پر ډیورنډ کرښه د پاکستاني ځواکونو او طالبانو جګړه؛ چارواکي: یو طالب او درې پاکستاني پوله ساتي وژل شوي

ارشیف: پر ډیورنډ کرښه پاکستانی پوله ساتی د پيرې پر مهال

د افغانستان په جنوب ختیځ خوست ولایت کې د غلام خان بندر اړوند ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د تېر ماښام پیل شوې جګړه د ځايي طالب چارواکو په خبره، درېدلې خو کاروباریان وايي، حالات نورمال نه دي او د بیا جګړې امکان هم شته.

د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې د طالبانو او پاکستاني پوله ساتو ځواکونو ترمنځ درنې وسلې کارول شوي دي.

د خوست ولایت د غلام خان بندر کمیسار بلال جان وردګ د جمعې په ورځ د سپټمبر۲۰مه ازادي راډیو ته وویل، په نښته کې د هاوان مرمیو د لګېدلو له کبله یو طالب وژل شوی او نوموړې ادعا کوي چې دغه نښته کې درې پاکستاني سرتېري هم وژل شوي دي.

وردګ وویل: "ماښام شپږ نیمي بجې جنګ شروع شو او د شپې تر دوو بجو یې دوام وکړ، د هغوی له اړخه هاوانونه فیر شول چې زموږ له ساحې وړاندې هلته د دفاع وزارت لومړی کنډک دی، لګېدلي دي، یو تن مجاهد شهید شوی او زموږ د معلومات له مخې، هاغاړه درې تنه وژل شوي، خو هغوی موږ ته یو کس ښيي."

بلال وردګ د نښتې د لامل په اړه څه نه وايي، خو اوس وضعیت نورمال ښيي.

که څه هم د غلام خان بندر کمیسار د وضعیت د عادي کېدو خبره کوي، خو په غلام خان بندر کې ځینې کاروباریان وضعیت ښه نه ګڼي او وايي، هټۍ او تاسیسات لا هم بند دي.

د غلام خان بندر یوه څنډه

په غلام خان بندر کې یوه کارو باري بسم‌الله په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "حالات نورمال نه دي او د بیا جګړې امکان هم شته، دوکانونه همدا اوس تړلي دي، ځینې کورونه د پاکستاني ځواکونو له‌خوا د توپ په مرمیو لګېدلي چې مالي زیانونه لري، خو د ځاني زیان په اړه معلومات نه‌شته."

د بسم‌الله په خبره، د افغان طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته کې دواړو لوريو درنې وسلې کارولي دي.

دا لومړۍ ځل نه دي چې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د طالبانو او پاکستاني پوله ساتو ځواکونو ترمنځ نښتې کېږي، بلکې تر دې وړاندې د روانې سپټمبر میاشتې په لومړیو کې هم د خوست په ځاځي میدان کې د دواړو لوریو ترمنځ جګړې شوې وې.

په دې اړه نور: د خوست اوسېدونکي: د طالب او پاکستانيو ځواکونو ترمنځ نښتې لا هم روانې دي
په دې اړه نور: د سيمې خلک: ځاځي ميدان کې د طالبانو او پاکستاني پوله‌ساتو ترمنځ نن هم نښتې دوام درلود

هغه مهال هم د خوست لپاره د طالبانو د والي ویاند له ازادي راډیو سره په خبرو کې ویلي چې طالبانو د پاکستاني پوله ساتو ځواکونو مقابل کې ځوابي برید کړی دی.

یو شمېر ځايي خبریالانو له ازادي راډیو سره په خبرو کې ویلي چې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د وروستیو نښتو له امله ګڼې کورنۍ اړې شوې چې خپلې سیمې پرېږدي.

د پاکستان حکومت او پاکستاني چارواکو د وروستۍ نښتې په اړه څه نه دي ویلي.

ملګرو ملتونو ویلي چې په تېرو درېیو میاشتو کې د طالبانو او پاکستاني پوله ساتو ځواکونو ترمنځ د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې ۱۳ ځله نښتې شوې دي.

دغه خبره د ملګرو ملتونو سرمنشي د سپټمبر په ۱۷مه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د درې میاشتني راپور د وړاندې کولو پرمهال کړې وه.