د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۹

یونان د پناه غوښتونکو د مخنیوي لپاره خپلې پولې ټینګوي


د یونان پولې ته نږدې یو شمېر کډوال
د یونان پولې ته نږدې یو شمېر کډوال

یونان خپلې خاورې ته د کډوالو او پناه غوښتونکو د ننوتو د مخنیوي لپاره خپلې پولې ټینګوي.

د يونان حکومت په پام کې لري چې د پناه غوښتونکو د مخنيوي لپاره له ترکيې سره پر خپل سرحد نورې موانع هم جوړې کړي.

اتن تور لګوي چې ترکيې د پناه غوښتونکو جوپو ته لار ورکړې چې له دغو خنډونو يونان ته واوړي.

د يونان حکومتي سرچينو پرون وويل چې دغه موانع به د سرحد د جنوب په درېيو بېلابېلو سيمو کې سم دلاسه وغځول شي.

د یونان پولې ته نږدې له ترکیې یو شمېر تلونکي کډوال
د یونان پولې ته نږدې له ترکیې یو شمېر تلونکي کډوال

پر دغې سرحدي سيمې د پناه غوښتونکو ډلې ورماتې شوي چې هڅه کوي ځانونه له ترکيې نورو اروپايي هېوادونو ته ورسوي.

اتن وايي د يونان او ترکيې د سرحد پر ٣٦ کيلو متره ساحه به موانع جوړې کړي.

چارواکو دغه‌راز ویلي چې پر دغې پوله اوسنۍ موانع به هم پیاوړې شي.

د یونان حکومت دغه اعلان وروسته له هغې کوي چې ترکیې د مارچ په اوومه خبرداری ورکړ چې له ترکیې څخه یونان ته او له هغې وروسته نورې اروپا ته د تلونکو پناه غوښتونکو او کډوالو شمېر به په سوریه کې د جګړې له تېرېدو سره ډېر زیات شي.

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر سلیمان سویلو وویل، دا یوازې پیل دی او تاسو به وګورئ چې نور څه پېښېږي. هغه زیاته کړه هغه چې تر اوسه شوي هېڅ هم نه‌دي.

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر سلیمان سویلو
د ترکیې د کورنیو چارو وزیر سلیمان سویلو

سویلو وویل، له ۱۴۳ زرو زیات کډوال له ترکیې یونان ته ننوتي، خو خبریالانو او د کډوالو د چارو کتونکو ویلي، داسې ښکاري چې دغه شمېر له مبالغې ډک دی. هغه همداراز ویلي چې د یونان صدراعظم د دې توان نه‌لري چې خپله پوله ټینګه وساتي.

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر ویلي دي، ډاډه دی چې پر یونان به د کډوالو څپه لا ورماته شي ځکه له یوې خوا هوا په تودېدو ده او بل ترکیې له دې پولې خپل ډېر ځواکونه له سوریې سره د پولې د ټینګښت لپاره ګومارلي دي.

انقرې دغه‌راز یونان تورن کړی چې په خپله پوله کې د دغو کډوالو په وړاندې د مرمیو په ګډون له ډېر ځواک څخه کار اخلي.

خو اتن وایي د ترکیې چارواکو په زوره دغه کډوال د پولې پر لوري ورمات کړي دي.

یونان دغه‌راز د ترکیې پولیس تورن کړي چې کډوالو ته‌یې امبورونه ورکړي چې په پوله کې غځېدلي اغزن سیمونه پرې کړي.

د یونان چارواکو تېره ورځ یوه وېډیو هم ښکاره کړې چې ښيي د ترکیې یوه زغرواله وسیله له کډوالو سره مرسته کوي او په پوله یوه موانع چپه کوي.

د ترکیي ولسمشر رجب طیب اردوغان پرون په استانبول کې وويل، یونان باید هغو زرګونه پناه غوښتونکو ته لار ورکړي چې د دغه هېواد په سرحد کې په تمه ولاړ دي.

هغه زیاته کړه: "دروازې خلاصې کړئ او خپلې اوږې هم له دې باره مه‌لیرې کوئ. پرېږدئ چې دا خلک نورو اروپايي هېوادونو ته لاړ شي."

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان

د ترکیې ولسمشر ویلي چې هېواد یې کلونه کلونه کافي د میلیونونو سوریایي کډوالو لاسنیوی کړی او اوس باید اروپایي ټولنه دغه درانه بار ته اوږه ورکړي.

د راپورونو له مخې په پام کې ده چې اردوغان به له اروپایي مشرانو سره د کډوالو پر مسئلې د خبرو لپاره نن بروکسل ته ولاړ شي.

د اروپایي ټولنې د بودجې کمېشنر هانیس هاهن د جرمني رسنیو ته وویل چې انقره باید دغه ګواښ چې نور کډوال به پرېږدي اروپا ته ولاړ شي، د ده په وینا د فشار له سیاستونو لاس واخلي ترڅو نورې مرستې ترلاسه کړي.

XS
SM
MD
LG