د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۱

د المپیکي لوبو پیل او د افغان ښځو پر سپورټ بندیز؛ ځینې سازمانونه: طالبان دې دا ناوړه چلند پای ته ورسوي


په پاریس کې د ۲۰۲۴م کال د المپیک نړیوالو لوبو د پیل له مراسمو یو انځور
په پاریس کې د ۲۰۲۴م کال د المپیک نړیوالو لوبو د پیل له مراسمو یو انځور

د بشري حقونو د څار سازمان ویلي، په پاریس کې المپیک سیالۍ په داسې حال کې پیلېږي چې په افغانستان کې ښځې او نجونې د زده‌کړې او سپورټ له حقونو بې برخې دي.

نېږدې درې کاله کېږي چې له هر ډول لوبو ان یو شمېر له خپلو تمرینونو لرې دي، خو د پاریس په المپیک سیالیو کې د خپلو درې هم‌لارو له ګډون خوښې دي، وايي چې د افغانستان له میلیونونو نجونو به استازیتوب وکړي.

د جوجیټسو او ازادو سیالیو افغان لوبغاړې ارزو احمدي وايي: "د ټولو ستونزو سره سره مونږ د دې شاهدان یو چې افغان نجونې هم د پاریس په المپیکي سیالیو کې ګډون کوي او غواړي ویاړونه تر لاسه کړي، مونږ ډېر خوښې یو او دوی ته د بریاوو هیله کوو چې نړیوالو ته وښيي که افغان نجونو ته فرصت ورکړل شوي نو ویاړونه به خپل کړي."

د جوجیټسو او ازادو سیالیو افغان لوبغاړې ارزو احمدي
د جوجیټسو او ازادو سیالیو افغان لوبغاړې ارزو احمدي

د پارالمپیک د ویلچر هنډبال برخې لوبغاړې راحله نوري وايي، درې کاله کېږي چې په خپل هېواد کې له ورزشي فعالیتونو لرې ده.

نوموړې د طالبانو له حکومت غواړي چې نجونو ته په بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول ورزشي برخو کې د فعالیت اجازه ورکړي.

د پارالمپیک د ویلچر هنډبال برخې لوبغاړې راحله نوري
د پارالمپیک د ویلچر هنډبال برخې لوبغاړې راحله نوري

هغه زیاتوي: "دوی ته ډېر د بریالیتوب هیله لرم انشاالله چې سیالیو کې ښې ولوبېږي او د افغانستان لپاره ویاړ خپل کړي او دولت نه مې هم هیله دا ده چې نور نجونو ته اجازه ورکړي چې خپل فعالیتونه وکړي."

په ورته وخت کې د بشري حقونو د څار سازمان هم ویلي، په پاریس کې المپیک سیالۍ په داسې حال کې پیلېږي چې په افغانستان کې ښځې او نجونې د زده‌کړې او سپورټ له حقونو بې برخې دي.

دغه سازمان د جمعې په ورځ په خپله ایکسپاڼه لیکلي، طالبانو ته په‌کار ده چې دغه ناوړه چلند پای ته ورسوي او د ښځو پر اساسي حقونو محدودیتونه لرې کړي.

پرون د جولای ۲۶مه د فرانسې په پلازمېنه پاریس کې د ۲۰۲۴م کال المپیک سیالۍ په داسې حال کې د درېیو افغان نجونو په ګډون پیل شوې چې د طالبانو حکومت له نیږدې درېیو کلونو په دغه هېواد کې پر افغان ښځو د ګڼو نورو محدودیتونو تر څنګ لوبغالو ته په تګ او سپورټ کولو او د دوی په لوبو هم بندیز لګولی دی.

کیمیا یوسفي او دوه خویندې یلدوز هاشمي او فریبا هاشمي به د منډې او بایسکل چلونې په برخو کې د افغانستان د درې رنګه بیرغ لاندې په دغو سیالیو کې ولوبېږي.

د طالبانو حکومت ویلي، په دغه لوبو کې د افغان نجونو ګډون په رسمیت نه پېژني.

د المپیک نړیوالې کمېټې هم د دغو لوبو په پرانیستونکو مراسمو کې کوم طالب چارواکي ته بلنه نه وه ورکړې.

د نجونو د کرکټ د پخوانۍ ملي لوبډلې غړې رویا صمیم چې دا مهال په کاناډا کې ده بیا په اوسنیو شرایطو کې له افغان ورزشکارو نجونو د نړۍ په ملاتړ ټینګار کوي.

د نجونو د کرکټ د پخوانۍ ملي لوبډلې غړې رویا صمیم
د نجونو د کرکټ د پخوانۍ ملي لوبډلې غړې رویا صمیم

نوموړې ازادي راډیو ته وویل: "دا کولای شي ډېر بدلونونه راولي؛ مثلاً که جهان وغواړي کولای شي د یوه برخه نجونو ملاتړ وکړي څو هغوی وکولای شي د افغانستان په استاریتوب په هر ډول سپورټ کې ګډون وکړي."

د یادونې ده چې په اسټرالیا کې د افغانستان د نجونو د کرکټ ملي لوبډلې یو شمېر پخوانیو لوبغاړو د سږکال د مې میاشت په وروستیو کې یې د کرکټ نړیوالې شورا یا "آی‌سي‌سي" ته یو لیک استولی و او ورنه یې غوښتي وو چې په جلا وطنۍ کې ورته یوه لوبډله جوړه کړي، خو د دغې لوبډلې یوې غړې صوفیې یوسفزۍ ازادي راډیو ته ویلي چې تر اوسه دوی ته د دې لیک ځواب نه دی ورکړل شوی.

ټاکل شوې چې د سږ کال المپیک سیالۍ د اګست میاشتې تر ۱۱مې دوام وکړي.

په دې لوبو کې له ګډون کوونکو افغان ورزشکارانو یوازې یو کس د جدو په برخه کې له افغانستان ورغلی دی، پاتې پنځه نور په بهر کې ژوند کوي.

په افغانستان کې د طالبانو تر بیاځلي واکمنېدو ورسته دېری افغانان د بېلابېلو محدودیتونو له امله د هېواد پرېښودو ته اړ شول چې لویه برخه ورزشکاران هم په کې شامل وو.

  • 16x9 Image

    ثنا کاکړ

    ثنا  کاکړ(په انګرېزۍ کې: Sana Kakar) د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو خبریاله چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.  

XS
SM
MD
LG