ملګرو ملتونو د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر نوی قانون وغانده

د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت

ملګرو ملتونو د طالبانو حکومت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر نوی قانون وغانده.

د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر نوي قانون، چې د دوی په خبره مشر یې ملا هبت‌الله اخندزاده توشیح کړی، د ملګرو ملتونو په ګډون د ښځو د حقونو، مدني فعالانو او د بشري حقونو ځینو سازمانونو غبرګونونه راپارولي دي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک د پنجشنبې په ورځ د اګست په ۲۲مه نیویارک کې په یوه خبري غونډه کې د طالبانو دا قانون وغانده.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک

نوموړي په دې اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې چې د طالبانو حکومت په خپل نوي قانون کې د ښځو پر غږ خپرولو او مخ لوڅولو بندیز لګولی، وویل: "د دې ډول پرېکړو د غندلو سربېره، دا تصور ډېر سخت دی چې یو هېواد دې د داسې فرمانونو په موجودیت کې وده او پرمختګ وکړي او وضعیت یې ښه شي."

د طالبانو د حکومت په دې قانون کې چې د اګست په ۲۱مه یې اعلان کړی، ټول څلور فصلونه او ۳۵ مادې لري، په ۱۳مه ماده کې یې د ښځو د ټول بدن پټول لازمي بلل شوي او د قانون په ټکو "د فتنې له وېرې" د ښځو مخ پټول هم ضروري دي.

د دې قانون د یادې مادې په بل جز کې د ښځو غږ چې سندرې، نعتونه او قرائت په کې شامل دي په مجموع کې په لوړ غږ ویل یې هم عورت بلل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو له دې اعلان وروسته په هېواد دننه هم د ښځو د حقونو او مدني فعالانو او د معترضو ښځو بېلابېلو ډلو اعتراضي کمپاینونه پیل کړي دي.

له دې ډلې د شنبه‌های ارغواني په نوم د معترضو ښځو ډلې رسنیو ته په استولو ویډیوګانو کې ویلي، د طالبانو حکومت د هېڅ ډول قانوني مشروعیت نه لرلو له امله د افغانستان پر خلکو په ځانګړې توګه پر ښځو د محدودونکو قوانینو د جوړولو او پلي کولو صلاحیت نه‌لري.

د دې ډلې یوې غړې ویلي: د طالبانو نومول شوی او نامشروع حکومت د افغانستان خلکو ته د قوانینو د تصویب حق نه‌لري، داعشي او طالباني حجاب نه انسانی دی او نه اسلامي، د طالبانو نومول شوي حکومت د امر بالمعروف قانون ښیي چې دا ډله د افغانستان د خکلو په ځانګړې توګه د ښځو د بشري حقونو ازادیو د ځپلو په لټه کې ده."

ماریا نوري: دا قانون نه یوازې دا چې له ښځو د هغوی ازادۍ اخلي، بلکې هڅه کوي چې دوی له ټولنې څنډې ته کړي.

د معترضو ښځو د خوځښتونو ډلې غړې ماریا نوري هم رسنیو ته استولې ویډیو کې ویلي: "د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف قانون د ښځو د حجاب په اړه د هغو ځپونکو او سخت دریځو قوانینو مجموعه ده چې ښځې په بشپړ ډول د ځان پټولو او ان د هغو د غږ محدودلو ته اړ باسي، دا قانون نه یوازې دا چې له ښځو د هغوی ازادۍ اخلي، بلکې هڅه کوي چې دوی له ټولنې څنډې ته کړي."

د بشري حقونو ځینې بنسټونه هم دا قانون د ښځو تر څنګ د ټولو وګړو د بشري حقونو ښکاره نقض بولي.

د رواداري په نوم د بشري حقونو سازمان مشرې شهرزاد اکبر ازادي راډیو ته وویل: "البته طالبان له هغه وخته چې واک ته ورسېدل دا ټول سخت دریځه او ظلمونه محدودویته یې اعمال کړي، خو قانون یې بیا له بده مرغه وضعیت نور بدتره کوي، ځکه دا د طالبانو ادارو ته ډېر واک ورکوي چې دوی له عامو خلکو سره په ډېرو عادي مسایلو د یو مجرم په توګه چلند وکړي."

د رواداري په نوم د بشري حقونو سازمان مشره شهرزاد اکبر

د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د روانې اوونۍ د سه شنبې په ورځ اعلان وکړ چې دوی د تېر یو کال کې ۱۳زره کسان د "غیر اخلاقي اقداماتو" په تور نیولي او ۲۸۰ طالبان یې یوازې د ږیرې د نه پرېښودو لپاره له دندو شړلي دي.