کابل کې د وروستي برید د غندلو دوام؛ اوآی‌سي: په افغانستان کې باید د ترهګرو د فعالیتونو مخه ونیول شي

درې ورځې مخکې د کابل په دارالامان کې د شوي ځانمګري برید له کبله د وژل شویو مامورینو یو انځور

د افغانستان لپاره د امریکا سفارت چې د قطر له پلازمېنې دوحې فعالیت کوي او د اسلامي همکاریو سازمان د کابل د دارالامان د قلعه بختیار په سیمه کې د روانې اوونۍ برید غندلی دی.

د درې ورځو له تېرېدو وروسته لا هم د دې ځان مرګي برید چې مسوولیت یې داعش خراسان څانګې منلی دی، دقیق تلفات نه دي معلوم شوي.

د افغانستان لپاره د امریکا د متحد ایالتونو شارژدافېرې کرن ډیکر په خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر کې پرون ناوخته په پښتو او دري ژبو لیکلي: "د کابل ښار د شپږمې امنیتې حوزې په مربوطاتو کې دوشنبې د ورځې ترهګریز برید د یو ډارن او کرغېړن عمل په توګه غندم. د زړه له کومې د وژل شویو کورنیو ته د تسلیت مراتب وړاندې کوم او هیله منده یم چې ټپیان ژر تر ژره روغ شي."

د اسلامي همکاریو سازمان هم په یوه بیان کې چې په خواله رسنیو کې یې خپور کړی، د دې برید ټپيانو ته د بېړنۍ روغتیا هیله کړې او څرګنده کړې یې ده چې د دې برید عاملان باید د قضا منګولو ته وسپارل شي.

د اسلامي همکاریو سازمان د غړیو هېوادونو بیرغونه

دا انتحاري برید د دوشنبې په ورځ د لويې څارنوالۍ د پخوانۍ ودانۍ مخې ته چې اوس دغه ځاى د طالبانو د حکومت د مشر د حکمونو او فرمانونو د تعقيب رياست په نوم يادېږي، د مامورینو د رخصتۍ پر مهال وشو.

د افغانستان د څارنوالانو ټولنې په وینا، په دې انتحاري برید کې لږ تر لږه ۱۶ څارنوال وژل شوي، خو طالبانو ویلي چې د دې چاودنې د قربانیانو شمېر شپږو ته رسېږي او ۱۳ نور ټپيان شوي دي.

په دې اړه نور: کابل کې ځانمرګی برید شوی؛ طالبان: ۶ کسان وژل شوي او ۱۳ ټپیان دي

دا حمله په پراخ ډول غندل شوې ده.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي هم پرون په خپلې ایکسپاڼه کې د دې برید په تړاو ولیکل چې په افغانستان کې تاوتریخوالی یوازې د لسیزو جګړو درد اوږدوي.

د یوناما د خواخوږي تر بیان مخکې د افغانستان د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینېټ د دې پیښې د غندلو ترڅنګ په ایکسپاڼه کې ولیکل چې د پېښې عاملان باید د بشپړې څېړنې او رڼې محاکمې له لارې د قانون منګولو ته وسپارل شي.

په دې اړه نور: ريچارد بېنيټ: کابل کې د دوشنبې د ورځې د بريد تر شا کسان بايد محاکمه شي

د اسلامي همکاریو سازمان هم د بینېټ په څیر هیله کړې، خو په خپاره کړي بیان کې یې چې پرون خپور شو، ویلي دي چې په افغانستان کې باید د هغو ترهګرو ډلو مخه ونیول شي چې د سولې او ثبات خنډ ګرځي.

د افغانستان د څارنوالانو ټولنې پر نړیوالو سازمانونو غږ کړی چې د څارنوالانو ملاتړ وکړي او د څارنوالانو پر وړاندې د دا ډول "هدفمندو" بریدونو مخه ونیسي.