۸ اروپایي هېوادونه خپل هېواد ته د سوریایي کډوالو د ستنولو پر وضعیت د بحث وکړ

د یو شمېر اروپایي هېوادونو استازي

وروسته له هغې چې په قبرس کې د سوریايي کډوالو په شمېر کې د زیاتیدو راپورونه ورکړل شول، ددې هېواد په شمول د اروپايي ټولنې اته غړو ویلي چې خپل هېواد ته د سوریايي کډوالو د ستنولو په اړه یې بحث کړی دی.

د اتریش، چک جمهوریت، قبرس، ډنمارک، ایټالیا، مالټا او پولنډ چارواکو نن په یوه ګډه اعلامیه کې وویل چې خپلو کې یې د سوریې د وضیعت د بیا ارزونې په اړه هوکړه کړې څو سوریايي پناه غوښتوتکي بیرته په داوطلبانه ډول خپل هېواد ته ستانه شي.

د دوی په وینا دا اقدام به مرسته وکړي چې د هغو سوریايي کډوالو موضوع په موثره توګه مدیریت شي چې هڅه کوي ځانونه د اروپايي ټولنې غړو هېوادونو ته ورسوي.

د څو اروپايي هېوادونو دې چارواکو په هغه غونډه کې چې قبرس یې کوربه و همدارنګه وویل چې د سوریې په وضیعت کې د پام وړ بدلون راغلي، که څه هم د دوی په وینا بشپړ سیاسي ثبات لا هم په کې نه دی رامنځ ته شوی.

د اسوشیتید پریس خبري اژانس وايي، قبرس په دې وروستیو کې د هغو سوریايي کډوالو چې تازه دې هېواد ته ورځي له زیاتیدونکي شمېر سره مخ و.

دا کډوال په وړو کښتیو کې له لبنان څخه قبرس ته ځانونه رسوي.

اروپايي ټولنې ددې میاشتې پیل کې له لبنان سره د یو میلیارد یورو مرستې اعلان وکړ چې خپلې پولې کنټرول کړي څو قبرس او ایټالیا ته ترې د کډوالو د تګ مخه ونیول شي.

د قبرس د کورنیو چارو وزیر کانستان تینوس آیونو ویلي، د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې سوریې ته د نړیوالو قوانینو پر بنسټ د کډوالو د داوطلبانه ستنیدو په اړه د اړیکو چینلونه موندلي دي.

نوموړي همدارنګه ویلي چې په لومړي قدم کې به خپل هېواد ته د سوریايي کډوالو ستنیدل داوطلبانه وي خو په بل پړاو کې به په اجباري توګه سوریايي وګړي خپل هېواد ته ستانه کړی شي.

په لبنان کې په دې وروستیو کې د کډوالو ضد احساسات زیات شوي دي.

د روانې اونۍ په پیل کې تر ۳۰۰ زیات سوریايي کډوال په یو کاروان کې خپل هېواد ته ستانه شول.

د لبنان چارواکي له ډیره وخته له نړیوالې ټولنې غواړي چې سوریايي کډوالو ته دې په نورو هېوادونو کې د اوسیدو زمینه برابره کړي او یا دې ورسره مرسته وکړي چې دوی بیرته سوریې ته ستانه شي.