د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۱

اروپايي ټولنه سوریه کې د ترکیې او روسیې د کړکېچ په اړه بېړنۍ ناسته کوي


په بروکسل کې د اروپايي ټولنې مرکزي دفتر ودانۍ
په بروکسل کې د اروپايي ټولنې مرکزي دفتر ودانۍ

اروپايي ټولنه همدا اوونۍ د سوریې په ادلب کې د ترکیې او روسیې د کړکېچ د مخنیوي په لارو چارو یوه بېړنۍ ناسته کوي.

د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیران روانه اوونۍ د سوریې په ادلب ښار کې د وضعیت د لا خرابېدو د مخنیوي په لارو چارو بحث کوي.

دوی داسې وخت سره کېني چې په ادلب کې د سوریې د رژيم او ترکي پوځیانو نښتو او د جګړو دوام له اروپا سره د ترکیې د پولو د خلاصېدو سبب ګرځېدلی او اروپا ته د کډوالو نوې جوپه روانه کړې ده.

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالېسۍ مشر جوزف بورېل پرون وویل: "په ادلب او شاوخوا کې شخړې د سیمې او تر هغه لا د پراخې کچې ثبات او امنیت لپاره جدي ګواښ پېښوي."

د ښاغلي بورېل په وینا اروپایي ټولنه دې ته اړ ده چې د ادلب د لانجو له امله د راپورته شوي ناورین د مقابلې لپاره خپلې هڅې دوه چنده کړي.

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالېسۍ مشر جوزف بورېل
د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالېسۍ مشر جوزف بورېل

هغه وویل د سوریې د ادلب د وضعیت په اړه بېړنۍ ناسته د یونان په غوښتنه ترسره کېږي ځکه زرګونه کډوال د ترکیې له خاورو یونان ته د ننوتلو په تمه ولاړ دي.

ترکیې وروسته له هغه اروپا ته د کډوالو د ننوتلو لار خلاصه پرېښوده چې تېره پنجشنبه د سوریې په هوایي بمباریو کې په ادلب کې یو شمېر ترکي سرتېري ووژل شول.

د ترکيې د ولسمشر رجب طیب اردوغان د دې کار هدف په سوریه کې د انقرې د پوځي عملیاتو لپاره د اروپايي ټولنې د ملاتړ جلبول ښودل شوي.

د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردوغان
د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردوغان

په څو وروستیو ورځو کې په ادلب او شااوخوا سیمو کې د ترکیې او سوریې د پوځیانو ترمنځ نښتو زور اخیستی او هغه څه چې پخوا یو بشري ناورین بلل کېده لا پسې زیات شوی.

دا بشري ناورین د لکونه سوریایانو بې‌کوره کېدل او ترکیې ته د هغوی پناه وروړل دي.

په سوریه کې د ترکي او سوري پوځیانو د نښتو په زیاتېدو د ترکیې او روسیې کړکېچ هم زیات شوی.

پرون د ترکیې دفاع وزیر خلوصي اکار د ترکیې په یوه سرحدي ښار کې له خپلو قوماندانانو سره لیدلي او ویلي یې دي چې د سوریې حکومتي ځواکونو ته‌یې زیات تجهیزاتي او ځاني زیان اړولی دی.

ارشیف، د ترکیې دفاع وزیر خلوصي اکار له سوریې په پوله کې له مېشتو ترکي ځواکونو سره د لیدو پر مهال.
ارشیف، د ترکیې دفاع وزیر خلوصي اکار له سوریې په پوله کې له مېشتو ترکي ځواکونو سره د لیدو پر مهال.

اکار له مسکوه غوښتي چې سوریه وهڅوي څو په خپلو ژمنو عمل وکړي.

هغه زیاته کړه: "له روسیې نه زموږ تمې دا دي چې د یوه تضمینوونکي په توګه په خپلو ژمنو عمل وکړي، په سوریه له خپل نفوذه کار واخلي څو سوریه بریدونه بند کړي او د ۲۰۱۸ کال د اوربند تعین شویو کرښو ته ستنه شي، موږ له روسیې سره نه د مقابلې پلان او نه کوم هدف لرو."

د سوریې رژیم د روسیې له ملاتړ برخه‌من دی حال دا چې ترکیه د سوریې د رژیم د مخالفینو ملاتړ کوي.

د کرملېن ویاند دمیتري پسکوف.
د کرملېن ویاند دمیتري پسکوف.

د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین ویاند دمیتري پسکوف پرون وویل تمه ده پنجشنبه یا جمعه ولسمشر پوتین له خپل ترکي سیال رجب طیب اردوغان سره په مسکو کې وګوري او د ادلب په روان وضعیت وغږېږي.

پسکوف زیاته کړې چې دا به اسانې خبرې نه‌وي، خو دواړه مشران به د ادلب د لانجې په حل تمرکز وکړي.

XS
SM
MD
LG