غزه کې د اسراییلي ځواکونه تازه بریدونه؛ لسګونه کسان پکې وژل شوي

یو شمېر اسراییلي ځواکونه په غزه کې

پرون په غزې تړانګه کې لږ تر لږه ۳۸ فلسطینیان د اسراییل په هوایي او ځمکنیو بریدونو کې ووژل شول.

د رویترز خبري آژانس دغه شمېرې په غزه کې د روغتیایي مسولینو او د حماس چې د امریکا متحده ایالات او اروپایي ټولنه یې د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژني، د چارواکو په حواله ورکړي دي.

د رویترز د راپور له مخې، د غزې د جنوبي ښار رفح په یو شمېر سیمو کې له سخت دریځو وسله والو سره د اسراییلي ځواکونو د نښتو راپورونه هم ورکړل شوي دي.

د سیمې یو شمېر اوسیدونکو دې آژانس ته ویلي چې اسراییلي ټانکونو د رفح له ختیځې برخې، د لویدیځې ییبنا سیمې پر لور پرمختګ کړی او اسراییلي ځواکونو هم د ختیځ په درېیو سیمو کې پوځي عملیات ترسره کړي دي.

د سیمې یوه اوسیدونکي رویترز ته ویلي چې اسراییلي ځواکونه کوښښ کوي چې د رفح د لویدیځ پرلور وړاندې تګ وکړي.

له رفح ښار څخه د یو شمېر خلکو تېښته

دغه کس د خپل نوم نه ښودلو په شرط رویترز ته ویلي چې دغه ځواکونه د ییبنا په ځنډه کې دي او دا یوه ګڼ مېشته سیمه ده چې تراوسه پرې برید نه دی شوی.

هغه ویلي چې د څو چاودنو غږونه یې اوریدلي او په هغو سیمو کې چې د اسراییل پوځ بریدونه کړي، ور څخه تورلوګی پورته کیږي.

د رویترز په وینا، د غزې په شمالي او جنوبي برخو کې د اسراییل حملو په سلګونو زره کسان له خپلو مینو بې ځایه کړي، د مرستو رسولو اصلي لارې یې بندې کړي چې ورسره د قحطۍ د زیاتیدو خطر زیات شوی دی.

اسراییل پر غزې بریدونه وروسته له هغې پیل کړل چې حماس د تېر کال د اوکتوبر پراومه د اسراییل پرقلمرو پراخ برید وکړ، ۱۲۰۰ کسان یې ووژل او شاوخوا دوه نیم سوه کسان یې یرغمل کړل.

د غزې د روغتیایي چارواکو په خبره تراوسه د اسراییل په بریدونو کې له ۳۵ زرو زیات کسان وژل شوي دي.

اسراییل ویلي، د حماس د وروستي سنګر د له مینځه وړلو لپاره یې پر رفح له برید پرته بله چاره نه درلوده.

د پراخو جګړو له امله کنډواله شوې غزه

اسراییل په دې باور دی چې د حماس پاتې وسله وال په دې سیمه کې پټ دي.

د اسراییل د پوځ ویاند دانیل هګاري پرون پنجشنبې په یوه بیان کې وویل چې حماس په رفح کې حضور لري او اسراییلي یرغمل په همدې سیمه کې ساتل کیږي.

د فلسطیني کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو اداره اټکل کوي چې د روانې میلادي میاشتې له پیل راهیسې چې اسراییل پر رفح کې عملیات پیل کړي، له اتو لکو زیات اوسیدونکي له دې سیمې وتلي دي.

د ناروې د بېړنیو مرستو د چارو مسولې سوز ون میګن ویلي چې ډیرولسي وګړې تراوسه د جګړې په سیمه کې بند پاتې دي.