امريکا کې د افغان ښځو په اړه د غونډې ګډونوال: افغانستان کې دې جنسيتي اپارتايد په رسميت وپېژندل شي

انځور - ارشيف

په امریکا کې د افغان مېرمنو د حقونو په اړه په جوړه شوې غونډه کې، په افغانستان کې د جنسیتي اپارتاید د په رسمیت پېژندلو ټینګار وشو.

په دغه غونډه کې د ښځو د حقونو فعالې وحيدې اميري ويلي، افغانستان کې دې جنسيتي اپارتايد د يو جرم په توګه په رسميت وپېژندل شي.

هغې ويلي: "له تاسو غواړم په افغانستان کې حاکم جنسیتي اپارتاید، د بشریت پر وړاندې د یوه جرم په توګه په رسمیت وپېژنئ، د طالبانو واکمنان د جنسیتي اپارتاید د نظام په حیث په رسمیت وېيژنئ. طالبان په رسمیت مه پيژنئ. دا د افغان مېرمنو، نارینه‌و او ماشومانو غږ دی."

دا غونډه چې په‌کې په پراخه کچه په افغانستان کې د بشریت پر وړاندې د یوه جنایت په توګه د جنسیتي اپارتاید د په رسمیت پېژندلو غوښتنې مطرح شوې، پرون د جولای په ۳۰مه جوړه شوې وه.

د بښنې نړیوال سازمان د افغانستان برخې څېړونکې میترا مهران په‌دې غونډه کې وویل، طالبانو په افغانستان کې په ۲۰۲۱ کال کې له بیا واکمنېدو وروسته، هغه مېرمنې چې د دوی د پالیسیو پر وړاندې اعتراض کړی، په جبري توګه لادرکه، نیولي، شکنجه کړي یا هم ورسره ناوړه چلند یې کړي.

په دې اړه نور: د امريکا کانګرس کې د افغان ښځو په اړه غونډه؛ يو شمېر نجونې: دا ډول غونډې کوم بدلون نه راولي

اغلې مهران هم په افغانستان کې د طالبانو حکومت له‌خوا د جنسیتي اپارتاید د په رسمیت پېژندلو غوښتنه وکړه.

نوموړې وويل: "زه د امریکا له حکومت څخه غوښتنه کوم چې د ملګروملتونو د بشریت پر وړاندې د جرمونو د تړون د مسودې او د دې سازمان د عمومي اسامبلې په شپږمه کمېټه کې د بحث له‌مخې، جنسیتي اپارتاید په رسمي ډول د نړیوال جرم په توګه وپېژني."

د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو برخې مرستیالې هیدر بار بیا غونډې ته په خپلو خبرو کې وویل، چې د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري دفتر دې دایمي او په بشپړه ټوګه تمویل شي.

ګډون کوونکو مېرمنو د امریکا له متحده‌ایالاتو وغوښتل چې طالبان دې د افغان مېرمنو پر وړاندې د دوی د پالیسو له امله ځواب ویوونکي وګرځوي.

په‌دې غونډه کې د یادو مېرمنو ترڅنګ د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري، د کورنۍ او بشري حقونو په مرکز کې د حقوقي مطالعاتو مرستیال ستیفانو جیناریني او د حقوقو پروفیسوره جین ادولف هم برخه اخیستې وه.

پر افغانستان د طالبانو د بیاځلي واکمنېدو د نږدې دریو کلونو په تېرېدو سره، افغان مېرمنې د دوی د مشرتابه له‌خوا د صادر شويو لسګونو بېلابېلو فرمانونو له‌مخې، له خپلو بنسټيزو حقونو څخه بې‌برخې شوي دي.

مېرمن امیري بیا غونډې ته په خپلو خبرو کې طالبان د جنسیت پر بنسټ د ښځو په ځورونې تورن کړل.

نوموړې وويل: "د طالبانو هغه سخت فرمانونه چې په مستقیمه توګه ښځې او نجونې په نښه کوي تر ټولو ناوړه وو. موږ د طالبانو له‌خوا دا بنسټیز شوې هڅې د جنسیتي ځورونې په توګه په رسمیت پېژنو."

"د طالبانو هغه سخت فرمانونه چې په مستقیمه توګه ښځې او نجونې په نښه کوي تر ټولو ناوړه وو.
رينا اميري

نوموړې دا هم وویل، هغه کسان چې د طالبانو له‌دې پالیسیو سره مخالفت کوي، د هغو کورنۍ د طالبانو له‌خوا د ګواښل کېدو، لادرکه کېدو او نیول کېدو له خطر سره مخامخ کېږي.

اغلې امیري په بېلابېلو برخو کې له افغان نجونو څخه، د متحده‌ایالاتو د ملاتړ پر دوام ټینګار وکړ.

د دغو څرګندونو په اړه مو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وپوښت، خو نوموړي د دې راپور تر خپرېدو پورې د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه‌کړې.

ارشیف: په کابل کې د معترضو مېرمنو د یوه لاریون انځور

خو د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین د زمري په څلورمه نېټه له طلوع نیوز خصوصي ټلوېزیون سره په خبرو کې دا غونډه نمایشي بللې وه او ویلي یې وو، هغه کسان چې په‌دې غونډه کې ګډون کوي او هلته خبرې کوي، د افغانستان د ښځو استازولي نه‌کوي.

د یادونې ده، چې مخکې تر دې هم په وار وار افغان مېرمنو او د دوی د حقونو فعالانو دغه شان د بشري حقونو یو شمېر کورنیو او نړیوالو بنسټونو په افغانستان کې د جنسیتي اپارتاید د په رسمیت پېژندلو ټینګار کړی وو.

پر افغانستان د طالبانو د بیاځلي واکمنېدو د نږدې دریو کلونو په تېرېدو سره، افغان مېرمنې د دوی د مشرتابه له‌خوا د صادر شويو لسګونو بېلابېلو فرمانونو له‌مخې، له خپلو بنسټيزو حقونو څخه بې‌برخې شوي دي.

خو طالبانو تل ادعا کړې، چې د افغانانو حقونو ته د اسلامي شریعت په چوکاټ کې ژمن دي، هغه ادعاوې چې نړیوالې ټولنې، سازمانونو او افغان مېرمنو ته د منلو نه‌دي.