د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۴

یو شمېر کارکوونکي: طالبانو تجربه لرونکي او مسلکي کسان ګوښه او پرځای یې خپل کسان ګمارلي


د طالبانو په کنټرول کې د افغانستان مالیې وزارت
د طالبانو په کنټرول کې د افغانستان مالیې وزارت

د افغانستان حکومت د پخوانیو کارکوونکو ادعا چې وايي، د طالبانو حکومت دوى له دندو ګوښه کړي او پرځای یې خپل نږدې کسان ګمارلي.

ځینو دغو کارکوونکو په ځانګړې توګه ښځو ازادي راډیو سره په خبرو کې ادعا وکړه چې طالبانو د افغانستان حکومت سلګونه پخواني کارکوونکي له دندو ګوښه کړي او پرځای یې خپل نږدې کسان او خپلوان ګومارلي.

دوی ادعا کوي چې د طالبانو د حکومت له لوري نوي ټاکل شوي کارکوونکي دې بستونو ته وړ نه دي او اداري تجربه نه لري.

د دې سرچينې د معلوماتو له مخې، چې ځان د پخواني حکومت دولتي کارکوونکى بولي، وايي چې طالبانو په تېرو درېيو کلونو کې د تېر جمهوري حکومت د پام وړ شمېر مسلکي کارکوونکي له دندو ګوښه کړي او خپل کسان يې پر ځاى ګمارلي دي.

له دې ډلې څخه د رجال برجسته قطعې یا د لوړپوړو چارواکو د امنیت د ساتنې د ریاست یوې پخوانۍ ښځینه کارکوونکې چې نه یې غوښتل د موضوع د حساسيت له امله يې نوم په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډیو ته وویل چې طالبانو د دې ادارې ټول کارکوونکي له دندو ګوښه کړي او د هغوی پرځای یې نوي کسان ګمارلي.

هغه وايي: "د درې کلونو په تېرېدو سره او د نوي فرمان له مخې چې د ټولو ښځينه کارکوونکو معاش پنځه زره افغانۍ ده، موږ زنګ وواهه چې وګورو په دغه فرمان کې شامل يو که نه مونږ ته يې وويل چې تاسو ډېر وخت وشو چې له دندو ګوښه شوي ياست او ستاسو په ځای نور کسان مقرر شوي، دا واقعاً د افسوس خبره ده چې ما کلونه کلونه زده کړې کړي، کاري تجربه لرم په کور ناسته يم او زما پر ځای یو کس جې جهاد يې کړى کار کوي."

د يادې دولتي ادارې يوه بل کارکوونکي د نوم او غږ د نه خپرېدو په شرط له ازادۍ راډيو سره داسې اسناد شريک کړل چې ښکاري طالبانو د دغه دفتر د لوژستيکي، مالي او د نشراتو مديريت کارکونکي لرې کړي او پر ځاى يې خپل ملګري او خپلوان ګمارلي کړي.

دغه له دندو ګوښه کېدل او نوې ګمارنې په پوځي برخو کې هم د پام وړ تر سترګو کېږي.

د ملي امنيت يو پخواني کارکونکي چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي، ازادي راډيو ته وویل چې دا لړۍ لا هم روانه ده.

هغه وویل: "هغه کسان چې د بېلابېلو امنيتي څانګو مسوولين وو له دندو ګوښه کړل شوي چې يو يې زه يم او له هغه وروسته زموږ ژوند ډېر پېچلی شو، دوی داسې کسان په دندو وګومارل چې د ٢١ پېړۍ د حکومتوالۍ په نظام نه پوهېدل او دا لړۍ لا هم روانه ده."

له دې ګوښه کېدلو سربېره په تېر حکومت کې يو شمېر پوځي او امنيتي منسوبين د امنيتي ګواښونو له امله له هېواده وتلو ته اړ شوي چې ډېرى يې ګاونډيو هېوادونو ايران او پاکستان ته کډوال شوي او اوسمهال په بې برخليکه حالت کې ژوند کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج‌الدین حقاني هم د چهارشنبې په ورځ د د کار په ملي کنفرانس کې د خپلې وینا پر مهال په دې موضوع نیوکه وکړه.

د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج‌الدین حقاني
د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج‌الدین حقاني

هغه وويل: "موږ بايد نور، نور لرې نه کړو او خپل ځان يې ځاى ناستى نه کړو."

د هغه په وينا چې بايد وړ او تجربه لرونکي کسان وګمارل شي، نه دا چې هغوى ليرې کړي او ځان يې ځایناستى کړي.

حقاني دا هم وویل ، له اداراتو د کارکوونکو ګوښه کول ښايي د بې کارۍ او د کډوالۍ د زیاتوالي لامل شي.
هغه ټینګار وکړ چې د دوی حکومت باید دوی ته اجازه ورنه‌کړي چې له هیواده ووځي.

حقاني پرته له دې چې د طالبانو د قدرت طلبۍ موضوع ته اشاره وکړي وويل چې دې ډلې د "خدای د رضا لپاره" جګړه کړې ده.

له دې مخکې هم په دولتي ادارو کې طالبانو ته د نږدې کسانو او خپلوانو پر ټاکلو پراخې نیوکې شوې دي.

حقاني دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې د طالبانو حکومت د روغتیا او امنیت په برخو کې له یو څو محدودو څانګو پرته په دولتي ادارو کې ډیری ښځې په کور کېنولي او په تازه مورد کې یې د دوى معاشونه ۵۰۰۰ افغانیو ته راټیټ کړي دي.

طالبانو هم په نادولتي موسسو کې د ښځو پر کار کولو بندیز لګولی چې دا کار د دې لامل شوى چې په افغانستان کې د نړیوالو مرستندویه ادارو کار ودرېېږي او یا کم شي.

XS
SM
MD
LG