د تورخم دروازه د درېیمې ورځې لپاره هم د هر ډول تګ راتګ پر مخ بنده ده

ارشیف: د تورخم دروازې یوه څنډه

د تورخم دروازه نن د درېیمې ورځې لپاره هم د هر ډول تګ راتګ پر مخ بنده ده.

تورخم ښارګوټي ته څېرمه غوړه‌کي سیمه کې د طالبانو د حکومت او پاکستاني ځواکونو تر منځ د روانې اوونۍ د دوشنبې د ورځې له نښتې وروسته لا هم تورخم دروازه د هر ډول تګ راتګ پر وړاندې تړلې ده.

په تورخم ښارګوټي کې د طالبانو د حکومت د ټرانسپورټ امر مولوي محمد نور حبیبي نن چهارشنبه د اګست ۱۴مه ازادي راډیو ته وویل چې دروازه د پاکستان له‌خوا تړل شوې او سره له دې چې دوی یې د پرانیستې څو ځلې غوښتنه کړې، خو لا یې دغه دروازه نه ده خلاصه کړې.

حبیبي وايي: موږ پرون مازدیګر او شپه ورته وویل چې د یو ساعت لپاره دې دروازه راخلاصه کړي چې مسافر خپلو ځایونو ته ولاړ شي، خو زموږ خبره یې ونه منله.

هغه وویل: "دا درېیمه ورځ ده چې پاکستان د تورخم دروازه د خلکو او ټرانسپورټ پر مخ تړلې ده، موږ هره ورځ ورته وایو چې دروازه دې پرانېزي، خو تراوسه یې په دې اړه اقدام نه دی کړی. د دې زیانونه ډېر دي، موږ پرون مازدیګر او شپه ورته وویل چې د یو ساعت لپاره دې دروازه راخلاصه کړي چې مسافر خپلو ځایونو ته ولاړ شي، خو زموږ خبره یې ونه منله."

د تورخم ښارګوټي یوه اوسېدونکي تواب ازادي راډیو ته وویل، وضعیت په تورخم کې آرام دی او په سیمه کې هیڅوک نه تر سترګو کېږي او د تورخم اوسېدونکي هم په سیمو کې یې د جګړې د بیا پیل د وېرې له امله لا خپلو مېنو ته نه دي ستانه شوي.

هغه وویل: "پرون خلک ډېر و، خو دروازه خلاصه نه شوه، نن چې رخصتي ده هیڅوک تورخم (دروازې) ته نه دي راغلي، د سیمې اوسېدونکو هم خپال مال ویستلی او هیڅوک په کورنو کې نه‌شته."

د پاکستان لور ته د لنډي کوتل سیمې یو اوسېدونکي چې د موضوع د حساسیت له امله یې نه غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي، ازادي راډیو ته یې وویل چې د تورخم ځینې اوسېدونکي هلته ورغلي او هغو کسانو چې د اوسېدو ځایونه یې نه درلودل شپه یې په موټرو کې تېره کړې ده.

هغه وايي: "د جګړې پر مهال خپلو خپل کورونه پرېښودل او لنډي کوتل ته راوتښتېدل چې ۱۸ کیلومتره لاره ده، د ځینو هغو کورنیو چې خپلوان یې په لنډي کوتل کې نه وه شپه یې په سوزوکي موټرو کې تېره کړه."

د تورخم ښارګوټي ته څېرمه د غوړه‌کي په سیمه کې د روانې اوونۍ د دوشنبې په ورځ د اګست ۱۲مه د طالب ځواکونو او پاکستاني پوله ساتو ترمنځ نښته وشوه چې مرګ‌ژوبله یې هم لرله.

پرون په ننګرهار کې طالب چارواکو رسنیو ته په استولې خبرپاڼه کې ویلي وو چې دغه نښته وروسته هغې پیل شوه چې په سیمه کې طالب ځواکونو پوسته پراخوله، خو د پاکستان له لوري پرې ډزې وشوې او دوی هم بالمثل حمله ترسره کړه.

Your browser doesn’t support HTML5

په تورخم کې طالب او پاکستانیو ځواکونو ترمنځ نښته شوې

په خبرپاڼه کې راغلي وو چې د دغه نښتې له امله دوه کسان وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

د خبرپاڼې په ټکو د دغه نښتې له امله نږدې ۷۰۰ کورنۍ هم له خپلو سیمو بې ځایه شوي.

خو د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت په یاده پېښه کې د درېیو ملکیانو وژل کېدل تایید کړي دي.

د ازادي راډیو خبریالې هڅه وکړه څو په تورخم کې د پاکستاني چارواکو نظر هم ولري، خو ونه توانېده، خو پرون سه شنبه د پاکستان د کورنیو چارو وزارت یو چارواکي یاسر خان د ازادي راډيو مشال څانکې ته ویلي وو چې د تورخم دروازې د بېرته پرانیستلو لارښونه ورته شوې او د همدې لپاره یې په تورخم کې خپل دفترونه فعال کړي او ژر به مسافران پر دې لار تګ راتګ پیل کړي.

خو تر اوسه لا لاره تړلې ده.

دا لومړی ځل نه دی چې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو تر منځ د ډیورند کرښې ته څېرمه نښتې رامنځته کېږي، بلکې له دې وړاندې هم وخت ناوخت ورته پېښې رامنځته شوي چې له امله یې د دواړو خواوو ولسي وګړو او سرتېرو ته مرګ‌ژوبله اوښتې او دغه راز د تورم دروازه هم په وار وار د دغه نښتو له امله تړلې پاتې شوې ده.