوګنې د لازمو اسنادو په درلودلو سره سره بیا هم د دغه هېواد د پولیسو له‌خوا ځورول کېږي.

د پاکستان په پېښور ښار کې يو تن چې د موضوع د حساسيت له امله يې د نوم له څرګندولو ډډه کوله، ازادي راډيو ته وويل: "پولیس د دروازې شاته راغلل، پوښتنه یې وکړه چې تاسو 'این‌ او‌ سي' لرئ که نه؟ موږ وویل چې موږ 'این او سي' نه‌لرو، خو موږ د کور ټول اسناد لرو، پاسپورټونه او ویزې هم راسره دي، خو دوی زمونږ خبرې ونه منلې او پاسپورټونه يې قيد کړل او ویې ویل چې سبا د پولیسو ټانې ته راشئ. سبا موږ لاړو او هغوی ته مو وویل چې تاسو زموږ پاسپورټونه قيد کړل، دوی زموږ سره ډېر بد چلند وکړ او زموږ ملګري یې د څو ساعتونو لپاره په زندان کې واچول، زموږ قضیه یې محکمې ته راجع کړه. کله چې موږ محکمې ته لاړو له پروسې څخه وروسته موږ ته وویل شول چې زموږ په اسنادو کې کومه ستونزه نه‌شته او موږ په ډېر مشکل سره خپل پاسپورټ بېرته ترلاسه کړ."

'این او سي' هغه پاڼه ده چې د پاکستان د پولیسو له‌خوا هغو کډوالو ته ورکول کیږي چې په ياد هېواد کې کور کرایه کوي.

وړاندې د پاکستان موقت حکومت په دغه هېواد کې د بې‌اسنادو افغان کډوالو شمېر یو میلیون او ۷۰۰ زره اعلان کړی و او د ۲۰۲۳ کال د نومبر له لومړۍ نېټې یې د هغوی د ایستلو بهیر پیل کړی و.

د وروستیو راپورونو له مخې، د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر له ۱۵ راهیسې له پاکستانه تر ۵۰۰ زره ډېر بې اسناده افغان کډوال ایستل شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG