اوچا: افغانستان کې د طبيعي پېښو له امله د مرګ‌ژوبلې کچه لوړه شوې

د سېلابونو يو انځور

د ملګروملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر "اوچا" په افغانستان کې د وروستیو طبیعي پیښو له کبله د مرګ‌ژوبلې په شمېر کې د زیاتوالي خبر ورکوي.

د ملګروملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر "اوچا" په یو راپور کې خبرداری ورکړی چې، په افغانستان کې د وروستیو سېلابونو او سختو اورښتونو له امله زیانمنې شوې کورنۍ خوراکي توکو، سرپناه، د څښاک اوبو او روغتیايي خدمتونو ته بېړنۍ اړتیا لري.

اوچا پرون د جولای په ۲۱مه په يو خپور کړي راپور کې ویلي چې، په افغانستان کې د ورښتونو او سېلابونو له امله د مړو شمېر ۵۸ او د ټپیانو ۳۸۰ ته رسېدلی دی.

اوچا همدا راز ویلي، د ارزونې ټیمونو تر اوسه په ننګرهار، کونړ او لغمان ولایتونو کې د نږدې دوه زره زیانمونو کورنیو ارزونه بشپړه کړې، چې په بېړنۍ توګه خوراکي توکو، سرپناه، د څښاک اوبو او روغتیايي خدمتونو ته اړتیا لري.

د ننګرهار لپاره د طالبانو سیمه‌ييزې ادارې د رسمي شمېرو له‌مخې د وروستي توپان له امله یوازې په‌دې ولایت کې ۵۱ کسان وژل شوي،۵۶۰ تنه ټپيان شوي، خو ۳۰۷ ټپیان په رسمي ډول په روغتونونو کې ثبت شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر د راپور له‌مخې وروستیو ورښتونو او توپان په تورخم کې د عمري په نوم د راستنېدونکو پنډغالي ته هم تاوانونه اړولي دي.

دا په‌داسې حال کې ده چې د ننګرهار لپاره د طالبانو سیمه‌ييزې ادارې د رسمي شمېرو له‌مخې د وروستي توپان له امله یوازې په‌دې ولایت کې ۵۱ کسان وژل شوي،۵۶۰ تنه ټپيان شوي، خو ۳۰۷ ټپیان په رسمي ډول په روغتونونو کې ثبت شوي دي.

د ملکروملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر هم ویلي، ننګرهار د نورو سیمو په پرتله ډېر ځپل شوی دی.

د دې ولایت یو شمېر اوسېدونکو ازادي راډيو سره په خبرو کې د زیانمنو سره د مرستو پر لړۍ نیوکه وکړه.

دوی ادعا وکړه چې رامنځته شوې ویجاړۍ او په‌‌دې برخه کې کړو ژمنو ته په کتو د مرستو بهیر ډېر پڅ دی.

په دې اړه نور: مرګوني بارانونه، سېلابونه او توپان؛ اوچا: زیانمن خوړو، سرپناه او روغتیايي خدمتونو ته اړتیا لري

د ننګرهار د کوټ ولسوالۍ یو تن قومي مشر ګل اغا ستومان چې وروستیو ورښتونو او توپانونو ځپلی او سېلاب‌ځپليو ته د وېش لړۍ هم له نږدې څاري ازادي راډیو ته وویل: "تاسو باور په خدای وکړئ چې دا خلک له ډېرو ستونزو سره مخامخ دي، ځکه دلته ډېرې ویجاړۍ شوي دي، خو تر اوسه پورې ان د میډیا په ګډون یې هيڅوک پوښتنې ته نه‌دي راغلي، زه د کوټ د یوه سپین ږیري او مشر په توګه هیله کوم چې په‌دې برخه کې دې پام وشي."

د ننګرهار د سره ردو ولسوالۍ چې دا هم شدید ورښت او توپان سخته ځپلې، د میرویس شوقي په نوم یوه اوسېدونکي یې چې توپان ځپلې ازادي راډیو ته وویل:

"مېرمن مې ژوبله شوې او په کور کې هیڅ هم روغ نه‌دي پاتي

، دېوالونه راغوځېدلي او هر څه ګډوډ دي، موږ دلته په سرخردو کې شیخ مصري کلي کې اوسیږو، ټول کلی ویجاړ شوی دی."

د ملګرو ملتونو د همغږۍ دفتر اوچا ویلي، د تېرې اوونۍ د دوشنبې د ورځې راهیسې د افغانستان ۲۹ ولسوالۍ د سختو ورښتونو، سېلابونو او توپان شاهدانې وې، چې له امله یې درنه مرګ‌ژوبله واوښته او خلکو ته یې ګڼ مالي زیانونه واړول.

د تېرې پنجشنبې په ورځ د روانې جولای په ۱۸مه نېټه د ملګروملتونو د سازمان ویاند سټیفن دوجاریک په نیویارک کې یوې خبري غونډې ته ویلي و چې، په افغانستان کې د وروستیو طبیعي افتونو له کبله ۵۷۳ کورونه ویجاړ شوي او ۷۴۳ کورنۍ بېړنو مرستو ته اړتیا لري.

په ورته وخت کې د ماشومانو د ژغورنې نړیوال سازمان "سېف دې چلډرن" هم په‌دې اړه وروستۍ خپرې شوې اعلامیې کې ویلي چې، په افغانستان کې د اقلیمي بدلون څپې لږترلږه ۱۵۰۰ هم ماشومان هم بې‌کوره کړي دي.