ګوتېرېش: افغان ښځې او نجونې د جنسیت پر بنسټ د تبعیض او ظلم له ژور بحران سره مخ دي

د ملګرو ملتونو د سازمان سرمنشي انتونیو ګوتېرېش

د ملګرو ملتونو د سازمان سرمنشي انتونیو ګوتېرېش وايي، افغان ښځې او نجونې د جنسیت پر بنسټ د تبعیض او ظلم له ژور بحران سره مخ دي.

ګوتېرېش دا خبرې پرون په ملګرو ملتونو کې د افغان ښځو په اړه یوې غونډې ته وکړې.

انتونیو ګوتېرېش وايي: افغان مېرمنې او نجونې تر ډېره په خپلو کورونو کې بندې دي چې د تګ راتګ ازادي نه لري او تعلیم یا کار ته یې لاسرسی په نشت حساب دی.

هغه وویل: "د افغانستان ښځې او نجونې د جنسیت پر بنسټ د تبعیض او ظلم له ژور بحران سره مخ دي. نوی قانون چې تېره میاشت نافذ شو، له عامه ژوند څخه د ښځو او نجونو سیستماتیک له منځه وړلو ته رسمي بڼه ورکړه. افغان مېرمنې او نجونې تر ډېره په خپلو کورونو کې بندې دي چې د تګ راتګ ازادي نه لري او تعلیم یا کار ته یې لاسرسی په نشت حساب دی."

تېره میاشت، طالبانو د امر باالمعروف نوی قانون تصویب او نافذ کړ چې له مخې یې آن د ښځو پر غږ هم بندیز ولګول شو.

انتونیو ګوتېرېش له طالبانو وغوښتل چې سمدستي پر ښځو او نجونو ټول بندیزونه لرې کړي او د نجونو پر مخ ښوونځي او پوهنتونونه پرانېزي.

له بلې خوا د هالیووډ نامتو لوبغاړې میري لوییز سټريپ هم په بېګانۍ غونډه کې د افغان نجونو او ښځو په ملاتړ غږ اوچت کړ.

مېرمن سټریپ غونډې ته په وینا کې د افغان نجونو په ملاتړ د نړیوالو د مداخلې غوښتنه وکړه.

هغې وویل: "موږ نن دلته د دې لپاره غونډ شوي یو چې له تاسو سره یووالی څرګند کړو او نړیواله ټولنه په تېره هغو چې له افغانستان سره تعامل ته دوام ورکوي وهڅوو چې ستاسو په استازیتوب مداخله وکړي."

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې هم په دې غونډه کې وویل چې د طالبانو د امر بالمعروف نوی قانون د دوحې پروسه د له منځه تلو له خطر سره مخامخ کوي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي مرستیاله روزمیري ډیکارلو

روزمیري ډیکارلو چې د روان کال په دوبي کې د طالبانو او د ۲۵ هېوادونو د استازو په ګډون د دوحې د درېیمې غونډې مشري یې کوله غونډې ته وویل چې ځینو هېوادونو د طالبانو له دې فرمان څخه مخکې لېوالتیا لرله چې د دوحې موافقه پرمخ بوځي، خو د دې په وینا اوس وضعیت ډېر پېچلی شوی دی.

د افغان ښځو په اړه دې غونډه کې یو شمېر افغان ښځینه فعالانو له هغې ډلې فوزیې کوفي هم برخه اخیستې وه.

اغلې کوفي غونډې ته وویل چې د طالبانو په حکومت کې نه یواځې ښځې، بلکې نارینه هم اغېزمن دي، خو ښځې په دې خاطر له سړیو د دې په خبره ګیله‌منې دي چې په سختو حالاتو کې د دوی تر څنګ ونه درېدل.

افغان ښځینه فعاله او د افغانستان په تېر نظام کې د ولسي جرګې غړې فوزیه کوفي

د افغان ښځو په اړه په ملګرو ملتونو کې دا غونډه د دې لپاره جوړه شوې وه چې له نړیوالې ټولنې وغوښتل شي څو پر ښځو او نجونو د طالبانو د بندیزونو او زورزیاتي د مخنیوي لپاره ګام پورته کړي.

طالبان چې د ۲۰۲۱م کال په اګست کې واک ته رسېدلي، وايي چې د شریعت په اساس د ښځو حقوق ورکوي.

دوی نجونې له شپږم ټولګي پورته له زده‌کړو محرومې کړي.

د نجونو او ښځو پر مخ یې د پوهنتون دروازې تړلي او تقریباً په اکثرو برخو کې یې د ښځو د کار مخه نیولې ده.

د نړیوالې ټولنې له غوښتنو سره سره طالبانو لا د ښځو او نجونو په وړاندې په لګول شویو محدودیتونو کې نرمښت نه دی راوستی.